کور / افغانستان او نړۍ / د چاغښت نه د خلاصي اسانه لار

د چاغښت نه د خلاصي اسانه لار

که تاسو يې منئ او که نه، خو سائنس وايي چې په تياره کې د ډوډۍ خوراک د بدن د کمولو لپاره ډېره ګټوره لاره ده.

دا خبره په جرمني کې شوې په يوه څېړنه کې مخې ته راغلې ده.د چاغښت نه د خلاصي اسانه لار

د کونسټانز پوهنتون د څېړنې له مخې، دا ساده شان طريقه انسان ته ډېره ګټه رسوي، ځکه چې په دغه طريقه خوراک کوونکى له ډوډۍ خوند نه شي اخيستلاى.

په دې څېړنه کې ويل شوي دي چې په دې طريقه کې د مزغو هغه برخه کار پېل کړي، کومه چې په ناليدلي خوراک په تشويش کې پرېوځي، چې کوم داسې زيان رسوونکى څيز د بدن برخه جوړه نه شي.

د څېړنې په موده کې په يوه تجربه کې دا خبره مخې ته راغلې ده، چې د کومو خلکو سترګې تړل شوې وې او خوراک يې کولو، هغوى د نورو په پرتله ٩ فيصده کمه ډوډۍ خوړلې وه.

پوهان وايي چې د دې يوه وجه دا هم ده چې په تياره کې خلکو ته نه مالومېږي چې هغه څومره ډوډۍ خوړلې ده يا په پلېټ کې څومره پاتې ده.

پوهان دا خبره کوي چې د خوراکي څيزونو نه ليدلو په صورت کې دا مالومېږي چې سړى کله موړ شو، خو د خوراکي څيزونو د ليدلو په صورت کې بيا د دغې احساس نه پرته د خلکو لاسونه خوځي او ډوډۍ خوري.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …