کور / کلتور / ‎ځواني / حمیدزی

‎ځواني / حمیدزی

 
‎د ‌‌‌‌‌‌ډله بچو او لمسو خاوند وه،د سر له وېښتو په خالي ځای به یې همېش خولۍ ایښې وه،ښه لوړ دنګ سړی وه؛خو تېر عمر یې ملا ور کړوپه کړې وه،د دوه لاندې او درې پاس مخامخ غاښونو څخه یې نور ټول غاښونه لوېدلي وو،عینکې یې شاید له دې وجې،نه په سترګو کولی چې بیا به خلک پرې د بو‌‌‌‌‌‌ډا شک کوي؛باراني ورځې به ورته ‌‌‌‌‌‌ډېری د ستونزو او مشکلاتو ‌‌‌‌‌‌ډکې وی،پدې ورځو کې به یې امساء د ګوتو نه لرې کوله؛هغه د ملنګ بابا خبره ښه مسته لکه آسپه ښځه یې هم درلوده…
‎په کلي کې د ګو‌‌‌‌‌‌ډ امان څخه غېر،بل څوک ‌‌‌‌‌‌ډېر ټوکي نه وه،ګو‌‌‌‌‌‌ډ به چې د کلي مخ کې موجود و،شاوخوا ځوانانو به ترې دایره جوړه کړی وه،ځکه د کلي مشرانو قسیم سره یوازې ده جرات کولای شو چې خبرې او ټوکې وکړي؛هغه به هر سپين ږیري ته د ورور خطاب کاوه؛
‎يوه ورځ نواب بابا د کلي مخ کې د لمر پيتاوي ته ناست وه،چې ګو‌‌‌‌‌‌ډ ښکته د بازار څخه کور طرف ته روان وو،چې بابا ته نږدې شو:
‎سلام وروره
‎ګو‌‌‌‌‌‌ډه پخېر راغلی
‎راپورته شه چې غاړه وکړو څو ورځې مې نه یې لیدلې،دا زړګی مې درپسې داسې وران و
‎لرې شه د لمر له مخې،غاړه به سبا ته وکړو اوس مې پریږده لګ په قراره
‎ګوره زه درته په ګو‌‌‌‌‌‌ډه پښه ولاړ یم،والله روره کبر دی پېدا کړی
‎کبر د کومه شو،په څه شي کبر وکړم،دې پلاستیک کې څه شی دی؟
‎ولی تاته نه ښکاري،الوګان او لږه غوښه ده،نن څوک مېلمانه راځي؛
‎ښه کينه کنه ګو‌‌‌‌‌‌ډه ښه لمر دی،مېلمانه به خپل کار کوي؛
‎دا د څادر څن‌‌‌‌‌‌ډه خوره کړه نو،والله روره نور هم ځوان شوې یې،رنګ دې را پرې ښې دی،ای یوه جلۍ مې درته لیدلې،څنګه دې خوښه ده چې د وړو مور ورپسې ور ولېږې؟!
‎یاره ګو‌‌‌‌‌‌ډه اوس دې ورورولي ثابته کړه،چېرته ده او څنګه کورنۍ ده؟!
‎ښایسته پيغله ده،ښه کورنۍ ده،خو لږې پېسې غواړي؛
‎د پېسو هېڅ مشکل نشته دومره څه شیان لرم چې د دې پېسې خو به پوره کړي،سمه ده زه کور کې مشوره کوم؛
‎ګوره بل واده دې چې وکړ چې زما شیرني ونه خورې؛
‎دا څه وی ګو‌‌‌‌‌‌ډه زه تاته دومره نا مرده ښکارم
‎ځه روره زه هم ځم چې نور ناوخته دی
‎ورځه په مخه دی ګلونه
‎ګو‌‌‌‌‌‌‌ډ چې یو څو قدمه مخکې ولاړ ځان سره مسک شو،ځه که خېر وي لکه چې په غم مې ککړ کړ؛
‎دوه درې ورځې به تېرې نه وی چې د جلۍ لیدو او غوښتو پسې د نواب بابا ښځه،اېنګور او دوه لوڼې ولاړې…
‎نواب بابا خپله ښځه پدې خبره رضا کړې وه چې نوی ښځه به یې خدمت کوي
‎د جلۍ کورنۍ ورسره ومنله،خو یو شرط هغه شرط د زلمي لیدل وو،د دې شرط په اورېدو سره لوڼو مور ته وکتل او مور یې خپلې اېنګور ته،ټولو سترګې لاندې واچولې د زلمي نوم پرې ښه ونه لګېد،خو بیا هم کور ته په خوشحالۍ راغلل،ځکه د هغوی له طرفه ورته د هو ځواب ویل شوې وه؛
‎په کلي کې اوازه شوه،چې نواب بابا ته یې کوژده وکړه،خو چې خبره ښکاره شوه چې یو شرط اېښودل شوې،نو دوی د شرط پوره کولو لپاره لاس په کار شول،تر څو بو‌‌‌‌‌‌ډا په زلمي بدل کړي؛اوږده ښایسته ږیره یې ورته بون‌‌‌‌‌‌ډۍ کړه،مخ یې ورته ووتو کړ،د سر وېښته او ږیره یې ورته لومړی سره کړل،خو نواب ته په هېنداره کې ځان زلمې ښکاره نه شو،بیا یې ورته د تور رنګ بوتلې په سر خالي کړی،په همدې شپه هلته ورغلل،د جلۍ کورنۍ چې ورته د سترګو عینکې ښکته کړی،زلمی یې خوښ نه شو،نواب بابا پدې شپه ‌‌‌‌‌‌ډېر ټوخی هم کاوه،ځکه بې وخته یې حمام کړی وه،ټوخی خو هر سړی کوي،خو بابا به ورپسې یو اوږد ستم هم وکړ؛
‎خپه کور ته ستانه شول،د کلیوالو اوازو نواب بابا ته سر درد پېدا کړ،‌‌‌‌‌‌خپله په پوښتنو پوښتنو یې بل ځای پېدا کړ،د هر چا په پټه یې ټولې خبرې خلاصې کړې وې،د جلۍ کورنۍ ورسره په څلور لکو افغانیو جوړ شوي وو،نواب دا ځل په خندا کور ته راغی،د مبارکۍ در څنګ یې غبرګه کړه،د پېسو تیاری. نیسئ،غواګانې،بزې،اپين،پياز ټول يې خرص کړل،او پنځلس کلنه جلۍ پرې واخستله،
‎،د کلي زلمو به د نواب بابا پر ځای د هغې زامنو ته مبارکي ورکوله؛
‎ګو‌‌‌‌‌‌ډ امان د خولې هم ‌‌‌‌‌‌ډېر پوچ وو،هغه به چې د نواب هر زوی ولید د لرې به یې پرې غږ کړ:والکه د مور واده دې څه وخت دی،ګوره بیا مونږ خبر کړۍ چې خېټه مو غوړه شي…
‎اوس د واده یوازې لس ورځې تېرې شوي،نواب بابا غېر د باراني ورځو هم امساء ګرځوي،زیات وخت ځان سره خبرې کوي؛ځواني بېل شی دی افسوس د هر څه مې ځان خلاص کړ،وروسته بیا ووایې:دا ټول د ګو‌‌‌‌‌‌ډ کارونه وه،کاشکې مې د هغې خبره نه وه منلې،هغه مې ورور نه دوښمن مې دی دوښمن؛ د پنځلس کلنې پيغلې به څه حال وي،خدای خبر چې په زړه به یې څه تېرېږي.
‎پای
 
‎قسیم حمیدزی
‎هامبورګ
2016/3/30
 
 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

چرس لاخان لنډه کیسه

بنډار يې ښه ګرم روان و،هر یو ګل،ګل ځواني درلوده،شېبه وروسته یو يې سګریټ ته …

انور خان لالا ونمانځلى شو

  په خېبر پښتونخوا کې د لومړي ټائپيسټ او د پښتو اکېډمۍ د زوړ کارکوونکي، …