کور / تاج / د ظلم لابراتوار / تاج محمد تمکین

د ظلم لابراتوار / تاج محمد تمکین

ګران وطن په تیرو څو لسیزو کې دومره ځوریدلی چې شاید یې د خلکو په ځوریدلو د عرش ملایکو هم ډیر ژړلي وي.هر جابر او ظالم دلته تر خپله وسه پورې د ظلم انتها کړیده او د مردم ازارئ او ځورونې د هر نوي تکتیک نه یې کار اخستی.که ووایو چې افغانستان نه هر ظالم یو لابراتوار جوړ کړی چې د ظلم کومه نوې طریقه ې ذهن ته راغلي وي نوهغه یې دلته ازمایلې ده.تاج محمد تمکین

پخوا وختونو کې داسې کسان هم تیر شوي دي چې یو معصوم کس به یې راونیو او داسې به یې څملاوه چې سر به یې تیرې ته برابر شو او بیا به یې په سر باندې  ورته بله درنه تیږه راخوشې کړه او مازغه به یې پرې باد باد وشیندل.یو مشر قیصه کوي چې د روسانو وخت کې د خپل کاکا سره د روسیانو ګوډاګیانو ونیولم او مرګ ته یې بوتلم، هلته یې راته کاکا په تیږه څملوه او یوه لویه تیږه یې په سر ورته راخوشې کړه او شهید یې کړ.زما وخت چې راغی نو هغه روسي ورته وویل چې دی پریږدئ عمر یې کم دی، محبس ته یې واچوئ او د روسي په رحمِ کرم باندې ترې زه پاتې شوم.داسې کسان هم تیر شوي دي چې د انسان نه به یې سر پرې کړ او بیا به یې د بې سره تنې د جسم لړزیدا ته د ګډیدا نوم ورکړ او خوند به یې ترې اخست.ځینو د خدای په قهر ککړو خلکو به د انسان نه سر پرې کړ او ګرمو تیلو یا غوړو ته به یې اچوه او د غوړو د شغس نه به یې خوند اخسته.اوس دا هر څه چې وګوري نو مجبور یې چې هیواد ته د ظلم د لابراتوار نوم ورکړې.

د موچي په تار حلاله ، ژوندي خښول او سر پرې کول بیخي نور عادي شوي دي خو څه موده کې داسې ویډیو هم خپره شوه چې ژوندي مشران شل یا پنځه ویشت نفره په بمونو کینول شول او د ریموټ د یوې توکمې د ټس سره یې د ټولو ژوند واخست او د بدن غوښې یې په فضا کې باد باد شوې.یواځې د حکم مخالفین داسې ندي بلکه ځینې حکومتي چارواکي هم د سزا ورکولو انتها ته ځآن رسوي.

په ټولنیزه میډیا کې څو ورځې وړاندې دکندهار دظالمو پولیسو یوه ویډیو خپره شوه چې سړی په دولتي رینجر پورې تړل کیږي او رینجر روانیږي او دی ورپسې هم داسې کشیږي.

پر دې یې هم بسنه ونه کړه وروسته یې داسړي نه دبل وحشي پولیس په خوله غوښي‌پرېکړې او ښکنځل او توهین خو لازمي‌وي‌په داسي‌حالاتو کې . 

نو د ظالم مخلوقه! اول خو په افغانستان کې قضایه سیسټم شته او که بیا په هغه عقیده نه لرئ نو که یو څوک وژنئ خو په توپک یې وولئ، په مشین ګن یې وولئ چې ساه ترې ووځي او یا یې په یو وار مړ کړئ نو د تعذیب څخه خوند اخستلو باندې تاسو په زړه کې هیڅ نه راځي.

نه ګورئ چې لوی څښتن هر څه ګوري او که مرګ مو هیر کړی دی.که نن دې بل چا سره داسې وکړل نو سبا تاسره هم کیږي.د نړئ زبر زبر کسانو باندې دا تیر شوي چې څه یې کړي دي هغه یې ریبلي دي نو تاسو ولې د هغوی نه عبرت نه اخلئ.

اساسي خبره دا ده چې زمونږ نه خدای ناراضه دی او تر څو پورې چې الله ج رانه خوشاله او راضي نه شي نو تر هغو پورې به په مونږ باندې د ظلمونو د لابراتوار نوې نوې طریقې ازمایل کیږي.

د ظلم او ناانصافئ څخه په بشپړه توګه د پاک افغانستان په هیله.

لیکوال : تاج محمد تمکین

د فیسبوک ادرس

https://www.facebook.com/#!/tajmohammad.tamkeen

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …