کور / تاج / غیرقاطع او ویده حکومت / تاج محمد تمکین

غیرقاطع او ویده حکومت / تاج محمد تمکین

په دې پوهیږم چې د ټاکنو په وخت کې ولس ته لوړې ژمنې ورکول د انتخاباتي عرف یوه برخه ده.کمپاین او کمپاین کې ولس ته لوړې ژمنې ورکول ددې په پار وي چې د هغوی توجه جلب شي.د ولس رایه ترلاسه شي او ولس رانزدې کړای شي.ډاکترصیب اشرف غني هم ورته کار وکړ سره لدې چې هیچا دا فکر ونکړ چې حقیقي شرایط د هیواد داسې دي چې دا ژمنې پکې پوره شي که نه.خو ټولو لله او فی الله د افغانستان لپاره، د افغانستان د ماشوم، بوډا او ځوان د مستقبل د روښانیدو په خاطر رایه ورکړه.معامله یو څه ګلجانئ شوه خو په هر تاج محمد تمکینترتیب،ملي وحدت حکومت تشکیل شو او کشتئ روانه شوه.په اولو کې خو یو څه خلک بااعتماده وو او ویل یې چې حالت ښه کیدو طرف ته راوان دی.د هیواد کورنی او بهرنی سیاست په یو دم په حرکت راغلل چې بهرنی سیاست یې د سعودي عرب، چین او څو نورو هیوادونو د دورو سره کافي حده پورې کامیاب وو او نوې افغان رهبري پدې وتوانیده چې د ټولو پام ځانته راواړوي.کورنی سیاست کې سر له اوله ستونزې زیاتې وي او د نوي حکومت راتګ سره په ځای ددې چې کمې شي نورې هم تر یو حده زیاتې شوي.

اوس که راشو د دومره وخت وروسته خپل حکومت ته وګورو باور وکه د قاطعیت پکې نوم او نشان نه ښکاري.په هیواد کې د اختطاف کولو ګراف تر نهايي لوړې نقطې پورې رسیدلی، ناامنی ان د ټولو ښارونو منځ ته رسیدلې ده خو حکومت هیڅ قاطعیت نه ښي.د همدې قاطعیت نه ښودلو له وجې نه داخل کې د حکومت څخه د چا حیا کیږي نه خارج کې.سعودي عرب دې په عمره باندې محدودیتونه لګوي، امریکا دې مرستیال ولسمشر ته د تګ ویزه نه ورکوي، ګاونډیان دې په کلومترونو کلومترونو داخلیږي سرحدونو ته،پاسپورټ ته دې په هیوادونو کې سپک کتل کیږي او چیریږي دا نو څه حال دی.اوس تازه تازه شهید اباسین ځاځی کوچنی ماشوم چې اختطافګرو تښتولی وو او ویې واژه، قاتلین یې هم ونیول شول،ټول ملت وایي چې اعدام دې شي چې نور څوک جرات ونکړي چې داسې ناوړه او پلیت کار وکړي خو حکومت پرې غوږ هم نه ګروي.که د اباسین شهید قاتلینو ته د علني عدام سزا ورنکړل نو حکومت به د امتحان په دې پارچه کې سخت ناکام راشي.امتحان همیشه نوي، کله کله د حکومت نصیب کیږي هغه هم د ولس لخوا،زه دا به ومنو چې تروریزم نړیواله ستونزه ده په لسګونه هیوادونه یې له مونږ سره نشي کنترولولای نو داخلي امنیت او غلا، قاچاق اختطاف مقابل کې قاطعیت خو زمونږ لاس کې دی.حکومت اسلامي، قانون اسلامي، ولس مسلمان نو بیا ولې قاطعیت نه ښکاره کیږي، ولې داموضوع خلک جدي نه ښيي. څو کاله وړاندې چې د پغمان د ډله ایز جنسي تیري عاملینو ته د اعدام سزا ورکړل شوه، ګورئ تر اوسه پورې بل هغسې کار ندی تیر شوی.د مخالفینو خطر دومره د ټولنې لپاره جدي ندی لکه څومره چې داخلي امراض د ټولنې لپاره د حکومت په بې پروایی کې خطرناک ثابتیدای شي.غلا، اختطاف، لوټمار او رشوت وغیره هغه څه دي چې په نظام د ولس بې باوري زیاتوي او د ټولنې د بقا لپاره د سرطان د مرض مثال لري.او که ددې مرض مخه ونه نیول شي نو داسې ډیرې ټولنې د انارشیزم پلو ته تللي دي.

همدا شان د پاکستان لخوا د پولې په شاوخوا کې تعرضونه د پخوا نه زیات دي،نه پوهیږم چې ولې د ملګرو ملتونو دامنیت شورا ته زمونږه حکومت رسمي کیس نه فایل کوي.دا خو یوه ورځ نده بلکه څوکاله وشول چې په کرښه باندې لانجې زیاتې دي، په سلګونه کسان پکې شهیدان کیږي او لانجه پای نه مومي.

که ولسمشر غني یو جرات وکړي او د ډیورنډ د کرښې د حل په موخه غښتلی قدم پورته کړي او د ډیورنډ موضوع کې جدیت او قاطعیت وښي نو زما په اند دا به یې په افغان ملت تاریخي احسان وي.تر څو به هر باچا راځي او همدا خبره به کوي چې دا دملت موضوع ده او پریکړه به یې ملت کوي.باچا سلامته! ته د ملت استازی یې او ته واک لرې چې ملت جریان کې واچوې او دملت د بقا لپاره ځینې پریکړې وکړي.تر څو چې د ډیورنډ مسلې ته حکومت په قاطع او جدي توګه ونګوري دا بدبختي به همداسې دوام کوي.

لیکوال: تاج محمد تمکین

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …