کور / سلیم / دافغانستان دامن امکان او د بربادۍ خطر/ سليم صافى

دافغانستان دامن امکان او د بربادۍ خطر/ سليم صافى

د امريکې، چين، پاکستان او افغانستان د څلور اړخيزو ډلو ګڼ شمېر ليدنې په کابل او اسلام اباد کې وشوې، په کوم کې چې د طالبانو او د افغان دولت په مينځ کې د سولې لپاره د لارې ټاکلو په اړه خبرې کېدې. د سولې کولو لپاره افغان دولت او د طالبانو د سولې لپاره په شرطونو کې ډېر لرې والي ښکاري، خو چاته چې معلومه ده هغوى په دې هم پوهېږي چې سوله به وشي.۱

د دې وجه دا ده چې که د دواړو خواوو په دريځونو کې سخت والى شته خو افغان دولت او طالبان دواړه ځينې مجبورۍ هم لري او دغه مجبورۍ به دواړه د سولې مېز ته راولي.

لومړۍ وجه خو يې دا ده چې افغان دولت ځان ضدي ښودل نه غواړي او افغان اولس او نړيوالو ته دا ويل غواړي چې دوى جنګ نه بلکې سوله غواړي. بل خوا طالبان د جنګ باوجود د دې تاثر ورکولو کوشش کوي چې هغوى د سولې خلاف نه دي.۱

د افغان دولت دوېمه مجبوري دا ده چې د نړيوالو قوتونو او د ګاونډي هېوادونو د مرستې نه پرته که د طالبانو مخه نيول ناممکن نه دي نو ګرانه ضرور ده. که د طالبانو لورى دروند ښکاري خو د هغوى مجبوري دا ده چې هغوى ته معلومه شوې ده چې د تېر وخت په څېر په طاقت هغوى په افغانستان حکومت نه شي کولى او نه به يې نړۍ په دې شکل کې ومني.۱

د افغان دولت يوه لويه مجبوري امريکا هم ده او طالبان پاکستان او چين نه شي خپه کولى. نو داسې مونږ په يقين سره ويلى شو چې د ډېرو بهانو نه پس به هم د امريکې په زور راوړلو افغان حکومت او د پاکستان او چين په وېنا به طالبان د سولې د خبرو لپاره يو بل ته مخامخ کېني.

ځکه چې د امريکې، چين او پاکستان هم خپلې خپلې مجبورۍ دي چې دا دواړه د سولې خبرو ته کېنوي. د امريکې مجبوري دا ده چې اوس د هغوى توجه د افغانستان په ځاى مشرق وسطى ته اوړېدلې ده، د القاعدې خطر او د تېر وخت په څېر د افغانستان نه د امريکې په نښه کول اوس ممکنه نه ده او داعش د يو لوى خطر په شکل کې مينځ ته راغلى دى. 

په همدغه ډول د روان کال په اخره کې په امريکه کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي او د امريکې حکمرانانو سره دا احساس شته، چې که د دې لانجې سياسي حل يې راونه ويستو، نو د ټاکنو په دوران کې به افغانستان د جنګونو په اور کې سوځېږي او په امريکا کې دننه به اوبامه اود هغه ګوند يعنې ډيموکرېټ د افغانستان په اړه د خپلې پالېسۍ قيمت ادا کوي.

نو ځکه امريکا غواړي چې د ټاکنو په دې موده کې، د عراق په څېر د لږ وخت دپاره او جعلي، خو چې يو سياسي حل يې راوباسي، نو ځکه په دې وخت کې د پاکستان په اړه هم غلي دي او هغوى ته وايي چې طالبان د سولې د خبرو لپاره رضا کړي. ۱ 

د چين مجبوري دا ده چې هغه په دې خطه او په خاصه توګه په افغانستان کې امن غواړي، په دې خطه کې د چين دولت د تزويراتي او معاشي پروژو د کاميابۍ لپاره په افغانستان کې امن ضروري دى، نو ځکه هغه د دې خطې لپاره نه بلکې د خپلو مفاداتو لپاره دلته امن راوستل غواړي.

د پاکستان مجبوري دا ده چې د دوى پالېسي جوړوونکو ته احساس شوى دى چې د پاکستان امن د افغانستان د امن سره تړلى دى، امريکا او نور خو به د ماتې خوړلو نه پس لاړ شي خو په افغانستان کې د خانه جنګۍ په صورت کې له ټولو زيات زيان پاکستان ته رسي.۱

د نورو فريقينو خو به فقط ارمانونه خاورې شي خو په راتلونکي کې پاکستان په دې اړه ډېره ويره هم لري. که په دې نظر ورته وګورو نو دا درې واړه هېوادونه به په دواړو لورو (افغان دولت او طالبان) باندې خپل ټول زور راوړي، دوى به د سولې لپاره يو بل ته مخامخ کېنوي او د سولې د خبرو پېل به هم ډېر زر وشي، خو پوښتنه دا ده چې دا خبرې به څه نتيجه راوړي که نه؟۱

افسوس چې اوس د دې امکان د نشت برابر دى، وجه يې دا ده چې دا مهال په افغانستان کې د امن غوښتونکو ډله د نشت په حساب ده، د افغانستان کورنى سياست ډېر ګنده دى. ماته نه ښکاري چې يوه ډله دې بلې ډلې ته دا اجازت ورکړي چې هغوى دې طالبانو ته هغه مراعات ورکړي، د کومو چې طالبان غوښتنه کوي.

دوېمه ستونزه دا ده چې افغان دولت کې شاملې ډلې اختيار نه لري، دا ټول په يو نه شول کې د نورو هېوادونو نمايندګي کوي، داسې ښکاري چې غوجل ترې جوړه شوې ده، په داسې ماحول کې يوه ډله فقط د افغانستان د ګټې لپاره څه پرېکړه نه شي کولاى.

افغان دولت د امريکې او د هغوى د اتحاديانو نماينده ګڼل کېږي، خو په دې کې شامل خلک او په سياسي توګه څوک د هندوستان، څوک د ايران، څوک د روس، څوک د ترکي، څوک د تاجکستان او ځينې د پاکستان نمايندګان دي. هم دغه رنګ ژبه ييز، سيمه اييز او فرقه ييزې ستونزې هم خپل ځان ښکاره کوي.

يوه ستونزه دا هم ده چې د سياسي تفاهم په شکل کې به طالبانو ته د تاجکانو، ازبکانو يا هزاره په ځاى پښتانه خپل ځاى پرېږدي، کوم چې په اصل کې سوله غواړي. نو ښکاري داسې چې د سولې د خبرو چاته له ټولو زيات ضرورت دى، د دې په کاميابۍ به د دوى سياسي اهميت هم له مينځه لاړ شي.

بل خوا د طالبانو ستونزه دا ده چې د هغوى مشرانو خپل وسله وال په دې خبره مېدان ته کوز کړي او جنګولي دي چې هغوى اوسنى دولت د کفارو دولت ګڼلى او د دې چلوونکو ته يې لاسپوڅي او مرتد ويلي دي، نو که اوس دا مشران اساسي قانون مني او د دې برخه جوړېږي او دغه خلک چې دوى ورته مرتد ويل، اوس ورله لاس ورکوي نو په مېدان د جنګېدونکو وسله والو د باغي کېدو ويره هم شته.

ملا اختر منصور که څه هم په دې کې کامياب شو چې ځان يې د طالبانو مشر کړو، خو هغه حېثيت يې نه دى ترلاسه کړى کوم چې ملا محمد عمر ته ترلاسه و او د هغه پيروي به په پټو سترګو کېدله. 

د ملا اختر منصور په مشرۍ مخکې هم د ملا قيوم ذاکر په څېر د شورا خلک راضي نه وو او دغه شان خلک د خپل ځان سره ساتلو لپاره دا د ملا اختر منصور مجبوري ده چې خپله رويه سخته وساتي. بل خوا په افغانستان کې داعش د طالبانو لپاره سردردى جوړ شوى دى. هغوى د مخکې نه په طالبانو کې ډېر سخت دريزي خپل ځان ته راښکلي دي، که اوس ملا اختر منصور سياسي لور خپلوي نو د دغه شان ډېرو سخت دريزو داعش ته د تګ ويره شته.

په ملا اختر منصور مخکې هم سخت دريزو ترهګرو دا تور لګولى و چې هغه پاکستان ته نزدې دى، هغه اوس د دې تور د پاکولو په هڅه کې دى. اوس که د پاکستان په زور راوړو هغه دا خبرې مني نو دغه تور رښتيا کېږي، نو دغسې که طالبان د پاکستان په وېنا د سولې خبرې ته رامخکې هم شي نو دا خو ضروري نه ده چې د پاکستان په زور راوړلو دې دوى په کوم حل هم راضي شي.

اوس خو افغان طالبانو د پاکستان نه پرته نور ډېر ملاتړي ترلاسه کړي دي، خو چې کله دوى سره دا ملاتړي نه وو، نو هم يې د پاکستاني طالبانو په اړه، د دې ځاى د حکومت او ادارو په ډېر زور راوړلو سره هم هغه دريځ نه و خپل کړى، د کوم چې ترې غوښتنه کېده. نو اوس چې يې د نړۍ د ډېرو هېوادونو د پټو اېجنسيو سره تړون جوړ شوى دى، نو هغوى به ولې د پاکستان په احکاماتو عمل کوي.

مونږ چې په رسنيو کې د طالبانو د کومو مشرانو بيانونه وينو، دا د دوى سياسي څېرې دي چې د نړيوالو ضرورتونو او د سفارت کارۍ ادراک تر ډېره حده پورې لري، خو د طالبانو اصلي طاقت د نظامي شورا سره تړلى دى، چې په مېدان کې جنګېدونکي جهاديان دي. هغوى اوس هم د نړيوالو مجبوريتونو او د عصري وخت د ضرورتونو نه تر ډېره حده پورې نابلده يا بې خبره دي. د دوى ارادې ډېې کلکې دي او دوى ته ګټه ډېره نزدې ښکاره کېږي. نو ځکه هغوى مخالف لوري ته د څه مراعاتو ورکولو او يا د سياسي نظام د برخې جوړېدلو لپاره به ډېر په ګرانه راضي شي.۱

نو ځکه د سولې د دې خبرو نه د څه نتيجې ترلاسه کولو لپاره پکار ده چې د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان دولتونه په خاصه توګه تېر وخت هېر کړي او خپلې هڅې په رښتوني توګه عملي کړي. په دوېمه برخه کې بايد د فريقو هېوادونو لکه روس، ايران، هندوستان، قطر، سعودي عرب او ترکي له اثر و رسوخ نه هم ګټه واخلي او دا ټول بايد چې د خپلو خپلو ارمانونو او ويرو نه راووځي او انقلابي پرېکړې وکړي، ګنې که داسې ونه شول نو دا خطه او افغانستان به د يوې لويې بربادۍ سره مخ شي.۱

لیکوال:سليم صافى

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …