کور / غوره / د لوی ننګرهار پنځوس پسرلي خزان ووهل

د لوی ننګرهار پنځوس پسرلي خزان ووهل

که له یو باغ څخه پنځوس ونې ووهل شي؛ باغ به باغ پاتې نه شي، که له یو ګلبڼ څخه پنځوس ګلان وشکول شي؛ نو د ګلبڼ نوم به ترې لرې شي؛ که د یوې کوټې له یوه دیواله پنځوس خښتې لرې شي؛ نو د کوټې چت به راولویږي، که له یو کتابه پنځوس پاڼې وشلوو؛ DSC_3003نو کتاب به نیمګړی شي، که له یو سمندره پنځوس سیندونه جلا شي؛ نو سمندر به خپل نوم له لاسه ورکړي او په یو سیند به بدل شي؛ خو د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې په یوه ورځ ۵۰ تنه هغه ځوانان چې د بې روزګارۍ څخه د خلاصي، د هیواد د امنیت تامین او پرمختګ په موخه د ملي اردو لیکو ته تلل، د یو ځانمرګي برید ښکار شول. په دغه برید کې ۱۲ کسان ووژل شول او ۳۸ نور ټپیان دي.

دا چې دا عمل څنګه دی او څنګه نه دی، زه په دې خبرې بحث نه کوم، ما لپاره دا د پوښتنې  او اندیښنې وړ ده، چې له دومره مهمې موضوع څنګه وسله وال خبر شول؟ څنګه یې ورته دومره په صحیح وخت چمتوالی نیولی و؟ او څنګه یې دغه کسان په نښه کړل؟

دا هغه پوښتنې دي، چې له ډيرو سره به په زړه کې وي، د دولت د ځواب په تمه به وي؛  خو د دولت ځوابونه څه دي؟

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال سیدعباس سادات د پيښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، چې مړي او ټپيان ټول په خیر روغتون ته انتقال شوي. د ملي اردو د جلب او جذب قوماندانۍ قوماندان جګړن اسدالله وویل، چې ۵۰ ځوانان په موټر کې سپاره و؛ ټول یا مړه او یا هم ټپيان دي. ولسمشر محمد اشرف غني له مخکیني ولسمشر څخه پر تعقیبي غندنو یو وار بیا د رسنیو خوله ډکه کړه او دا پيښه یې په کلکه وغندله؛ خو تر اوسه هیڅ چارواکي په دې اړه ونه ویل، چې له دومره مهمې موضوع څنګه وسله وال خبر شول؟ څنګه یې ورته دومره په صحیح وخت چمتوالی نیولی و؟ او څنګه یې دغه کسان په نښه کړل؟

هغه پوښتنې چې ځواب یې د دې دوه سري حکومت د وس کار نه دی؛ ځکه زموږ امنیتي ځواکونه قرباني ورکوي؛ خو چارواکي مو یوازې همدا وايي، چې که دا ځای ونیول شو؛ نو استفعی ورکوم. لکه د دفاع وزارت محترم سرپرست محمد معصوم ستانکزي، چې له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې که هلمند د طالبانو په لاس سقوط شي؛ نو حاضر یم چې له خپلې دندې استفعی ورکړم.

په پيښه د وژل شویو خو ځه کیسه ختمه شوه، دا چې د کورنیو یې څه حال دی او څه به کوي، الله دې یې مل شي؛ ځکه دلته داسې ډیرې کورنۍ شته، چې بې سرپرسته او بې ځوانه دي؛ د اندیښنې خبره دا ده، هغه ځوانان ، هغه ګلونه ، هغه هستۍ، هغه هیلې او هغه امیدونه، چې به دغه پيښه کې یې خپلې پښې او لاسونه او یا هم د خپل خوږ بند نور خواږه غړي له لاسه ورکړي دي، په اردو کې خو ورته ځای نه ورکول کیږي، د دوی حال به څه وي؟؟؟

لیک: یوسف ظریفي فقیرزی

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …