کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / په کندهار کې دوخت د «زرداد» سپی / میرویس افغان

په کندهار کې دوخت د «زرداد» سپی / میرویس افغان

دلندن نه ختیځ لورته دفرانسې سمندري سرحد ته څېرمه ډوور ښار ته نېژدې دیوه ښارګوټي سره په خواکې یوه ډبرینه کلا جوړه ده . هلته دبریتانیا تر پارلمان هم سخت امنیتي تدبیرونه دي . پر هرقدم دڅارکیمره ولاړه ده او هرلورته کږې وږې لاري دي‌ . که څه هم پاکه او صفا سیمه ده ، خو کلاوهشت ناکه او وېره ونکې ده .دموټر میرویس افغانتمځای هم خورا لیري جوړ دی . 

دې سیمي ته زما دا لومړی سفر وو. 

لما سره زمادبرمنګهم یو ملګری او خدايي خدمتګار جان محمدشینواری په دغه سفر کې ملګری وو. 

جان صیب پخوا هم دغه سیمي ته تللی وو ځکه یې ماته دسیمي په اړه ښه پوره معلومات راکړل . 

دا د بریتانیا یو زندان وو چې په سزا رسېدلي ‌زندانیا ورکي ساتل کېدل . 

زه هم دیوه داسي چا لیدلو ته تللی وم چې هغه دسلګونو کسانو په وژنه تورن وو او په دغه زندان کې ساتل کېده 

دغه زنداني دخپلي واکمني پرمهال په سیمه کې خلک وژلي او ځورولي وو،خو وخت ورله سزا ورکړه . 

زندان ته درسېدو سره سم تر څو پلټنو تېر شو او وروستی ځای یې تلیفونونه ، دجیب ټول سامان ، او هرڅه رانه واخیستل . اوس نو ما فکر وکړو چې نور نو دزنداني سره دلیدلو وخت راورسېدو ،خو زما اټکل ناسم وو. 

دلته سړو وپلټلم او تر سړیو چې ورتېر شوم بیا نو یو غټ تور لیوه ته ورته سپی ولاړ وو چې ښه راباندي وڅرخېده او بشپړ یې وپلټلم . زه هسي هم له سپي نه ښه خاطره نه لرم او په ماشوم توب یې داړلی یم ، نو خدای شته ډېرزیات ترې ډارېږم ،خو د بریتانیې سپي روزل شوي‌ دي او کس نه داړي لیکن بیا هم انسان ډاروي . 

له سپی نه چې تېرشوم نو دوه نور غټ او په تن تکړه کسان ولاړ وو چې لاریې راته په نښه کړه البتهخورا پېچلې وه ،زما ملګری جان محمد چې اکثره په افغانانو پسي زندانونو ته ځي‌ هغه بلد وو او یو څو دقیقې وروسته زنداني ته ورسېدو . 

دازنداني په تن نری ،هسک او ښکلی سړی وو. په خبره پوهه وو او په نرمه او خوږه ژبه یې خبري کولې . زنداني زما له عقل اوفکر برخلاف هغه کس نه وو چې مايې په اړه اورېدلي وو. 

دازنداني دحزب اسلامي مجاهد قوماندان زرداد وو .ما اورېدلي وو چې د د سروبي د نغلو په دښته کې یو پاټک درلود ، زرداد يو سپی( يو مادون مجاهد) درلوده، دزرداد به چې کوم لاروي ته طبعيت وران شو، نوبيا به يي په خپل سپي( لاس لاندې مجاهد) باندې امر کاوه او په لوړ آواز به يې پرې غږ کاوه:

سپيه! خوره يې !

هغه سپي ( انسان) به په هغه بېچاره لاروي حملې پيل کړې او په غاښونو به يې د هغه د ځان غوښې خوړلې او شکولې!

زرداد به له دې کار څخه خوند اخيست او نورو لارويو( مسافرينو) به ورته کتل. 

زرداد له ١٩٩٢ نه تر ١٩٩٦ پورې کابل ته نږدى د سروبى په سيمه کې په پاټکونو کې خلک ځورول او دده په امر به بندې کيدل اووژل کيدل .

نوموړی د(۲۰۰۵) دجولای په میاشت کې په لندن کې یوې محاکمې په (۲۰) کاله بند محکوم کړ. 

دبند ترلس کلنې دورې ورسته چې زه ورسره مخامخ شوم نو زرداد فریادي دا فریاد کاوه چې په وارو وارو سخت شکنجه شوی او اوس هم دیوه مزدور په څېر په زندان کې په ډېر تکلف خپل وخت تېره وي . 

زرداد له مانه دامرسته غوښته چې زه دهغه غږ دافغانستان ترواکمنو ورسوم چې نوموړی له شکنجې او زندان نه آزاد کړي . 

ما لا دزرداد غږتر افغان چارواکو نه وو رسولی چې ناببره مي دیوه بل زرداد(جنرالرازق اڅګزي) دیوه سپي پر ویډیو سترګي ولګېدې . 

په فیس بوکې خپره شوې دا ویډیو دکندهار دپنجوايي پېښه ده  او هلته له یوه افغان تنکي ځوان سره پولیس داسي غیري انساني ، غیري اسلامي او غیري افغاني چلند کوي چې ښايي زرداد نه وي کړی . کندهار ظلم

یو تنکی ځوای دتحقیق په موخه وهل کېږي‌، ورسته په موټر پوري پر پاخه سړک تړل کېږي‌او کشېږي‌او ترهغه وروسته یې یو پولیس مزغی ورپېچي او چې کله یې په هغه هم زړه سوړ نشي ‌نو یې دزرداد دسپي په ډول داړي او دبدن غوښي یې په غاښونو پرېکوي . 

هو ! دکندهار امنیه قوماندان جنرال رازق هلته نشته ،خو دا یو حقیقت دی چې دهغه دامر پرته په کندهار کې پولیس څه چې هیڅوک هم داسي عمل نشي‌ کولای . 

دکندهار پر امنیه قوماندان جنرال رازق داتور پوري کېږي چې هغه ناقانونه وژنې کوي . هغه په خپل ذات کې یو دیکتاتور دی او هیڅ ډول عدالت نه مني . 

پر ښاغلي رازق داتور پوري‌ کېږي ‌چې په کندهار کې دډېرو لویو اشخاصو دوژنو ترشا دده لاس دی ، خو پر دې هرڅه خلک ځکه پرده اچوي چې ځیني یې خاطر کوي ،ځیني تر وېره لري او دځینو نورو ګټي‌ورسره خوندي دي . 

خو دداسي اسنادو افشا کېدل ښايي دکندهار امنیه قوماندان هم یو وخت تر هغه زندانه ورسوي چې  زرداد ورکي شپې او ورځي تېره وي . 

زرداد هم دجنرال عبدالرازق اڅګزي په ډول یو وخت ډېر ځواکمن او مالداره کس وو،خو نن زما غوندي بې وسه دمرستي محتاج دی . 

ښايي هغه وخت به زرداد هم دافکر نه کاوه چې پرده دي داسي ورځ راشي ،اوکیدای شي نن دکندهار امنیه قوماندان جنرال رازق هم دا فکر نه وي کړی چې دی دي دیوه داسي‌ حالت سره مخامخ شي لکه زرداد . 

خو که ورته کړنې دوام وکړي نو جنرال رازق چې هرڅومره لوی شي دبشري جنایت دمخنیوي په ادارو کې داسي کسان شته چې هغوی به رازق اڅګزی یوه نه یوه ورځ محاکمې ته راکاږي .

دکندهار امنیه قوماندان جنرال رازق که رښتیا په ورته جرمونو کې ککړ نه دی نو په کار دي‌ چې په دغه قضیه کې ښکیل کسان او ددوی امرین ژرترژره محاکمې ته راکش کړي . 

او ددغې بدمرغه پېښي ښکار تنکی ځوان که خدای وکړي ژوندی پاتې وي ترې رسمي بخښنه وغواړي او که چېرته درازق سپیو په داړلو – داړلو وژلی وي ، بیا دي دهغه له کورنۍ نه رسمي بخښنه وغواړي او دورته نورو پېښو مخنیوی دی وکړي . 

دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې له پیل نه دکندهار دامنیه قوماندان جنرال رازق دلیري کېدو هڅه کوي ، دا ورته ښه بهانه ده چې جنرال رازق له دندي لیري کړي . 

که چېرته جنرال رازق یا پخپله اشرف غني احمدزی داقضیه جدي ‌ونه نیسي ، ځیني باشعوره افغانان په نړیوال عدالت کې دداسي نا انصافیو خلاف دکندهار پر امنیتي چارواکو او دافغانستان دکورنیو چارو پر وزارت عریضه وکړي . 

ځکه دا عمل په نړۍ واله کچه یوازي‌ ترهه ګر او یوازي داعش ترهه ګره ډله کوي . هغوی په افغانستان او نړۍ کې له خلکو سره ورته ظلمونه کړي دي . 

که څه هم دا یوه موضوع خو دکیمرې په سترګه کې خوندي شوې ده او ښايي هغه عکاس هم یا اوس وژل شوی وي او یا ووژل شي ، خو ورته پېښي په افغانستان او په ځانګړي ډول په سویل لوېدیځه حوزه کې هره ورځ کېږي . 

که چېرته داموضوع ته جدي پاملرنه ونه شي ، نو دا سي ویډیو ګاني له یوې خوا حکومت کمزوری کوي ،له بله اړخه عام خلک دوسله والو طالبانو لیکو ته ورماتوي . خو له دې دواړو اړخونو سره سره په نړۍ واله کچه افغان امنیتي ساتونکي تر پوښتنې لاندي راولي چې داچاره په ټوله کې دحکومت دبندنامي سبب ګرزي او دمحمداشرف غني پرکمزوری مدریت دلالت کوي . 

لیکوال : میرویس افغان 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …