کور / تاج / فېشن ویشن/ تا ج محمد تمکین

فېشن ویشن/ تا ج محمد تمکین

فیشن د سټایل څخه عبارت ده چې په ټولنه کې په لباس وغیره کې راڅرګندیږي.په ټولنه کې هر څه حدود لري او د پښتنې ټولنې فېشن هم داسې محدودیتونه لري.هر څوک چې د دغو محدودیتونو څخه پښه واړوي نو بیا یې خیر نشته.د فیشن دمحدودیتونو نه پښو اړولو ته بیا د فیشن په ځای وېشن وایي.

زمونږه د سیاسیونو څخه نیولې تر اکثره ځوانانو پورې د فیشن خاصه علاقمند دي.تاج محمد تمکین

ځوانان وګورئ، ښایسته ځواني به لري خو صرف د دې پخاطر چې سلماني او شاه رخ خاني سټایل وکړي نو په یخ ژمي کې به نری لباس اچوي، پټو یا ګلون بند به ورسره نه وي او په یخه هوا کې به داسې روان وي ته به وایي چې بیخي اوړی دی.ځینې خو ان لا ژمي کې تڼئ هم خلاصې ګرځوی او د بنین یا کوټ وغیره نه ځان ساتي. د ځوانانو همدا فیشن ویشن ددې سبب شي چې یا خو زکام شي، یا د صحت ازموینه کې ناکام شي او یا یې هم ټول اوړی سینه خرابه وی او ټوخه ټوخه باندې سیزن تیر کړي.

ځینې ځوانان بیا په اوړي کې د فیشن او لوکس ښکاره کیدلو لوجې ځان په لباس دروند ساتي او دومره یې پکې ځان ګرم ساتلی وي چې نوره نو پرې تبه راځي او د صحت حالت یې خراب شي.

ځوانان چې هندي فلمونو او ډرامو کې کوم لباس وویني نو فورا یې بیا تر خپل بدنه رارسولی وي.په دې هر څه کې بیا ځوانانو د خپلو او د خپل پلار د پیسو بیخ وباسلی وي.

د ښځو فیشن هم ودونو کې ځان راڅرګند کړي یا د خوشالئ بله موقع چې وي هم ښځې فیشن کې شکست نه مني.بس یو دوه کیلو طلا به ځان پورې وتړي او ټول ځان به ورسره په عذاب کړي خو فېشن نه پریږدي.

د فیشن په روانه رنګي مسابقه کې زمونږه د ګد حکومت اجرایوي رییس هم د چانه کم ندی.هره ورځ یې لباس او د لباس رنګ بدلیږي.یو راوی زیاتوي چې شاید اجرایوي رییس واحد کس وي چې ډیر قیمتي او رنګین لباس اغوندي.کله یې د کوټ جیب کې سپین او کله شین رومال ایښي وي.د ماحول رنګ ته ګوري او لباس ته هم هغسې رنګ غوره کوي.

یو وخت داسې هم وو چې کابل کې فیشن ویشن ته مود ویل کیده.روغ پتلون به ځوانانو راواخیست او زنګون سره به یې سوری کړ بیا به چې چا ترې پوښتنه وکړه چې ای چیست او بچه؟ هغه به ورته ویل ولا ای خو مود است.

ځینې ځوانان لا ږیره خیرلو کې هم فیشن ویشن نه کار اخلي، کله په زنه کې یو څه ویښتان پریږدي، کله پکې تبرونه جوړ کړي او کله بریتانو باندې فیشن جوړوي چې بالاخره یې نتیجه دا شي چې پس شا یې خلک ډیر غیبت کوي او د ګناهونو پیټی یې سپکوي.

صاحبِ بهادر داسې کسان هم لیدلي دي چې د سرویښتان ترې هم د فیشن ویشن د مرض نه په اخته کیدو نه وي خلاص او هغې باندې هم رشخن وهي.

پکار خو دا ده چې زمونږه د افغاني ټولنې سره سم د فیشن فلسفه جاري وساتل شي او په فیشن ویشن کې خپل کلتوري ارزښتونه هیر نکړو.

لیکوال: تا ج محمد تمکین

فیسبوک ادرس

https://web.facebook.com/tajmohammad.tamkeen?_rdr

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …