کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / دطالبانو پاشلې خو خطرناکه جګړه! میرویس افغان 

دطالبانو پاشلې خو خطرناکه جګړه! میرویس افغان 

دطالبانو دواکمني له ړنګېدو راهیسته اوس تر بل هروخت دغه ډله دافغانستان پر ډېرو لیري پرتو سیمو واکمنه ده . سږکال ژمی طالبان تر بل هروخت زیات وجنګېدل او دډېرو تېرو کلونو برخلاف یې سخت بریدونه او لويي – لويي جګړې وکړې . 

دطالبانو جګړې او بریدونه هغه مهال لا نور ګړندي شول چې ددوی مذهبي پیشوا او دتحریک مشر میرویس افغانملا محمد عمر اخوند مړاعلان شو. 

دانو داسي وخت وو چې دطالبانو دجګړې اړخونه بدل شول . له افغان حکومت سره داوږدې دښمني‌تر خوا یې دداعش ترهګري ډلي‌سره نښتې پیل شوې . 

په خپل منځ کې سره بې اتفاقه شول او ملا محمدرسول اخوند خپله ډله بېله کړه . ډېری مخور طالب مشران دملامحمدعمرمجاهد له اوږده تحریک نه بهر شول ،ځیني‌پرکورونو مرور کښېنستل او ځینو نوروبیا دداعش اوبیلوشویو طالبانو ټوپک غاړې ته واچول . 

دطالبانو دتحریک لویه برخه چې مشري یې ملامنصور اخوندکوي تر بل هر وخت دجنجالي جګړې ښکارشو. 

پربیلا بیلو اړخونو جګړې یې لا هم دوام لري ،خو هم مهاله یې ځان ته دجګړې یوبل ور هم پرانیستو. دداسي‌جګړې دروازه چې پرانیستل یې هیڅ وخت دملا محمدعمر مجاهد لپاره ګران نه وو،خو هغه داکار نه کاوه . داجګړه چې دطالبانو تحریک په نړۍ واله کچه په ترهګرتحریک بدلولای شي له رسنیو سره په علني‌ ډول دطالبانو جګړه ده . 

طالبان ،رسنۍ ،افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه ټول پوهېږي ‌چې 

طالبان درسنیو پر کارکونکو دبریدونو او دهغوی دوژلو په تړاو غښتلي ‌دي ، ‌او که وغواړي هرځای او په هر ولایت کې درسنیو ډېر کارکونکي ‌په نښه کولای شي ، خو طالبانو داکار نه کاوه .

او بل اړخ ته افغان حکومت ، نړۍ واله ټولنه ، او دبهرنیو هیوادونو په بودیجه چلېدونکې رسنۍ دي ‌چې له پیل نه یې هم دطالبانو په خلاف له یوډول منفي تبلیغاتو ډډه نه ده کړې .

اوس خبره دطلوع تلویزون پر کارکونکو دبرید ده چې طالبانو یې مسئولیت په غاړه واخیست . 

طالبانو په کابل کې دطلوع تلویزون دتفریحي ‌برخي ځیني کسان ووژل چې ښايي طلوع تلویزون ته یې هیڅ زیان نه وي ‌رسېدلی .په افغانستان کې دتلویزونونو او راډیو ګانو په تفریحي‌ برخو کې ګڼ کسان کار کوي چې رولونه ورته په نښه کېږي او دوی یې دښه تمثیله ولو هڅه کوي . ددوی معاشونه دعادي‌ مامورینو معاشونه وي‌او داسي لوی امتیازات نه لري‌لکه درسنیو دخبري ‌برخو کارکونکي چې لري‌.

دوی په لویه کې درسنیو هغه برخه نه وي چې تلویزونونه او راډیو ګاني‌ حساب ورباندي کوي ، او یا په بله معنا چې ددوی په نشتون کې رسنۍ له ځنډ او خنډ سره مخامخ کېږي . 

طالبانو ته دطلوع یا کوم بل تلویزون یوه تفریحي‌ کارکونکي نه دډرامې دژباړې پروخت بد ویلي‌ دي‌او نه ښايي ددې ضرورت پېښ شوی وي .

او که چېرته طالبان وايي چې نه دطلوع تلویزون ډرامې او سریالونه دافغانستان دکلتور خلاف دي ‌نو بیا یې تر اوسه ولي‌ دا کار نه کاوه او لي یې ددغه تلویزون په خلاف ګام نه اخیستو ؟

اصل خبره دانه ده چې دوی طلوع تلویزون ته زیان ورواړاوه ،بلکه طالبانو په شعوري ‌یا غیري ‌شعوري ‌توګه دطلوع تلویزون تبر ته لاستی ورواچاوه. طلوع تلویزون ته یې بهانه په لاس ورکړه چې لانور دطالبانو په تحریک ملنډي ‌ووهي‌او داهڅه وکړي‌ چې طالبان دنړۍ والو ترهګرو په لیست کې شامل کړي . 

تر اوسه لا طالبانو ته په ټوله نړۍ کې ترهګر نه ویل کېږي‌او که طالبان ورته بریدونه وکړي‌ او رسنۍ په علني ډول په نښه کړي‌، بیا دوی په اساني سره دنړۍ والو تره ګرو په لیست کې شاملېدلای شي .

دطالبانو له لوري‌رسنیو ته خبرداری ورکول او هغوی ګواښل کومه نوې خبره نه ده . دوی تېر کال بي بي سي‌ پښتو راډیو په مرګ وګواښله او آن تر دې چې هغوی تر کلک فشار لاندي شول. 

خو طالبانو کله هم په علني‌ډول پر کومه رسنۍ برید نه دی کړی ،بلکه وېره ول یې کړي دي‌. البته داځل خبره سرچپه شوه . 

څه موده وړاندي مي ‌دطالبانو دتحریک نه دمرور یوه لوړرتبه مشر نه دهغه دخوابدي‌علت وپوښتو ! هغه ځواب راکړ چې دملا منصور اخوند دمشري پر مهال طالبانو ځینو داسي‌کړنو ته ملا تړلې ده چې زه یې ملګرتیا نشم کولای . 

زما لپاره سوال وو چې دا به څه وي او هغه هم تفصیل رانه کړ،خو اوس داسي‌ ښکاري‌ چې دملامنصور اخوند مشاورین دملا محمدعمر مجاهد دطالبانو تحریک یوې داسی کندې ته ورغورځوي‌ چې بیا به یې را ایستل یو بل ملا محمد عمر مجاهد غواړي‌چې دم ګړی دطالبانو په تحریک کې نه تر سترګو کېږي‌ . 

په کار دي‌ طالبان دورته بریدونو څخه ډډه وکړي ، او پر رسنیزو کارکونو داسي مرګوني ‌ګوزارونه ونه کړي‌ لکه دوی چې پر پوځیانو کوي‌.  دا کار په نړۍ واله کچه ددوی دبدنامي‌ سبب ګرزي‌. 

دطالبانو تحریک ډېر اوږ سفر وهلی دی ، اوس نړۍ واله ټولنه دطالبانو سره خبرو کولو ته دناستي لاري‌لټوي ، دوی اوس طالبان په یوه ځواکمن قوت منلي‌دي ، دوی په دې پوهه دي‌ چې دطالبانودګډون او خوشحاله ولو پرته دافغانستان سوله ناممکنه ده . 

هغوی پوهېږي چې طالبان اوس دداعش ، ناټو ، خپلو جلا شویو ملګرو او افغان حکومت سره دجګړې توان لري‌او دخپل تحریک دبنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر مجاهد دنشتون په صورت کې هم کولای شي‌ چې دافغانستان پر ولایتونو قبضه وکړي .

طالبانو ته په کار دي‌ چې په داسي‌ کړکېچنو حالاتو کې درسنیو مخ دځان پرلور وانه ړوي او درسنیو په تړاوپه خپله اعلان شوې پالیسي کې بدلون راولي . 

درسنیو چلونکو ته په کار دي‌ چې دځینو راپورونو دخپراوي په تړاو خپل کارکونکي دمرګ خولې ته وروانچوي .

خبریالان دي‌ دراپورونو دجوړولو په صورت کې بېطرفه وه اوسي ،خو که چېرته درسنۍ فشار زیات وي ورته ودي وايي چې دا معلومات ، تاسو له خپله اړخه خپاره کړئ . 

درسنیو ددفاع په نوم جوړي ادارې چې نن طالبانو ته ګواښنې کوي او طالبان هم سخت غبرګون ښيي په کار دي‌ چې دطلوع تلویزون او طالبانو ترمنځ دستونزي ‌دحل‌لار ولټوي نه داچې دنورو بېګناه خبریالانو وژلو ته لار پرانېزي . 

سبا به خدای مکړه خبریالان بل څوک وژني‌او تور به یې په وسله والو طالبانو پوري ‌کېږي‌. 

په کار دي ‌چې افغان حکومت دسولي په خبرو کې له طالبانو دورته پېښو دمخنیوي غوښتنه وکړي .

ما وړاندي هم ویلي‌او نن بیا وایم چې دځانمرګو بریدګرو مخنیوی نه په زغره یزو ګاډو شونی دی او نه هم په عسکرو او امنیتي ساتونکو . 

دځانمرګو برید کوونکو مخنیوی یوازی او یوازي دپالیسي په بدلون شونی دی . 

لیکوال: میرویس افغان  

         

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …