کور / رسنۍ / پر افغانانو اروپاته تلونکې لاري سختي شوې دي

پر افغانانو اروپاته تلونکې لاري سختي شوې دي

لاس انجلس ټايمز په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو ستونزې ته کتنه کړې.

لاس انجلس ټايمز ليکلي، افغان پناه غوښتونکي د اروپا سخت سرحدي تدابیرو تر ټولو زيات اغېزمن کړي دي.

د ورځپاڼې په وينا، لږ تر لږه پنځه زره افغان پناه غوښتونکي د يونان او مقدونيه تر منځ پر پوله بند پاته دي.

لاس انجلس ټايمز ليکي چې په اروپا کې د پناه غوښتلو بحران د دې لامل شو چې يو شمېر هېوادونه تر فشار لاندې راشي او د پناه غوښتونکو ستونزو ته پام وکړي.

دغه هېوادونو پرېکړه کړې چې د عراق او سوريې اوسېدونکو ته لومړيتوب ورکړي.

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې لیکلي چې په درېیو کې يوه برخه پناه غوښتونکي چې اروپا ته تللي، افغانان دي.

د دې ورځپاڼې په وينا، افغانان اقتصادي پناه غوښتونکي ګڼل کېږي او له همدې کبله يې د سياسي پناه غوښتنې درخواستونه نه منل کېږي.

واشنګټن پوسټ:

خو امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ بيا د يوه افغان پاسپورټ عکس خپور کړی او ورسره يې د مقالې عنوان دی، دا په نړۍ کې تر ټولو کم ګټور پاسپورټ دی.

دا راپور د یوې سروې پربنسټ ليکل شوی چې پېژندل شوي ادارې هنلي اند پارتنر تر سره کړی.

دغه اداره د تابعيت په خدماتو کې تخصص لري او مرکز يې په لندن کې دی.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د هنلي اند پارتنرز معلومات څرګندوي چې افغان پاسپورټ په نړۍ کې تر ټولو ضعيف دی.

ورځپاڼه لیکي چې له تېرو لسو کلونو راهيسي دغه اداره سروې کوي او له اوو کلونو راهيسي افغان پاسپورټ تر ټولو کم ارزښته ګڼل کېږي.

واشنګټن پوسټ لیکلي، د هنلي اند پارتنرز سروې ښيي چې د جرمني پاسپورټ ډېر معتبر دی او په نړۍ کې زيات ارزښت لرونکی پاسپورټ معرفي شوی چې ورباندې په نړۍ کې ډېری هېوادونو ته پرته له ويزو سفر کېږي.

له ازادي راډیو په مننه 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …