کور / سلیم / نواز شريف او عمران خان په شريکه نوې طالبان جوړوي! سلیم صافی

نواز شريف او عمران خان په شريکه نوې طالبان جوړوي! سلیم صافی

په پاکستان کې په لومړي ځل چې رياست او ادارې د جنوبي وزيرستان کومو طالبان وګواښلې، د هغو امير نېک محمد وزير ؤ چې د امريکې په ډرون بريد کې ووژلى شو.

په ٢٠٠٧م کال کې په ټول هېواد کې فعالو ترهګرو د تحريک طالبان پاکستان په نوم تنظيم جوړ کړو او بېت الله محسود يې امير وټاکلو. بېت الله محسود او د هغه ځايناستى حکيم الله محسود هم د ډرون بريد ښکار شول.

هم دغه ډول د طالبانو نور مهم کسان لکه قاري حسېن، ولي الرحمان محسود، الياس کاشميري وغېره په څو کالو کې پرله پسې په ډرون بريدونو کې ووژلى شول.سلیم صافی

د حکيم الله محسود نه وروسته د سوات د طالبانو امير ملا فضل الله وټاکلى شو، په هغه پسې امريکني ډرون او پاکستاني ادارې لګېدلې وې، له دې وجې هغه د نورو طالب مشرانو په څېر په خپله مېدان ته نه شو راتلى، نو ځکه يې د هغه نورو په څېر کنټرول هم ترلاسه نه کړو. 

طالبان په ډېرو ډلو کې خواره شول، لومړى د ولي الرحمان محسود ډله بيله شوه، بيا د مومند اېجنسۍ طالبانو خپله ډله د جماعت الاحرار په نوم ځانله جوړه کړه، د اورکزۍ اېجنسۍ امير حافظ سعيد حقاني په داعش کې شامل شه او د پنجابي طالبانو امير د حکومت سره سوله وکړه.

په بېلا بېلو ښارونو کې د استخباراتو د عملياتو په ترڅ کې د طالبانو ځينې مشران ونيول شول يا بيا ووژلى شول. د ملک اسحاق په څېر د لشکر جنګوي مشران د پنجاب پوليسو سره په مقابله کې ووژلى شول. په رسنيو کې د طالبانو په سرګرمو پابندي ولګېده او د آرمي پبلک سکول په څېر بريدونو کولو په وجه په اولس کې د طالبانو خلاف کرکه او غصه ډېره شوه.

د جماعت اسلامي، تحريک انصاف او جې يو آئي په څېر ګوندونه هم د مجبورۍ نه د طالبانو خلاف شول او د اې اېن پي، اېم کيو اېم او پي پي پي په شان ګوندونو سره په يو صف کې ودرېدل. بله دا چې په شمالي وزيرستان کې به هغوى چرته پټېدل، فوځ د عملياتو په ترڅ کې هغه ځاى په خپله قبضه کې واخيستو.

که عددونو او شمېرو ته وګورو نو په ترهګري بريدونو کې کمى راغلى دى او د ټول اولس بايد چې د وزيراعظم او د هغه د ملګرو په څېر مطمينه شي، خو د دوى په پرتله زما تشويش زياتېږي.

ماته نه ښکاري چې زمونږ فوځي ځواکونو، پوليسو او ځوانانو چې کومې قربانۍ ورکړي دي هغې هغه نتيجه نه ده ترلاسه کړې د کوم خوب په ليدو چې هغوى دغه قربانۍ ورکړي دي. ماته په ټول پاکستان او په خاصه توګه د پښتنو په سيمه کې يو نوى او خطرناک طالبانائزېشن وده کوونکى ښکاري. ښايي د هغوى نوم به طالبان نه وي خو کار به د هغوى د طالبانو په څېر يا د دوى نه هم ډېر خطرناک وي.

کېداى شي د دوى ږيرې هم نه وي، خو د اوسني طالبانو په پرتله به هغوى ډېر په خطرناک ډول د دولت سره جنګېږي، هغه به د اوسني طالبانو نه په جديدو آلاتو او جديدو وسايلو کې ډېر پرمختللي وي او په دولتي ادارو کې دننه، به د دوى نه زيات اثر ولري.

د دغه طالبانو تشدد به د کوم مذهب، کومې قاعدې، د کومو رواياتو پابند هم نه وي او په دغه طالبانائزېشن کې به د بدل اخيستو او کرکه ډېره زياته وي. په دغه طالبانو کې به د پوهنتونونو وائس چانسلران هم وي، پروفېسران او استاذان به هم پکې وي، لوى لوى دانشوران، شاعران او اديبان به هم دوى سره وي، تعليم يافته ځوانان به هم ورسره وي، علماء او لوى لوى قبايلي مشران به هم دوى سره ولاړ وي.

د اوسني طالبانو په څېر به هغوى د کورونو نه باغيان نه وي بلکې د خوېندو مېندو دعاګانې به ورسره وي او د هغوى زنانه به د هغوى سره اوږه په اوږه ولاړې وي. 

د افسوس خبره خو دا ده چې ميا نواز شريف او عمران خان په شريکه لګيا دي دا نوې طالبان جوړوي، نور مشران يا خو دوى سره مرسته کوي او يا بيا د دې هر څه تماشه کوي او رسنۍ خو د خپلو کتونکو زياتولو لپاره د ډرامو نه نه وزګارېږي، نو ځکه د هغوى نه، دې نوو طالبانو ته څه پام شته او نه نور پاکستان د دې نه خبروي. 

له دې سيمې نه فکرونو هجرت کړى دى، تاجران يا خو بېرون ملک ته تلي دي او يا نور پاکستان ته، د ادب او کلتور جنازه وتې ده، د دې ځاى شاعري، ادب او حتٰى موسيقي هم د جنګ، ټوپک، بمونو او محرومۍ د تذکرو نه ډکه شوې ده. ماشومان اوس د پټپټوني په ځاى د ځانمرګي ځانمرګي لوبې کوي.

مونږ اورېدلي وو چې دولت د مور په څېر وي، خو په دې سيمو کې دولت د مېرني او جاهل پلار شکل اخيستى دى. زما د مور چې په ما کوم عظيم احسانونه دي، په دې کې يو عظيم احسان دا هم دى چې هغې ټول عمر زما د لاس نه د ټوپک د اخيستو کوشش کړى دى او د کتاب او قلم د راکولو کوشش يې کړى دى، خو نن سبا په پښتونخوا کې حکومت زده کوونکي د ټوپک او بارودو سره اشنا کوي او پروفېسران په دې مجبوروي چې د ټوپکو سره صنفونو ته راشي.

اول په سوات او قبايلي سيمو کې د امن لښکر په نوم د دولت په سرپرستۍ کې وسله والې ډلې جوړې کړى شوې او اوس د تحريک انصاف حکومت استاذانو او پروفېسرانو له په دې وجه سزاګانې ورکوي چې دوى د وسلې سره ولې نه راځي. 

د کله نه چې د مسلم ليګ حکومت راجوړ شوى دى، هغوى د وسلې د لائسنسو جوړولو لپاره نوې پالېسي جوړوي او تر ننه پورې هغه پالېسي نه ده جوړه شوې، خو ماسره د صوبې د اېس اېچ او يوه ويډيو ده چې په هغې کې هغه د رسنيو په شتون کې وايي چې د پوهنتونونو او کالجونو استاذانو او زده کوونکو ته مو پرته له لائسنسه د وسلې ايښودو اجازت ورکړى دى او مونږ په خپله د کالجونو او پوهنتونونو په کارکوونکو باندې وسله تقسيموو.

مونږ چې کله ښوونځي کې سبق ويلو نو په هغه وخت کې به د هغه زده کوونکي خېر نه وو، د چا په بسته کې چې به چاقو وو، خو اوس د پښتونخوا حکومت استاذانو ته د وسلې ساتلو امر کوي.

د پښتنو په کورونو کې اکثر وخت وسله پرته وي، خو د خوېندو مېندو دا کوشش وي چې خپل بچي او ځوانان د وسلې نه لرې وساتي، ولې د ميا نواز شريف او عمران خان په حکومت کې مونږ ته ښوونکې زمونږ خوېندو مېندو ته اوس په تعليمي ادارو کې د ټوپک چلولو ټرېننګ ورکولى کېږي.

کله چې په باچا خان پوهنتون بريد شوى وو نو هغه وخت د عمران خان د حکومت د تعليم دواړو وزيرانو (د لوړو زده کړو وزير مشتاق غني او د پرائمري عاطف يوسفزى) په برتانيه کې عېش کولو، فقط وزير اعلٰى د تنقيد نه د ځان بچ کولو په خاطر راغلو خو دغه دواړو د دې پېښې نه وروسته هم اته ورځې هلته تېرې کړې. د دوى خلاف خو به نه عمران خان څه قدم پورته کړي او نه به پروېز خټک څه کاروايي وکړي، خو بل خوا صوبايي حکومت په خپل څېړنيز راپور کې د پوهنتون د وائس چانسلر خلاف د کاروايۍ سفارش کړى دى.

د ډېرې غصې نه وائس چانسلر ډاکټر فضل الرحيم په يوه تيلويزوني خپرونه کې تر دې پورې وويل چې هغه ته د دې خبرې سزا ورکول کېږي چې په دغه ورځ ولې په دغه پېښه کې ژوندى پاتې شو او دا چې حکومت ته يې په پوهنتون کې د مزايل لګولو وويل.

د پېښور پوهنتون وائس چانسلر د تحريک انصاف د يو اېم اېن اې د جعلي ډګرۍ په کېس کې د ذليلولو کوشش وکړى شو، د سوات پوهنتون وائس چانسلر د اېم اپې ګانو له خوا په ډېر بد حال کې رخصت کړى شو، د صوابۍ پوهنتون وائس چانسلر سره د سپيکر ورور بدمعاشي وکړه، د مردان پوهنتون وائس چانسلر د نېب په لاسو راونيولى شو، د اسلاميه کالج يونيورسټۍ وائس چانسلر د طالبانو په قېد کې ږيره سپينه کړه او واپس راغلو.

اوس د باچا خان پوهنتون وائس چانسلر په دې جرم کې د لرې کولو کوشش کېږي چې په دغه پوهنتون طالبانو بريد ولې وکړو، په دې هېواد کې داسې څوک نشته چې دا پوښتنه وکړي چې فضل الرحيم د پوهنتون رئيس دى که وزير داخله؟ 

چې فکرونه او سرمايه لاړه شي، نوى کهول په دولتي سطحه د بم او ټوپک سره وتړل شي، استاذان او چانسلران چې ذليله کېږي او چې د کاروبار ذريعې ختمې شي نو د راروان نسل نه چې طالبان نه جوړېږي نو څه به ترې جوړېږي؟

د دې سيمې د خوشحالۍ او د پرمختګ لپاره يوه لاره د چين پاکستان اکنامک کارېډور په شکل کې راښکاره شوې وه، هغه هم ميا نواز شريف او احسن اقبال صېب د پاکستاني سياست مدارانو د نا اهلۍ له وجې له دوى نه وتروړله.

په داسې حال کې چې افغانستان يو ځل بيا د خانه جنګۍ په لور روان دى، د پاکستان په سرحدي سيمه د طالبانو قبضه روانه ده، چې د پاکستان په سرحد هره ورځ په زرګونو خلک بې وېزې او بې تپوسه ځي راځي، نو د پاکستان د پښتنو په سيمه کې به سوله څنګه راشي؟

هسې تاسو لږه اندازه وکړئ چې دلته به کوم ډول طالبانائزېشن وي او دا نوي طالبان به د پاکستان دولت لپاره څومره لوى سر دردى وي.

ما چې کله د چين پاکستان اکنامک کارېډور د مغربي روټ په اړه دومره چغې وهلې نو د هغې دا وجه نه وه چې ما يا زما وروڼو په دې روټ کومه فاونډري جوړوله يا د ځيني وفاقي وزيرانو د وروڼو په څېر مې دلته ټېکه داري شروع کوله، ما د نور پاکستان فکر کولو. ما دا غوښتل چې دلته پېدا کېدونکي دا نوي طالبان کراچۍ، لاهور او پېنډۍ ته کډوال نه شي او هلته د خوشحاله ژوند کوونکو لپاره او زما د ژورنالسټانو استاذانو لپاره سردردى جوړ نه شي، خو چې حکمرانان فقط د خپل کور د ښه کولو لپاره دې ته وده ورکوي نو زه څه کولاى شم.

د ميا صېب او خان صېب بچي خو د مخکې نه بهر هېواد کې دي، مونږ د قبايلي او وړو سيمو خلک په ژړا او مړينه عادت يو، خو زه په دې فکر کې يم چې د وړو وړو غرضونو لپاره د ميا نواز شريف او عمران خان د مدحو ويونکو اولادونه به څه کوي؟.

لیکوال : سليم صافى

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …