کور / رسنۍ / پر ملامنصور حمله د امریکا په پالیسۍ کې بدلون

پر ملامنصور حمله د امریکا په پالیسۍ کې بدلون

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو پر مشر د بې پېلوټه الوتکو برید د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون ښکارندوی و.

ورځپاڼه د چارواکو په قول وايي، د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان د منځګړتوب له ناکامېدو وروسته د طالبانو پر مشر د امریکا د بې پېلوټه الوتکو برید د امریکا په تېره پالیسۍ کې د بدلون نښه وه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون د ملا اختر محمد منصور وژل کېدل تایید کړل، خو طالبانو تر پرون ناوخته پورې رسماً په دې برخه کې څه ونه ویل.

د ملا اختر محمد منصور د ډلې یو شمېرطالب مشرانو د یکشنبې په ورځ د خپل مشر وژل کېدا رد کړه، ویې ویل چې د پېښې په ځای کې ملا اختر محمد منصور نه و.

خو د دې ډلې د کوټې شورا څو غړېو لوېدیځو خبری اژانسونو ته ویلي چې مشر یې وژل شوی دی.

نیویارک ټایمز زیاتوي، د ملا منصور مرګ دا ډله په یوه کال کې د دوهم ځل لپاره د قدرت له خلا سره مخامخ کړه.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه پر یوې بلې موضوع لیکنه چاپ کړې ده.

دې ورځپاڼې د افغانستان، ایران او هندوستان د دوشنبې د ورځې پر موافقې لیکنه کړې او ویلي یې دي چې د چاه بهار د ستراتیژیک بندر پر سر د دوی موافقه تاریخي وه.

ورځپاڼه وايي چې دا بندرهند د افغانستان له لارې په لږ پیسو او لږ وخت له منځنۍ اسیا او اروپا سره نښلوي.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، د چاه بهار بندر به نه یوازې هند د پاکستان له احتیاجه پرته له نوره نړۍ سره ونښلوي بلکې په هند سمندر کې

به د چین له زیاتېدونکي نفوذ سره مقابله وکړي.

له ازادي‌ راډیو په مننه 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …