کور / ظریفي / د موزیګي شلیدلی کټ

د موزیګي شلیدلی کټ

موږ په کراتو مراتو ویلي او دا یو حقیقت دی، چې په مظلوم افغانستان کې د نړیوالو څارګرو شبکو جنګ د څو لسیزو راپدیخوا روان دی، چې د دې څارګرو ادارو په راس کې دوه جهنمې ادارې (K.G.B) او (C.I.A) واقع دي او افغانان په دې جنګ کې د اوزار په شکل استعمالیږي، استعمار په لومړي سر کې د هیواد په کولتور حمله کوي،zarifi کله چې په ۱۳۵۷ کال د غوايي د کودتا نه وروسته غرب او شرق د سوړ جنګ څخه تاوده جنګ ته مخامخ شول؛ نو لومړی د شمال لخوا سور باد او د غرب لخوا تور باد ولږیده او په دې هیواد کې شرق او غر سره لکه د دوه قوي غوایانو ښکرونه اړم کړل، یو خواته د هورا او بله خوا د الله اکبر غږ اوچت شو او هغه غږ چې د ملت غږ، د وطن غږ د ملي ارزښتونو غږ د تاریخ غږ، د مقدساتو غږ د کولتور غږ، د افغانیت غږ، د ملي ګټو غږونه، دا ټول یې په مرۍ کې ونیول او ټپ یې کړل، د شرق لخوا غږ د انسانیت په نوم چې ټول مظلوم ملتونه دې سره یو شي او ټول د نړۍ زحمت کشان دې سره یو شي او د بلې خوا غږ د الله پر ځمکه د الله نظام.

یوه خبره رایاده شوه، وایي: یو سړي بل ته وویل، چې ماته خدای (ج) دومره علم راکړی، چې ستا زړه کې څه تیریږي، زه پرې پوهیږم، خبره دواړو شرط کیښود، سړي ته یې وویل، چې ځه اوس دې زړه کې خبره ونیسه سړي ورته وویل، چې ښه ووایه، چې دا وخت زما په زړه کې څه دې سړي ورته وویل، چې ستا زړه کې همدا وخت دا دي، چې خدای (ج) یو دی، سړي فکر وکړ، چې په نه شي کافر کیږم؛ نو د ناکامه یې وویل، چې شرط دې وګاټه؛ خو خبره داسې نه وه.

یو امریکايي سناتور په یوه بیانیه کې چې د ناصر باغ په کمپ کې یې مهاجرو ته کوله، وویل، چې موږ د سپینې ماڼۍ او اسلام ترمنځ د ډالرو د رالیږلو پایپ لین جوړ کړی دی، (I.S.I) د ډالرو پنځه شپیته په سلو کې برخه اخیسته، ۳۵٪ کې ۲۰٪ د پاکستانیو چارواکو او حکومتونو او باقي ۱۰٪ د تنظمونو د مشرانو چې په هغه کې بیا ۶۵٪ د حزب اسلامي او باقي ۳۵٪ د نورو اوو تنظیمونو چې په دې کې بیا هم د حزب اسلامي برخه وه، ملت مجبور و، چې په همدې تنظمونو پسې ودریږي، ځکه د اسلام خبره وه، په بل صورت کې د هغوی مرګ مباهدم ، د ملحد ، کافر او مرتد په نوم روا او د هغوی مال متاع غنیمت و، دغو پردي پالو مشرانو د اسلام په نوم ځانونو ته افسانوي ژوند برابر کړی دی.

د شوروي اتحاد او کمونیزم له ماتې وروسته (C.I.A) د نورو پلانونو د طرحه کولو ته ځانونه چمتو کول او افغانان یې په خپل منځي جنګونو بوخت او (I.S.I) ته یې وسپارل، ځکه جهاد یوه پروژه وه، چې (I.S.I) تطبیق او غربیانو د غربانو په شمول تمویل کړه، او پاکستان د ورورسته پاتې هیوادو د کتار څخه ووت، د اټوم بم لرونکی هیواد شو.

دا چې د کمپ ډیوټ د لوبو د پیټار څخه وخت په وخت نوې نوې لوبې د مجاهد په نوم ، د طالب په نوم د القاعده په نوم او بلاخیره د داعش په نوم وروستۍ پروژه چې په سیمه کې یې بیا (I.S.I) ته سپارلې، روانه ده (C.I.A) په سیاسي میدان کې لومړی لښکر کشي او بیا یې د موقت دولت ، د عبوري او انتخابي دولتونو په نوم دیارلس کاله افغانان ولوبول او په پایله کې یو نوی نوم د ملي یووالي حکومت په نوم څو سری حکومت جوړ کړ، فساد خپل لوړ اوج ته رسیدلی ، د بې کارۍ له لاسه افغانانو ځانونه په بهرونو کې ډوب کړل او بې امني خو دې حد ته رسیدلې ده، چې هیڅوک مطمین نه دی، چې نران له کوره وځي؛ نو هغه خپل اولادونه او اولادونه یې خپل مشر په خدای (ج) وسپاري او د یبا لیدو امید د یوې خوا سره هم نه وي ملت وايي:

د پاڼ او پړانګ منځ کې ګیر شوی یمه      ځکه خو چل د دریدو نه راځي

مرګ د پاڼ لاندې که د پړانګ په خوله کې     انسانه چل د خوښیدو نه راځي

څه موده مخکې د هیواد تش په نوم ولسمشر جلال اباد ته راغلی و، په خپل انداز کې یې وویل، نه غواړم فساد نه غواړم. امنیه قوماندان یې مخاطب کړ، چې ته د افغانستان جنرال یې که له وسه دې پوره نه وي، ماته یې ووایه چې زه بل څوک راولیږم، که نه د فساد مخه ونیسه ، مفسدین وله په ټوپک یې وله. نتیجه دا شوه، چې د مافیا باڼډ نور مخکې لاړ او اوس د ننګرهار والي صیب د دغه بانډ د مشرانو څخه یوازې ډوډۍ هم نه خوري، داسې مې واوریدل، چې په تیره عدلي او قضایه ګډه غونډه کې دا وویل شول، چې په څلور نیم جریبه ځمکه کې ۲۹ کسان بندیان دي او دا هم هغه کسان چې د خپلې مجبورۍ له وجې په یو یا دوه بسوو ځمکه کې ځانته د سرپناه ځای جوړ کړی و، دا هم ویل کیږي، چې د سرخ دیوال ځمکې څخه یې غریبان پاڅول او اوس یې د ملي شورا ځینو غړو او نورو زورواکو ته ورکړې ده.

دا یوه نمونه وه، نور ۳۳ ولایتونه در واخله.

د سولې ترانه سوله غواړو امن غواړو چې دا پنځلس کاله نوې نوې ټپې په کې اچول کیږي، خو تر هغه وخته چې یا د پاکستان عمق سیاست نه وي عملي شوی ، چې هغه هم یو خیال دی په افغانستان کې به همداسې ګډوډي روانه وي، ځکه چې امریکا د پاکستان سره دا خبره منلې ده او په افغانستان کې دوه مخیز سیاست کوي، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو د ځواکونو امریکايي قوماندان چې په افغانستان کې یې د ماموریت دوره پای ته ورسیده نوې قومانده ی ېورکړه او اعلان یې وکړ، چې ۲۰۱۶ میلادي کال کې به افغانستان کې سیاسي بې ثباتي راشي، نو لومړی احدي صیب غږ وکړ او اپوزیسیون يې اعلان کړ او غږ یې وکړ، چې حکومت دې استعفی وکړي د والیانو ټولنې هم د لویې جرګې وړاندیز وکړ، شمالي ټلواله د انجینر ګل بدین حکمتیار سره مخالفه ده، د مختلفو خواوو څخه مختلف اوازونه پورته کیږي، خبر شوی یم ، چې حکمتیار صیب باندې دا بندیز لګول کیږي، چې افغانستان ته به نه راځي او نورو هیوادونو ته په تګ راتګ پرې بندیز پورته شي او د تولیست نه به وځي.

د بګتاش په نوم د یو تنظیم او حرکت مشر وايي، چې موږ حکومت ته یوه طرحه وړاندې کړې که ونه منل شي، موږ به حکومت په زور لرې کړو داسې معلومیږي چې د حکومت وخت ختم شوی ځکه کومه توافقنامه چې د جان کیری په ابتکار او هدایت لاسلیک شوې وه او دوه کاله جنجالي دوره نوره هم ختمیږي.

دا وخت افغانستان یو نامعلوم لوري ته روان دی یو واقعی ملي حرکت په ملي تفاهم او ملي طرحه باندي چې واقعی ملي شخصیتونه یي په رهبری کې واقع وي لومړی ملت جوړ شي او بیا ملي حکومت منځ ته راشي کنه دا وخت کې افغانستان د موزیګي شکیدلی کټ دی.

د موزیګي شلیدلیه کټه!

چې زه دي پیاړمي ټینګومه بازو دي ځینه.

والله اعلم

لیک:  بادام ظریفي – فقیر

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …