کور / افغانستان او نړۍ / غواړم چې د پښتو موسيقۍ خدمت وکړم

غواړم چې د پښتو موسيقۍ خدمت وکړم

پښتو موسيقۍ ته که څه هم ښځينه سندرغاړې ډېرې لږې راځي خو چې ښځينه سندرغاړو په پښتو موسيقۍ کې څومره کار کړى دى، هغه د چا نه هم پټ پناه نه دى، په دې نزدې وخت کې يوه نوې سندرغاړې مينه ګل پښتو موسيقۍ ته راغلې ده چې نه صرف په ډېر لږ وخت کې يې د معياري شاعرۍ انتخاب کړى دى بلکې موسيقي يې هم دومره په زړه پورې کړې ده چې په ډېر لږ وخت کې يې ډېر مينه وال پېدا شوي دي.غواړم چې د پښتو موسيقۍ خدمت وکړم، مينه ګل

مينه ګل د پښتون پلار او کوهستانۍ مور لور ده چې په پېنډۍ کې زېږېدلې ده او لومړۍ زده کړې يې په پېنډۍ کې کړي دي، وايي چې تر لسمه پورې يې ښوونځى ويلى دى.

مينه ګل د هارون باچا سره په هنري ګړۍ (مشال راډيو) کې مېلمنه وه او د خپل ژوند او فن په اړه يې پکې خبرې کړي دي.

مينه ګل وايي چې د موسيقۍ زده کړه يې هم په پېنډۍ کې کړې ده او د سلامت علي خان استاذ نه يې موسيقي زده کړې ده چې هغه په خپله د شوکت علي خان استاذ د کورنۍ سره تعلق لري.

مينه ګل وايي چې په پېنډۍ کې د پښتو موسيقۍ رواج نه وو نو اردو او سراييکي موسيقي به يې ويله، خو وروسته ورته ملګرو مشوره ورکړه چې ته خو پښتنه يې او په پښتو موسيقۍ کې به ښه کار وکړى شې نو په دې خاطر پښتو موسيقۍ ته راغله.

هغه وايي چې ماس خان وصال استاذ سره مې لس مياشتې مخکې ليدل وشو، هغه واورېدم او بيا يې راته وويل چې ته د پښتو موسيقي پېل کړه، نو هم هغوى ورله د خاطر اپريدي غزل "په تش ديدن باندې مې ورو ورو مشغولېږه" کمپوز کړو، چې خلکو ډېر وستايلو.

مينه ګل وايي چې کله مې په قطر کې پروګرام وو نو د دې غزل فرمائش خلکو دومره زيات وکړو چې نهه ځل مې پرله پسې دا غزل وويلو.

د خاطر اپريدي نه علاوه مينه ګل د رحمان بابا غزل:

چې وصال د خپل جانان مې دى موندلى

ګنج د دُر و د مرجان مې دى موندلى

د اباسين يوسفزي کلام

"ښکلى ښکلى پېښور"

او د حمزه بابا کلام يې هم ويلى دى چې خلکو ډېر داد او ډاډ ورکړى دى.

ماس خان استاذ د مينه ګل په هکله وويل چې ډېره قابله او ښه سندرغاړې ده، ډېر خوږ اواز لري او زه دا اميد لرم چې د پښتو موسيقۍ به ډېر خدمت وکړي او ډېره ګټه به ورته ورورسوي. هغه دا هم وويل چې د نورو ښو ښو شاعرانو کلامونه مې ورله انتخاب کړي دي چې ډېر زر به پرې کار شروع کوو.

مينه ګل وايي چې د پښتو يو فلم "حرام خور" لپاره يې هم يوه سندره ريکارډ کړې ده خو نوره نه غواړي چې د پښتو فلمونو لپاره سندرې ووايي، بلکې هغه غواړي چې په پښتو موسيقۍ کې د تصوفي موسيقۍ لپاره کار وکړي. هغه زياتوي چې په پښتو کې د صوفيزم موسيقۍ لپاره چا کار نه دى کړى او غواړي چې په دې برخه کې خپل خدمت ترسره کړي.

نوموړې زياتوي چې دغه ډول کلامونه اورم نو روح مې ورسره خوشحالېږي او تل مې دا کوشش وي چې دغه ډول کلامونه ووايم.

مينه ګل دا هم وويل چې زما خپله روايتي موسيقي خوښه ده، خو که غربي سازونه پکې لږ ډېر استعمالېږي هم بده نه ده، خوپه ذاتي توګه د مينه ګل خپله روايتي موسيقي ډېره خوښه ده.

مينه ګل په اخر کې دا هم وويل چې د پېسو څه لالچ مې نشته، بس دا مې ارمان چې د پښتو موسيقۍ خدمت په ښه توګه ترسره کړم.

رحمت ديوان

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …