کور / سلیم / سي پي اي سي ـــ پس چي بايد کرد – سليم صافى

سي پي اي سي ـــ پس چي بايد کرد – سليم صافى

لانجه ييز هرګز نه دى، د چين پاکستان اکنامک کارېډور ښايي هغه يواځينۍ عظيمه پروژه ده، د کوم کاميابي چې د چين او پاکستان دننه هر اوسېدونکى چينايي او پاکستاني غواړي. که څوک يې ناکامي غواړي نو هغه به د پاکستان او چين دښمن وي.سلیم خان صافی

ستونزه دا ده چې د دې غوښتونکي هر يو په خپله خپله زاويه د دې پوره کول او کاميابي غواړي. چين په خپله دا پروژه زر تر زره پوره کول غواړي، هغه نه غواړي چې دا پروژه دې د ځنډ ښکار شي او يا دې پکې څه لانجه رامينځ ته شي. 

د پاکستان لپاره خو دا صرف يو کارېډور دى، خو چين خپل شا و خوا هم دغه ډول نيم درځن اکنامک کارېډورونه جوړول غواړي او د دې د حساس کېدو يوه وجه دا هم ده، چې که چرې دا لانجه منه شوه نو هسې نه چې د چين د دې نورو کارېډورونو لپاره څوک څه لانجې رامينځ ته کړي. 

چين نه غواړي چې خپلې معاشي پروژې د نړيوال سياست يا سفارتي لانجو ښکار کړي او هم دغه وجه ده چې په سفارتي او نورو مېدانونو کې د چين دوه لوى دښمنان يعنې امريکه او هندوستان سره هم د هغه تجارت د پاکستان په څېر ملګري هېواد نه زيات دى.

د پاکستاني پوځ فکر او خواهش هم د چينايي خلکو په څېر دى. هغوى دا پروژه د پاکستان د معيشت سره سره د تزويراتي مقصدونو لپاره هم ډېره مهمه ګڼي. پوځيانو ته معلومه شوې ده چې بلوچستان، فاټا او د پښتونخوا په څېر سيمې، چرته چې د امن راوستو لپاره پوځي ځوانانو ډېرى قربانۍ ورکړي دي، د دغه ځايونو د ستونزو د حل لپاره هم دا پروژه د ملا د تېر په څېر حېثيت لري.

هم دغه وجه ده چې د پوځ مشر جنرل راحيل شريف يا بيا کمانډر سدرن کمانډ ليفټيننټ جنرل عامر رياض، دواړه له يو بل نه زيات د دې پروژې د کاميابۍ لپاره کار کوي. په هم دې وجه عسکري مشران په دې اړه دولت سره مرسته کوي او چې څنګه په دغه پروژه امضا وشوه نو پوځ د دې روټ او چينايي ملګرو د ساتنې لپاره ځانګړي ځواکونه تيار کړل.

د چين په څېر عسکري ادارې هم د دې پروژې په اړه ډېر حساس دي او نه غواړي چې دا پروژه دې د سياست ښکار شي. زمونږ پوځ غواړي چې دا پروژه د خفګان او محرومۍ په ځاى د پاکستان د جوړېدو ذريعه جوړه شي. د هېواد ساتونکو ته دا هم معلومه ده چې "را" يا نورې د پاکستان خلاف خفيه ادارې به د دې پروژې د ناکامولو لپاره خپلې پوره پوره هڅې ترسره کړي، نو ځکه په هېواد کې دننه د کومې لانجې راپېښېدو په وجې د دوى تشويش د نورو ادارو نه څو چنده سېوا وي.

پنجابيان او سندهيان خو په هر شکل کې د دې پروژې پوره کول غواړي. د سرائيکستان اولس هم د دې پروژې کاميابي غواړي، خو هغوى دا هم غواړي چې دوى ته دې پکې خپله برخه ورکړل شي. د بلوچستان حکومت خو څه کوې، د اختر مېنګل په څېر قوم پرست بلوڅ هم د ګوادر پورټ د فعالولو يا بيا د سي پي اي سي د کاميابۍ خلاف نه دى، خو هغه دا غوښتنه کوي چې د ځايي بلوڅانو تشويش ختم کړي او دوى د ګوادر مالکان دي نو پکار ده چې په هره معامله کې دوى شامل وي.

هم دغه سوچ د ګلګت بلتستان خلک هم کوي. په پښتونخوا کې که اسفنديار ولي خان دى او که پروېز خټک، هر يو د کومې نيوکې نه مخکې دا خبره حتماً کوي چې مونږ د سي پي اي سي پوره کول او کاميابي غواړو، خو بس دوى خپل حق غواړي.

د مرکز او پنجاب حکومت، د چا په لاس کې چې هر څه دي، هم د دې پروژې زر تر زره پوره کول غواړي او د حسن اقبال نه واخله تر فواد حسن فواد صېب پورې د ټولو دا هڅه ده چې د کومې نيوکې نه مخکې مخکې دا پروژه پوره شي، خو الميه دا ده چې هغوى خپل شرطونه پټ کړي دي او دا پروژه په داسې يو ډول پوره کول غواړي چې د حکمرانانو معاشي، سياسي او سيمه ايزې ګټې پکې وي او لانجه له هم دې ځايه پيلېږي.

کومه پورې چې د دې زده کوونکي خبره ده، د کوم غلي کولو او بدنامولو لپاره چې په دې ورځو کې احسن اقبال صېب، فواد حسن فواد صېب او د حکومت رسنيزې څانګې يو ځانګړى مهم پېل کړى دى، ارزو هم دا ده چې دا پروژه زر تر زره پوره شي. زما خواست بس دومره دى چې د دروغو نه دې لاس واخلي او د دې پروژې په اړه دې صحيح، دقيق مالومات وړاندې او د ټولو برخه يقيني کړي.

کومې معاملې چې د سياسي ادارو سره تړون لري، د هغې تفصيل بايد چې د دوى په غونډو کې رامخې ته کړاى شي او کوم چې له عسکري ادارو سره تړون لري، د هغې لپاره دې هغوى په اعتماد کې واخيستل شي. ستونزه خو دا ده چې حکمران ګوند خپله ستونزه بيانوى شي نه او د هغه يو دروغ د پټولو لپاره بې شمېره نور دروغ وايي.

حکمرانې کورنۍ خپلې شخصي، معاشي او سياسي ګټې له دې پروژې سره تړلي دي. له قطر څخه واخلې تر بيجنګ پورې يې د خپلو ملګرو په مرسته يو داسې جال خپور کړى دى، چې مالي ګټې يې په بېلا بېلو لارو واپس دې حکمرانې کورنۍ او د دوى ملګرو ته راشي.

هم دغه شان حکمران ګوند اولس ته دا دروغ ويلي دي چې د چين په خوښه د مشرقي روټ جوړولو مخکې کړل شو، خو د دننو خبرو د بهر ته راوتو (زما سره موجودو دستاوېزاتو کې خبره روښانه ده) نه پس به معلومه شي، چې چينيانو ته د مشرقي روټ تجويز زمونږ حکومت ورکړى وو. 

د چينايي ملګري خپل ضرورت فقط وداني او ګوادر دى، خو زمونږ د حکومت په غوښتنه هغوى د ٤٦ اربه ډالرو نه د دېرش اربه ډالرو نه زياتې روپۍ د انرژي د منصوبو لپاره بيلې کړې. 

که چېرته د پاکستان حکومت د چينايي ملګرو نه سرمايه کاري غوښته (هائېډل برق په يوه روپۍ يونټ او تهر مل په اتۀ روپۍ يونټ پېدا کېداى شو) نو هغوى به په دې کې د پېسو لګول لومړي کړي وو، خو دلته نظريه دا وه چې يوه داسې پروژه وي چې د ٢٠١٨م کال د ټاکنو نه مخکې برق پېدا کړى شي، نو ځکه د چينايي ملګرو مخې ته د تهرمل او کول پروژې وړاندې شوې.

بيا له دې کمپنيو سره د خپل زړه بيه وټاکلې شوه، که چرې سبا پاکستان په يوه روپۍ يونټ برق جوړ هم کړي نو هغه به واپس د دغه کمپنيو نه د پنځلسو نه واخلې تر شلو روپو پورې اخلي. هم دغه رنګ د لاهور اورنج ټرېن پروژه هم زمونږ حکومت چينايان مجبوره کړل او په سي پي اي سي کې يې پرې شامله کړه، خو بل خوا چې کله ټولې خبرې راښکاره شي نو معلومه به شي چې د چينايانو په کتاب کې مغربي سرک هډو د د کارېډور برخه نه ده، بلکې دې ته به په راتلوکي کې فقط د يو الايمنټ حېثيت ورکولى شي.

پروېز خټک بلها ځل په رسنيو کې دا خبره کړې ده چې چينايي سفير عمران خان صېب او د ګوند نورو غړو سره په ناسته کې دا خبره هغوى ته کړې وه چې مغربي سرک د سي پي اي سي برخه نه ده. حکمران ګوند چې څه هم کړي دي نو هغه يې د چا سره د تعصب په وجه نه دي کړي، بلکې هر څه يې د خپلو شخصي، سياسي او سيمه ايزو ګټو لپاره کړي دي، خو د بدقسمتۍ نه په دې وجه نه صرف دا چې په دې پروژه لانجمنه شوه بلکې د وړو صوبو هم پنجاب ته غصه په زياتېدو شوه. 

د ګلګت بلتستان، بلوچستان او فاټا يا پښتونخوا د محروميو د ختمولو لپاره دا پروژه ډېره ضروري وه، خو اوس د دې پروژې د اړولو په وجې د دوى ستونزې نورې هم راډېرې کړل شوې.

کيسه صرف دومره ده چې که چرته رښتيا او صحيح خبره راغله نو غلا او دروغ به ونيول شي، نو ځکه دا ټول کار په صحيح توګه نه ترسره کېږي، خو بس کله يوه بهانه او کله بله سياسي بهانه راوړاندې کوي.

کله د مولانا فضل الرحمان د راضي کولو کوششونه ترسره کېږي او کله د اختر مېنګل د غلي کولو. کله د خېبر پښتونخوا د حکومت د نا اهلۍ نه ګټې پورته کېږي او کله زما په څېر عاجزان بلېک مېل کېږي او يا پرې زورنه راوړل کېږي. همدغه وجه ده چې حکمران ګوند نه غواړي چې د دې عظيمې پروژې لپاره کومه اتهارټي، چې په کې ټولې ادارې او د ټولو صوبو نمايندګان موجود وي، جوړه کړي. 

هم دغه وجه ده چې د احسن اقبال صېب وزارت هغه وېبپاڼه په يو کال کې هم جوړه نه کړه، د کوم چې په تېره اې پي سي کې وعده شوې وه، چې ټول تفصيلات به په پرې موجود وي او هم دا وجه ده چې ټولې معاهدې او تفصيلات د اولس د منتخب کړي پارليمان مخې ته نه ايښودل کېږي، بس د يوې خاصې ډلې او يو خاص وزير په ذريعه رسنۍ راغوښتل کېږي او د اولس د غلي کولو کوششونه کېږي.

که د حکمران ګوند کمزورۍ له مينځه لاړې شي او صحيح لور ته راشي نو په سي پي اي سي اتفاق راوستل فقط دوه ورځې غواړي او د بلوچستان، ګلګت بلتستان او پښتونخوا ويره او تشويش په اسانۍ سره لرې کېداى شي. 

که ژوند وو نو په راروان کالم کې به هغه وړانديزونه وړاندې کړم چې په کوم د عمل کولو نه په سي پي اي سي ټول متفق کېداى شي.

لیکوال : سليم صافى

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …