کور / تاج / څوک به سپک څوک به درانه راپسې وایی

څوک به سپک څوک به درانه راپسې وایی

سیاسیون او چارواکو باره کې عموما دا مشهوره ده چې کله یو مقام ته ورسیږي نو خپل ځان ترې ورک شي، د ستړي مشي څخه نیولې تر ناستې پاستې پورې یې په ټولو عاداتو کې کبري فرق راځي.افغان حکومت کې هم دا ډول چارواکي زیات دي.شخصا زه د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسملیار، حاجي صیب دین محمد او ښاغلي محمد حنیف اتمر د رویې څخه زیات متاثره یم.ددوی دریواړو سره مې زیات ملاقاتونه شوي خو ډیر ورته حیران یم چې څومره حوصله لري دوی.نن یواځې د مسلمیار په حق کې غږیږم.فضل هادي مسلم یار

فضل هادي مسلمیار یو داسې سیاستوال دی چې لوی څښتن ورته عظیمه حوصله ورکړې ده.مسلمیار صیب ته چې کله هم زه ملاقات ته ورغلی یم نو زما نه مخکې په سلګونه کتونکي یې لیدو ته راغلي وي.روڼ تندی، رڼه قواره او په شونډو باندې نرئ مسکا او دنګ قد.الله ورته یو عظیم شخصیت ورکړی دی او دا صفات  ددې افغان سیاستوال په ښکلا کې نورهم زیادت راولي. مسلمیار صیب د هر کس سره ډیر په ورین تندي ملاوګي او ښه په ارام سره یې ستونزې ته غوږ نیسي.کابل وي که جلال اباد، دده هره ورځ د ولس او خلکو په منځ کې تیرږي.اکثره خلک نیوکه کوي چې نو یې څه کړيدي خو دې ته فکر نه کوي چې د وکیل او د ولس د استاذي دنده د خلکو غږ رسول وي،وکیلان د اجرایوي قوې برخه نده چې تاته مکتب جوړ کړي، تاته سرک جوړ کړي او یا هم تاته بنګلې جوړې کړي.ولسي او مشرانو جرګه د مقننه قوې کور دی چې پکې قوانین جوړیږي.سره لدې هم مسلمیار صیب چې څه له وسه شوي دي کړي يې دي.ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو ماسټرئ پروګرام تقریبا تر یو کاله پورې د خپله جیبه تمویلول، د سرکونو پخولو لړ کې یې موټر موټر سیمنټو مرسته کول،استاذانو ته یې د ځمکو نمرې ورکول، شیخ زاید او کندهار پوهنتونو سره مرسته کول، د اداري پرسونل د ستونزو یې هوارول،د اکثره هیوادونو نه د هیواد ویاړلو امنیتي ځواکونو ته مرسته جلبول (تازه مثال یې د روسیې دی چې په زرګونه میله سلاح یې د مسلمیار صیب د سفر په پایله کې افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړه)، د حکومت او دولت د نورو ستنو تر منځ هم غږي ساتل ټول هغه څه دي چې د مشرانو جرګې د رییس خدمات ورته ویلی شو.همدا اوسمهال د ښاغلي ولسمشر غني سره په هم غږئ د نظام د تقویې لپاره کار کوي او همدارنګه د ولسمشر سره په  مشوره د هیواد د پرمختګ لپاره کار کوي.

هغه خلک چې زمونږه د پتمنو سیاستوالو لکه مسلمیار صیب غوندې شخصیتونو پسې بد وایي ، هغوی اصلا دده د پرمختګ او خدمت نه سوځي، هغوی نه غواړي چې ملت دې په یو ټولمنلي سیاستوال راټول شي.که څه هم زمونږه د خلکو ګناه نشته، دې خلکو په خپل وخت کې نه غازي امان الله خان پریښي او نه سیدجمال الدین افغان ، په هغوی پسې یې هم خپل وخت کې خبرې کړي او بیا وروسته پښیمان شوي دي.دې خلکو نه ګیله هم نده پکار.یو ورځ به داسې راځي چې همدا خلک به بیا د مسلیمار غوندې اوسنیو سیاستوالو ارمان کوي.همدارنګه مسلمیار د هغو خلکو په ذهن هم ښه نه راځي غیر قانوني کار ورته ونکړي.مسلمیار هر تکلیف په ځان منلی خو د اصولو او قوانینو سودا یې نده کړې. هر کار یې چې د افغانستان د خیر او فلاح لپاره ګڼلی په هماغه خپله قانوني تګلاره تللی او د نظام د ټینګښت لپاره یې اوږه په اوږه کار کړي.

د مشرانو جرګې ټول وکیلان یې په اتفاق ساتلي او نه یې دې پريښي چې د پردیو د لومو ښکار شي.خپله په ځان سختې تیروي خو خلکو ته د راحت لارې برابروي.په هر کار کې د ولس خیر ګوري.د لوی څښتن تعالی څخه دعا کوم چې د فضل هادي مسلمیار غوندې خلک په خپل حفظ او امان کې وساتي او اخر کې به دا ووایم چې دا وګړي ډیر کړې خدایه.

څوک به سپک څوک به درانه راپسې وایی

زه رحمان په درنو دروند په سپکو سپک یم.

 

لیکوال : انجینر خان محمد باتور

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …