کور / سلیم / د رښتيا او پخلاتوب کميسيون، ولې او څنګه؟

د رښتيا او پخلاتوب کميسيون، ولې او څنګه؟

 په هېواد کې د قربانۍ ورکوونکو کمى نشته، نه صرف دا چې قربانۍ ورکوونکي خلک ډېر دي، د دوى قربانۍ هم بې مثاله دي، خو الميه دا ده چې د نظام د خرابۍ او د ځينو مشرانو د غلطو له وجې قربانۍ بې ځايه لاړې شي.

د پاکستان فوځ، پوليسو او ولس چې څومره اوږده جنګونه کړي دي او د ننګ او مېړانې کوم نوى تاريخ چې يې جوړ کړى دى، د دې مثال پېدا کول ګران دي، دلته ټول جرنېلان د څوکۍ وږي او ټول سياسيون غله نه دي، ټول د قلم خاوندان او قاضيان (ججان) انصاف خرڅوونکي نه دي، خو الميه دا ده چې د دولت ډانچه او نظام داسې دى چې کله هغه شيدې هم ورکوي نو پچې پکې پرتې وي، نو هغه شيدې د څښلو نه وي.د آسماني عذاب خطره / سليم صافى

د ډاکټر عمران فاروق د قاتلانو په پاکستان کې نيول څه وړه خبره نه، خو دوى چې څنګه د ډېرې مودې لپاره ورک کړاى شول او بيا چې په کومه بې خونده طريقه د چمن په سرحد يې د هغوى د نيولو ډرامه وکړه، په دې وجې د دوى بيانونه او نيوکې هر څه په اوبو لاهو شول. 

هم دغه رنګ اوس د لياري ګېنګ عزېر بلوچ نيول په کراچۍ کې د عملياتو په ترڅ کې ډېره لويه کاميابي ده، خو د دوى نيوونکو دا خبره ښکاره نه کړه چې هغه د عرب اماراتو د جېل نه څنګه راخلاص شو او دا يو نيم کال چرته وو؟ نتيجه به يې اوس دا راووځي چې هغه د چا نوم هم واخلي نو هغه کس به هم دا خبره کوي چې دى زما خلاف په بيان ورکولو مجبوره کړى شوى دى او دا چې هغه د سياسي انتقام لپاره په نښه کېږي.

د رښتياو دغه نشتوالى په بلوچستان کې هم ښکاري، وزيرستان کې هم او په هر ډول خارجه پالېسيو کې هم، د کوم له وجې چې د ولس له اړخه هغه شاباشي نه ورکول کېږي چې په مېدان کې جنګېدونکي د سيکيورټي ادارې هيله لري.

دلته لږ و زيات هر سړى، هر ليډر او هره اداره تورنه ده او د هر يو سره د خپل ځان د بچ کولو لپاره او د نورو د تورنولو لپاره بلا مواد شته، حالانکې حقيقت خو دا دى چې مونږ ټول تورن (مجرم) يو، څوک به لږ وي، څوک به ډېر وي، خو دا هېواد تر دې ځاى پورې رارسولو کې مونږ ټولو خپله برخه اچولې ده.

که په ادارو خبره وشي نو د کومې لمن پاکه ده؟ فوځ، عدالتونه، بيوروکراسي، سياسيون، رسنۍ او تر دې چې مدني فعالان، د ٰائين ماتول وي، که کرپشن او ترهګري، يو هم له دې ګناه پاک نه دى.

سياسيون کرپټ دي نو د هر سياسيون سره دا ځواب شته چې وايي ايوب خان چې په کومو سياسيونو پابندي لګولې وه، په هغوى کې په چا هم د کرپشن تور نه وو او دا چې سياسيون د کرپشن په لار جنرل محمد ضياء الحق رااړولي وو.

جنرل پروېز مشرف د حساب نه سياسي بلېک ميلنګ جوړ کړو او چې کوم لوى غل وو، هغه له يې هومره لوړ مقام ورکړ.

د فوځ سره د هر ځواب په بدل کې يو ځواب شته، چې پيپلز ګوند او د اې اېن پي په سرونو فوځ ټوپکې ايښې وې چې په کرپشن کې دې دومره نوم وګټي او په دې وخت کې د مسلم ليګ حکومت په وفاق کې او د پيپلز ګوند حکومت په سندهـ کې (دا زما دعوه ده چې صرف د سي پي اي سي په پروژه کې د اربونو روپو د وهلو پلان دى) چې کوم د لوټ بازار ګرم کړى دى، ددې دپاره دوى کوم فوځي مجبوره کړي دي؟

په مرکز کې مسلم ليګ (ن)، په سندهـ کې پيپلز ګوند، په بلوچستان کې قوم پرستان او په پښتونخوا کې تحريک انصاف که د حساب (احتساب) نظام پاک نه جوړوي (په پښتونخوا کې د تحريک انصاف د حساب نظام خو د مرکز په څېر دى، چې د صوبايي حکومت په کنټرول کې دى او هغوى يې د سياسي بدل+انتقام په توګه کاروي) نو ايا جنرل راحيل شريف د دوى لاسونه تړلي دي.

چې څومره هم کرپشن شوى دى او يا کېږي، په دې کې عدالتونه او رسنۍ ښه په مکمل ډول حصه دارې دي، دا دواړه د فوځي آمرانو لپاره مخکې هم استعمالېدل او اوس هم استعمالېږي. چرته د ويرې له وجې چاته خپله برخه رسېږي او چرته پکې د پارټنر په حېث هر سړى خپله برخه اخلي. د ترهګرۍ مثال واخلئ، څوک دې ووايي چې د هغه برخه په دې کې نشته، چا پکې په تېر وخت کې برخه اخيستې وه او څوک يې پکې اوس اخلي، څه د امريکا په اشارو راغلل او څه د شوروي په وېنا، ځينو پکې د عربو خدمت وکړو او ځينو پکې د ايران، چا دې نظريې ته وده ورکړه او چا پکې په مېدان خپل رول ترسره کړ، چا د مذهبي ترهګرو په سر لاس کېښود او چا د ژبه ييزو ترهګرو سرپرستي وکړه.

نن بې شکه چې د فوځ او سيکيورټي ادارو ځوانان هغه ازغي راغونډوي  چې جنرل ضياء الحق کرلي وو او د جنرل پروېز مشرف په دور کې يې ترې مضبوطه ونه جوړه کړې وه، خو د دې نه څوک انکار کولاى شي چې کله هغه دا کار کولو نو ټول ديني او سياسي ګوندونه د هغه په اشارو چلېدل او زمونږ په څېر خلک چې مور و پلار ښوونځو ته د زده کړو لپاره لېږل، د دې اور لومړي خشاک يې ترې جوړول، چې اوس هر خوا خور شوى دى.

جماعت اسلامي د امريکې او ضياء الحق د دې لوبې لپاره د ليک په ذريعه نظرياتي خوراک پېدا کول او بيا يې د جې يو آئي او نورو مذهبي ګوندونو سره يو ځاى د پروېز مشرف دغه دوه مخې لوبه کاميابه کړه. اې اېن پي او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بل لوري يعني شوروي لپاره وکارېدل.

پښتانه له ټولو مخکې د سرې ډولۍ راوړلو او د وسلې سره د دوى پېژندګلو کولو لپاره دې دواړو ګوندونو افغانستان او روس ته ولېږل (جمعه خان صوفي چې د دې هر څه يو مهم کردار دى، د هغه ليکلى کتاب چې اوس اوس چاپ شوى دى کې دا هر څه لوستلى شئ). 

پاتې شو پيپلز ګوند، نو دا خو ذوالفقار علي بوټو په خپله افغان حکومت ته د ځواب ورکولو لپاره برهان الدين رباني، احمد شاه مسعود او ګلبدين حکمتيار په بالاحصار کې مېلمانه کړل او د افغان جهاد تيږه يې کېښوده او دا هم د هغوى نزدې کس نصير الله بابر وو چې د يونيکال او سي آئي اې په وېنا يې د افغان طالبانو سرپرستي وکړه او هغوى ته يې خپل بچي ويل، که اېم کيو اېم په دې کې برخه وانخسته نو هغوى په بل ډول د ترهګرۍ مرسته کړې ده.

کله چې جنرل محمد ضياء الحق د ترهګرۍ زڼي کرل نو د مسلم ليګ (ن) اوسني مشران د هغه  خدمتګاران وو. که د خلکو په حساب راشو نو ډېر لږ خلک به پاتې شي، عمران خان د تېرو لسو کالو نه دا دوه مخې لوبه کوي، کومه چې به په يو وخت کې مذهبي ګوندونو کوله.

که ميا نواز شريف هر څومره ووايي خو هغه د خپل سياست په وړومبو ورځو کې د اسامه بن لادن د مالي مرستې نه انکار نه شي کولى، که رشيد احمد زرګونه ځل نن د سټبلشمنټ د ترجمان په حېث د فوځ د قربانۍ ذکر کوي، خو د کشمير د مجاهدينو لپاره د هغه د کېمپ نه ټوله نړۍ خبره ده.

که جنرل پروېز مشرف په لکونو ځل ځان روښان فکره وښايي خو هر چاته پته ده چې کارګل د ده په اشاره شوى دى او مسعود اظهر د هم ده په دور کې د الوتکې د اغوا په بدله کې راخلاص شوى او شپه په شپه په پاکستان کې د يو لوى ګوند مشر شوى دى.

هر چاته معلومه ده چې په پاکستاني رسنيو کې چې د طالبانو نه کومو خلکو اتلان جوړ کړي وو، په هغو کې د وزير اعظم يو مشير، هغه ته نزدې ژورنالسټان او د هغه په حکومت کې خوندونه ترلاسه کوونکي ليکونکي د دې هر څه برخه ده.

زما په څېر خلک هم په دې ګناه کې شريک دي، که څه هم د ناپوهۍ له وجې، خو بيا هم د خپلو زده کړو په وخت کې په دغه جهاد کې شريک شوي دي او ځينې وخت مو ښوونځى او کالج پرېښى دى او افغانستان ته د جهاد دپاره تلي يو.

غرض مې دا دى چې دلته هر يو د دې ذمه وار دى او هر يو مجرم دى او د هر يو سره د خپلې پاک لمنۍ دپاره مواد شته.

که د افغانستان مسئله ده، که د کشمير، د طالبانو، که د بلوچستان، د کراچۍ که د عزېر بلوچ، د عمران فاروق د وژنې دوسيه، که  بې نظير بوټو وژنه يا د مرتضي بوټو د وژنې دوسيه، په فوځي کودتا کې مرسته ده او که د جمهوري حکومتونو خلاف دسيسې، کرپشن دى او که د هغې حساب کتاب يا د دهرنو خبره ده، غرض دا چې هره ستونزه او په هره مسئله د هر چا خپله خپله رايې او نظريه ده، خو دلته کومه داسې اداره وجود نه لري چې پرېکړه وکړي.

په هيڅ يوه معامله د رښتيا دلائل نشته، نو ځکه هر يو کس د خپلې برخې دروغ يا نيم رښتيا وايي.

تېره ورځ په پارليمان کې د جماعت اسلامي ګوند امير سينيټر سراج الحق دا خبره راوچته کړه چې هغه ته تراوسه په دې اړه څه مستند معلومات نه دي ورکړل شوي چې په لال مسجد (جومات) کې څه شوي وو او څومره خلک پکې مړه وو. هغه د دې ډول د پېښو د څېړنې لپاره د يو قامي کميسيون د جوړولو غوښته کړې ده، خو صرف لال مسجد نه، تاسو هره پېښه او هره مسئله راواخلئ، چې څومره خولې دي نو هم دومره خبرې، دلته د رښتيا او دروغو توپير ختم شوى دى، د غدار او وطن دوست خبرې ټوکې شوي دي، د کرپټ او ايماندار تميز ختم شوى دى.

دلته هر څوک معصومه دى او هر څوک مجرم، ازمرو ته دا ويل کېږي چې تاسو ګيدړان يئ، ګيدړان د ازمرو په څېرو کې ګرځي، که مونږ اوس هم تور د سپين نه، رښتيا د دروغو نه، معصوم د تورن نه، نېک د بد نه، وطن دوست د غدار نه، بې ګناه د ګناګار نه او حق د باطل نه بيل نه کړل، نو د جنت په څېر د دې وطن نه دوزخ جوړېدل به نه کوم ليډر، کوم عمليات، کوم بدلون او نه کوم تش په نوم انقلاب بچ کړي.

نو ځکه اوس وخت راغلى دى چې د جنوبي افريقې په څېر د رښتياؤ او پخلاتوب (Truth and Reconciliation) کميسيون جوړ کړى شي، داسې کميسيون چې ټول ولس پرې باور وکړي، چې يو ازاد او اختيار لرونکى وي، په کوم کې چې د ټولو نمايندګان وي،  چې د ټولو قامي جرمونو او قامي پېښو په ازاده توګه څېړنه وکړي، هر يو قامي اتل او هر قامي مجرم راښکاره کړي او بيا ادارو ته نوي رولز آف ګېمز وړاندې کړي،  چې د هرې ادارې او هر کس دپاره يو داسې د حساب کتاب مېکانيزم جوړ کړي چې څوک پرې نيوکه ونه کړى شي.

لیکوال:سليم صافى

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …