کور / راوي / دبې وزلو دلاسنیوي چارواکی – عالیه راوي 

دبې وزلو دلاسنیوي چارواکی – عالیه راوي 

دنړۍ دډېرو نورو هیوادونو برخلاف په افغانستان کې موږ ته دیوه نیک کار ستایل دومره ګران وي‌،لکه کټ مټ چې هغه نیک کار موږ پخپله کوو. او هسي‌هم موږ دوخت ناخوالو ، یا دپردیو دسیسو داسي‌کړي یو چې پر هرڅه تنقید کوو او هر افغان له ځان نه قاضي القضات جوړ کړی وي‌او عالیه راوي اکبردښه او بد پرېکړي کوو. 

قضا څه چې موږ ډېره برخه دفیس بوک او آن لین رسنیو په برکت مفتیان جوړ شوي یو او او ډېري ژر او بېړنۍ فتواوې کوو. 

له بده مرغه په حکومت کې ښکیل ټول کسان راته غله ، ظالمان او دهیواد دښمنان ښکاري . 

موږ دنورو هیوادونو دوګړو برخلاف د مسئلو او مسایلو سره نه ځو بلکه برعکس داشخاصو او یا داشخاصو دادارو په تړاو پرېکړي‌او فیصلې کوو. 

زه نن غواړم دهغه افغان چارواکي نیک کار وستایم چې ښايي په خپل ذات کې بې بېلګي او بې مثاله وي‌. 

په افغانستان کې اکثره چارواکي‌ په بډو ، رشوت ، اختلاص او دخپل خپلوانو سره په  مرسته کولو تورن دي . خو دغه چارواکي‌ دغه عمل بیخي‌سرچپه کړ. 

دغه سړ سواند چارواکی چې تر اوسه نه خو ما لیدلی او نه مي‌هم خبري‌ ورسره شوې دي‌،خو کړنه یې راته ډېره اسلامي‌، افغاني او انساني ‌وبرېښېده . 

دغه چارواکي له یوه داسي‌ کس سره مرسته وکړه چې اوس مهال یې ګټه هیڅ بل انسان ته نرسېږي او دژوند له سخت او ناخواله حالت سره مخامخ دی . 

زه د کنړ ولایت داوسېدونکي‌ عیان الله خبره کوم. دغه سرتېری چې دخپل کار په دوران کې خپلي‌دواړي سترګي له لاسه ورکړې ، اوس یو معلول محتاج دی . 

ما ته په زړه پوري‌داوه چې له دغه ځوان سره مرسته دیوه داسي ولایت نه وشوه چې نه خو دغه سرتېري هلته دنده اجرا کړې او نه یې هم دهغه ولایت له چارواکو سره کله لیدلي وو. 

عیان الله دکنړ اوسېدونکی او خپلي‌سترګې یې په نیمروز ولایت کې دندي پر مهال له لاسه ورکړې وې . 

خو ددغه ځوان مرستي‌ته یوه کندهاري چارواکي ورودانګل . دغه کندهاری چارواکی دلغمان والي عبدالجبار نعیمي وو چې دلغمان دبا احساسه تجارانو په همکاري یې ددغه سرتېري دعلاج لپاره (۲۰۰،۴۰۰۰) دوه سوه څلور زره افغانۍ ورکړې . 

که څه هم دا دومري زیاتي پیسې نه دي ،خو ددې پیسو تر شا ډېر لوی احساس پټ دی . دا هغه احساس دی چې افغان سرتېري‌ دهیواد دفاع ته هڅوي . 

دا هغه احساس دی چې ملي‌سوداګر دخپلو مجبورومعلولینو مرستي‌ته هڅه وي . 

دا هغه احساسا دی چې په انسانانو کې انساني‌حس راژوندی کوي . 

که څه هم دا خو دافغانستان دحکومت دنده ده چې دخپلو ټپي سرتېرو ددرملنې او علاج لپاره ځانګړې بودیجه بیله کړي او دهغوی درملنه وکړي ،خو که چېرته حکومت په لویه کې دا پالیسي نه لري او په لاندي نۍ کچه ولس ، مالدار افغانان او ولایتي چارواکي داکار وکړي‌،بیا نو دا کار هرڅومره دستایلو وړ دی . 

زه په دغه ځانګړې برخه کې دلغمان دوالي‌عبدالجبار نعیمي ددې احساس ستاینه کوم او کور ودانی ورته وایم چې یو داسي‌ګام یې پورته کړ چې ښايي دنورو لپاره هم یو نیک پیل شي . 

په کار دي چې دافغانستان دنورو ولایتونو والیان هم ورته ګامونه اوچت کړي . 

زما له شتمنو افغانانو هیله ده چې دعیان الله سره یو څه نوره مرسته هم وکړي‌چې هغه بېرته په خپلو سترګو وویني‌. 

عیان الله ویلي دي چې په شاوخوا (۱۰،۰۰۰) لس زره ډالرو یې دسترګو علاج ممکن دی ، چې نیمي پیسې یې لري او نیمي نورو ته یې ضرورت دی . هر هغه افغان چې ددومري پیسو توان ولري په کار دي چې دعیان الله مرسته وکړي‌‌. 

دلیکوالو او دقلم خاوندانو ته هم په کار دي‌چې دداډول خلکو ،چارواکو او مالدارو داسي‌اعمال وستايي لکه دلغمان والي چې دعیان الله سره نغده مرسته وکړه . 

په دې کار به له یوې خوا دبې وزلو مرسته شوې وي او له بلي خوا به مالداره هڅول شوي وي چې دخپل هیواد او ولس په رغونه کې رغنده رول ولوبه وي . 

په درنښت 

لیکوال : عالیه راوي اکبر 

دموضوع په تړاو لاندي نور مطالب لوستلای شئ 

په دواړو سترګو ړوند افغان سرتېرى د مرستي محتاج دى

ولسمشر يي د نیولو امر کړي خو د ننګرهار والي ورته پروژي ورکوي

د نابینا شوي سرتیري سره بهر ميشتي افغان مرسته کړې ده

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …