کور / افغانستان او نړۍ / پسرلي ته ځانګړې ادبي غونډه جوړه سوه:

پسرلي ته ځانګړې ادبي غونډه جوړه سوه:

پسرلي ته ځانګړې ادبي غونډه جوړه سوه:IMG_0023

 

د لوی کندهار ادبي بهير ۸۹ يمه اوونيزه غونډه د ۱۳۹۴ لمريز کال دحوت پر ( ۲۷ ) مه نېټه د ښاغلي حاجي مسعود احمد فروتن په مشري جوړسوې وه، چي مېلمانه پکښي نثاراحمد شېرزاد او  احسان الله عادل وه.

د پيل خبرو ته ښاغلي حبيب الله قلم مل راوبلل سو، چي د قرآني آيات  وما خلقت الجن ولانس الا ليعبود. د کليمې پر ارزښت  يې خبري وکړې.

نوموړي وويل: دا کليمه ټول انسانيت ته  شامله ده او دلته يې مطلب ټوله هغه اړتياوي، چي روا، وي په عبادت کي شمېرل کېږي ښاغلي قلم مل په سي زياته کړه: په يو عربي مقاله کي، چي د هزارالمسليمين په نوم وه داسي راغلي    هغه خلګو، چي دين پرېښووئ له پرمختګ  څخه محرومه سول.

نوموړي وويل: دين او زده کړه سره تړلي دي، که په دين پوهول غواړې، نو زده کړه يې مهمه ده، چي لومړی اسلامي او وروسته د ژوند دسمون لپاره نورو زده کړو ته بايد پوره توجه وسي.

تر پيل خبرو وروسته  ( شريف الله اشرف ) د ( لوی کندهار ادبي بهير ) د پاڼي پخواني مسئول د ځينو ستوتزو له خاطره د پاڼي ټول مسئوليت ښاغلي ( فضل حبيب هنر ) ته وسپارئ او غوښتنه يې ځيني وکړه، چي پر وخت د لوستونکو لپاره دافغانستان دبېلابېلو شاعرانو او ليکوالانو آثار خپاره کړي.

د غونډي په جريان کي  پسرلي ته ځانګړې  آزاده مشاعره وسوه، چي د پسرلي په اړه ډول، ډول شعرونه  وويل سول او د غونډي  فضايې نوره هم رنګينه کړه، د غونډي په منځنۍ شېبو کي د جنوبي پښتونخوا کوټي څخه دښاغلي ( عبدالقادر مفتون ) نوې شعرې IMG_0008ټولګه پنځه ټوکه د غونډي ګونډوالو ته ډالۍ کړل سوې وه،چي د ( لوی کندهار ادبي بهير ) ټوله غړو ورڅخه مننه وکړه،  ورپسې د غونډی د ارزيابي لپاره ښاغلي مسعود احمد فروتن راغلی، نوموړي وويل: دا غونډه واقعاً هم په زړه پوري وه او ښکلي شعرونو دغه غونډه نوره هم رنګينه کړه، ښاغلي فروتن وويل: دلته استقامت خورا مهم دئ، ترڅو دغه ادبي فعاليتونه نور هم پياوړي سي او له هر ادبي ملګري يې غوښتنه وکړه، چي همداسي دي نه کښېني له يوې لاري دي خپل دغه مسئوليت اداء کړي.

تر ارزيابي وروسته غونډه ماخستن پر اووه بجې  پای ته ورسېدل.

 

راپور: شريف الله اشرفIMG_0022

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …