کور / افغانستان او نړۍ / ښځې دې د وزن کمولو لپاره غوزان وخوري

ښځې دې د وزن کمولو لپاره غوزان وخوري

زياتره ساده سبزي د صحت لپاره ډېره ښه وي او دا خبره  د وچو مېوو لپاره هم کېداى شي، ځکه چې پکې پروټين، فائبر، اينټي آکسيډنټس او نور ګڼ شمېر وټامن او معدنيات شامل وي.

خو چې کله خبره د وچې مېوې شي، نو د وزن کمولو او د زړه د ناروغيو لپاره په غوزانو شوې څېړنې ښيي چې غوزان د وزن د کمولو لپاره ډېر ښه کار کوي.

د غوزانو د څېړنې نه وروسته پوهانو د مزغو سره په شکل کې د يو شان دا وچه مېوه د نورو مېوو باچا بللى دى.

په غوزانو شوې په دې نوې څېړنه کې د امريکې سائنسدانانو هغه ښځو ته زېرى ورکړى چې کومې خپل وزن کمول غواړي، دوى وايي چې که چرې دا ښځې هره ورځ يو لپه غوزان وخوري نو وزن به يې ډېر کم شي.

په غوزانو د څېړنې دا غونډه په کيليفورنيا پوهنتون کې راغوښتل شوې وه، په کوم کې چې پوهانو وويل چې په غوزانو کې غوړځي او کيلوريز ډېر دي، خو د دې پرته هم په غوزانو او د زېتون په تېلو کې د وزن کمولو صلاحيت شته او د کم غوړځو څيزونو په څېر دا هم هغه هومره فايده ورکوي.

پوهانو په دې اړه ډېر غور و فکر کړى دى او په غوزانو شوې د زړې څېړنې جايزه يې هم اخيستې ده، په کومه کې چې ويل شوي وو چې يو لپه غوزان (يا اووه غوزان) خوړل انسان ته ډېره فايده ورکوي.

د څېړنې لپاره پوهانو ٢٤٥ چاقې ښځې د يو کال لپاره په دې پروګرام کې اخيستې وې، چې د غوزانو په خوراک يې وزن کم کړي، دا ښځې د ٢٢ کاله نه واخله تر ٧٢ کاله د عمر په مينځ کې وې.

دا ټولې ښځې په درېو ډلې کې وېشل شوې وې، چې لومړيو دوو ډلو ته د وزن د کمولو خوراکونه ورکول کېدل او دريمې ډلې ته به غوزان او نور غوړځي لرونکي څيزونه ورکولى کېدل، کومو ته چې به غوزان ورکول کېدل هغوى ته به هره ورځ قريباً ٤٣ ګرامه غوزان د خوراک دپاره ورکول کېدل، يعنې هره ورځ يې ورته د يوې لپې د غوزانو خوړلو وېنا کړې وه.

د شپږو مياشتو په پوره کېدو باندې چې د ټولو ښځو وزن وکتل شو نو ټولو ٨ فيصده وزن کم کړى وو او کومو ښځو چې غوزان خوړل نو هغوى هم دغومره وزن کم کړى، څومره چې د وزن کمولو د خوراک خوړلو ډلو کړى وو.

دا څېړنه په "جرنل آف امريکن هارټ ايسوسي ايشن" کې په ٢٠١٦م کې خپره شوې ده، په کوم کې چې پوهانو ويلي دي چې دې ډېرې ښې نتيجې ورکړې او دا بدن ته هم ډېره ګټه رسوي.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …