کور / کلتور / ښه دئ، چي بې خوده يم بې هوښه يم/اخلاقي

ښه دئ، چي بې خوده يم بې هوښه يم/اخلاقي

شاعر: ښاغلی نادر جان اخلاقي.نادرجان اخلاقي

د کندهار ولايت اوسېدونکی دئ، تاسويې دغه لاندي غزل ولولئ!

 

غزل:

زه خو پرې مين يمه رغېږم نه

درده چي غمجن يمه رغېږم نه

 

زړه که ته هرڅه تسلي راکې نو

تاغوندي دردمن يمه رغېږم نه

 

مه وايه چي مينه بې وفا سوله

تانه ګيلمن يمه رغېږم نه

 

ښه دئ، چي بې خوده يم بې هوښه يم

سترګو ارمانجن يمه رغېږم نه

 

ستا د جدايې اور مي وجود کي دئ

زه ولاړ پرستن يمه رغېږم نه

 

ما ويله اخلاقي ته حال د زړه وايم

اوف څومره هيرجن يمه رغېږم نه

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

چرس لاخان لنډه کیسه

بنډار يې ښه ګرم روان و،هر یو ګل،ګل ځواني درلوده،شېبه وروسته یو يې سګریټ ته …

انور خان لالا ونمانځلى شو

  په خېبر پښتونخوا کې د لومړي ټائپيسټ او د پښتو اکېډمۍ د زوړ کارکوونکي، …