کور / سلیم / د آسماني عذاب خطره / سليم صافى

د آسماني عذاب خطره / سليم صافى

د آئي اېس پي آر په يو ټوېټ باندې د هر څه ښه دي تاثر اخيستو والا او په وخت د ريټائرمنټ اخيستو د وخت نه مخکې اعلان باندې خوشحالي کوونکي، د لېونو په جنت کې اوسېږي.سلیم صافی

د "هغوى" په دې اعلان مجبوره کېدل، په خپله په سيول ملټرۍ کې د شخړې علامه ده او له دې ثابتېږي چې د ټولو په يو Page د ودرېدو دا دعوه هم دومره دروغ ده، لکه څومره چې څوک دا دعوه وکړي چې د ميا نواز شريف په مشرۍ باندې ناز کوونکي د دفاع وزير او د داخلې وزير په يو Page دي.

خو دا ځل معامله په دې خاطر ډېر خطرناکه ده چې په دې جمهوري نظام کې د سره کوم اپوزيسيون نشته.

د اېم کيو اېم، اې اېن پي او بي اېن پي مينګل په څېر سيمه اييزو ګوندونو نه پرته ټول قامي ګوندونه په حکومت کې شامل دي او ټول په يو وخت، د اولس په سترګو کې خاورې وراچوي.

عام خلک چې د کومو ستونزو سره مخ دي، د هغې سره نه مسلم ليګ (ن) څه علاقه لري، نه پيپلز ګوند او نه تحريک انصاف، د دې وطن خلکو ته چې کومې ستونزې رامخې ته دي، د هغې حل نه په مرکز او پنجاب کې مسلم ليګ (ن) مخې ته راوړل غواړي، نه يې په سندهـ کې پيپلز ګوند، په بلوچستان کې د هغه ځاى حکومت او نه په پښتونخوا کې تحريک انصاف د دې ستونزو څه حل راوباسل غواړي.

خلک رايې ورکوي، د زنده باد او مرده نارې وهي او په جلسو کې نڅاګانې هم کوي خو د سياستدانانو دپاره اوس هيڅوک هم لښتې خوړل او يا جېل ته تلل نه غواړي، خلک ټولو ته په يو نظر ګوري، د ټولو په کارکردګۍ يې نظر دى او ټولو ته بد رد وايي.

د سياست سينه د زړه نه د ډېرې مودې نه محرومه وه، خو د پيپلز ګوند د تېرو پنځو کالو د حکمرانۍ په وجه يې ورله د سترګو نه حيا هم واخيسته، تحريک انصاف د دهرنې او د هغې نه پس په خپلو اعمالو پکې د بې شرمۍ اضافه هم وکړه، مسلم ليګ او نورو مذهبي او سياسي ګوندونو پکې د منافقت دومره زهر وردننه کړل چې اوس د سياست او منافقت مانا يوه شوې ده.

هسې خو دغه ټول څيزونه د چاپېريال او وطن دپاره زهر دي، خو زما دپاره په کې د ټولو نه خطرناک څيز منافقت دى، چې د منافقت نه کار واخيستل شي نو اخري انجام يې ډېر خطرناک وي او د همدې دپاره الله پاک په اخرت کې د منافق انجام د کافر نه هم خراب ښودلى دى او که چرته په قام کې دا څيز راشي نو د هغې اخري خاتمه هم ډېره خطرناکه وي.

د سندهـ خو مونږ ټولو ته معلومه ده چې د بدعنوانۍ او بې انتظامۍ انتها ده پکې او په هغې د تبصرې څه ضرورت هم نشته، اوس خو د هغوى د اېم اېن اې نه واخله تر معمولي کارکن پورې هغوى ته معلومه شوې ده چې دا ټول بس د بډو خوړلو والا دي. د اې اېن پي ګوند رويه هم تر ډېره حده پورې د پيپلز ګوند په څېر شوې ده، د اېم کيو اېم کارکنان هم اوس په بوجو کې د بندو مړو سره خپل تړون نه پټوي او الطاف بهايي په خپله هم دا مني چې زمونږ د ګوند ځينې کسان دغه کارونه کوي، په بلوچستان کې خو د سياسي خلکو د حکمرانۍ نوم بس د همدې دپاره دى چې صوبه بل څوک وچلوي او دوى صرف تش د پېسو ګټلو ته ملا وتړي.

هلته حکومت بس حکومت وي، که د اولس دپاره يې څه وکړل او که وې نه کړل، نو ځکه نن په دې کالم کې صرف د دغه دوو ګوندونو د وارداتو او دروغو  تذکره او تجزيه کول غواړم، کومې چې ځان ډېر پاک لمنې ګڼي.

له ټولو مخکې د مسلم ليګيانو د منافقت يوه صحنه وګورئ او هغه دا چې کله د چين پاکستان اکنامک کارېډور پروژې تذکره په اولسي سطح پېل شوه نو وفاقي وزيرانو دا دروغ ويل پېل کړل چې د لاهور اورنج ټرېن پروژې ددې سره هيڅ تړون نشته، دا دروغژنه دعوه د وزيراعظم په صدارت کې په ٢٨مه مۍ رابلل شوي اې پي سي کې د ټول قام او سياسي مشرانو په مخکې هم وشوه، زما سره د احسن اقبال صېب په درځنونو ويډيوګانې شته چې په هغې کې هغه دا دعوه کړې ده چې د لاهور اورنج ټرېن پروژه د سي پي اي سي برخه نه ده، خو تېره مياشت چې کله د دواړو هېوادونو شريک کوارډنيشن کونسل (JCC) د غونډو يادښتونه زما لاس ته راغلل نو راته معلومه شوه چې دغه پروژه د سي پي اي سي برخه ده، خو د دې نه وروسته هم حکمرانان ټول قام ته او سياسي ګوندونو ته دروغ وايي.

خو اوس د لاهور په لوى څارنوالۍ کې (٢١مه جنوري ٢٠١٦م) د پنجاب حکومت وکيل خواجه حارث دا خبره ومنله چې دا پروژه د سي پي اي سي برخه ده.

خواجه حارث څارنوالۍ ته دا خبره وکړه چې د دې پروژې تفصيل او دستاوېزونه دلته ځکه نه شو وړاندې کولاى چې دا د سي پي اي سي برخه ده، اوس دا دروغ هغه حکمرانان په مسلسل ډول وايي کوم چې لمونځونه هم کوي، ډېر پاک لمن هم ځان ګڼي او په خبرو کې هر وخت د هرې جملې نه مخکې د الله فضل و کرم دى توري هم کاروي او د همدغه الله پاک حکم دى چې خلکو ته رښتيا وايئ.

اوس راشئ په خېبر پښتونخوا کې د حکومتي ګوند پاک لمنۍ اړخ ته، عمران خان صېب دا دعوې کوي چې هغه په صوبه کې د خپل حکومت په ذريعه په سرکاري مصرف وزيران بهرنو هېوادونو ته لېږلو باندې بندېز لګولى دى، هم دغه رنګ دې حکومت دا پرېکړه هم کړې وه چې سرکاري خلک به په بزنس کلاس کې سفر نه کوي، اوس چې کله د وزير اعلي، وزيرانو او د سپېکر بهر ملک ته د سفر زړه وشو، نو د وزارت په لټون کې لګيا او په برتانيه کې د خپل کور مالک، د تحريک انصاف اېم پي اې خپل خدمات وړاندې کړل، هغه دوى دپاره د يوې ادارې نه دا دعوت نامه راواخيسته چې د پښتونخوا اسمبلۍ ممبران او وزيرانو ته دې په سکاټ لېنډ کې د يوې اونۍ دپاره ټرېننګ ورکړى شي، خو شرط پکې دا وو چې د سفر ټول اخراجات به دوى په خپله ترسره کوي.

بس نو وزيراعلي د خپل ځان لپاره، د خپلو درېو وزيرانو لپاره، د خپل تعليم د وزير لپاره او د اطلاعاتو د وزير لپاره خپل جوړ کړى قانون مات کړو، د سرکاري پېسو نه يې د برتانيې د سفر لپاره پېسې منظورې کړې.

د پښتونخوا د اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر صېب او د هغه نيم درځن د اسمبلۍ نور ممبران چې ورسره د اپوزيسيون مشر مولانا لطف الرحمان هم شامل و، د اسمبلۍ په پېسو برتانيه ته د تګ منظوري ورکړل شوه، خو هغه د وزيراعلي نه د قانون د ختمولو زحمت هم ونه کړو او د وزير اعلي په مشرۍ کې يې د برتانيې د سفر دپاره ځان چمتو کړو، بيا ټول مهم وزيران او د ټولو ګوندونو سره تعلق لرونکي د اسمبلۍ غړي (د اې اېن پي جعفر شاه نوم هم پکې وو خو هغه لا نه ړو) د وزيراعلي په مشرۍ کې برتانيه ته روان شول.

د تګ دپاره د تحريک انصاف دې انقلابيانو د پي آئي اې په ځاى د متحده عرب اماراتو په الوتکه کې د سفر کولو پرېکړه وکړه او چې ټول عمر يې د وي آئي پي کلتور د خاتمې دروغژنې نارې وهلي دي نو د همدې دپاره د Economy Class په ځاى په Business Class کلاس کې لاړل.

نو چې په کومه ورځ په باچا خان پوهنتون چارسده باندې بريد وشو نو په دغه ورځ په صوبه کې وزير اعلي، د پي ټي آئي سپيکر او يا کوم بل اهم وزير نه وو، په دغه ورځ چې مو په رسنيو کې دا خبره رامخې ته کړه نو وزير اعلي صېب واپس راغلو، خو اسد قېصر صېب سره د نيم درځنو وزيرانو، په يوه اونۍ تېرېدو هم د دې کالم تر ليکلو تراوسه نه دي راغلي او په برتانيه کې مزې کوي.

خبره د پوهنتون ده خو د لوړو زدو کړو وزير مشتاق غني صېب د وطن نه بهر دى او د پرائمري کچ تعليم وزير عاطف يوسفزى په برتانيه کې د سپيکر صېب د سيکرتر خدمت ترسره کوي.

په ښوونځو، کالجونو او پوهنتونونو کې د زده کړې په ځاى د ټوپکو د خورولو خبرې کېږي او د صوبې د تعليم دواړه وزيران په برتانيه کې چکرې وهي.

روغتونونه د ترهګرۍ له وجې د ټپيانو يا ذهني ناروغانو نه ډک شوي دي او د صحت وزير شاهرام ترکى د برتانيه د روغتونونو کتنې کوي.

اوس هره ورځ د تيلويزون په سټوډيو کې ناست د مردان، سوات او کوهاټ د پي ټي آئي اېم اېن اې ګان د اسمبلۍ په اجلاس کې، د اياک نعبدو و اياک نستعين نه پېل وکړي او په چغو چغو د وزيراعظم او د داخلې وزير د وطن نه د ورکېدو تذکرې خو کوي، خو د خپلو وزيرانو او مشرانو په سرکاري خزانې په عېش و عشرت او د صوبې نه د بهر چکرو تذکرې نه کوي، په دې ټول ګوند کې دننه داسې څوک نشته چې د دومره جرات څرګندونه وکړي چې په کومه خپرونه  کې نورو ته پېغورونه ورکوونکي دې اېم اېن اې ګانو ته ووايي چې وروره که د رښتيا ويلو طاقت نه لرئ نو کم از کم د دروغو ويلو نه مخکې خو اياک نعبدو و اياک نستعين مه وايئ.

مونږ خو د ترهګرو او د دغه رنګ نورو عذابونو نه ژاړو، خو زه ويرېږم چې زمونږ د دې منافقت په وجه د بني اسرائيل په څېر اسماني عذابونه راباندې رانازل نه شي، ځکه چې منافقت د کفر نه هم لوى جرم دى او د دې سزا په اخرت کې هم د کفر نه ډېره خطرناکه ده.

لیکوال : سلیم صافی

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …