کور / افغانستان او نړۍ / له ډوډۍ وروسته د دې څيزونو خيال وساتئ

له ډوډۍ وروسته د دې څيزونو خيال وساتئ

انسان ته د ژوندي اوسېدو لپاره د اوبو او د خوړو ضرورت تر ټولو مهم دى، که دا نه وي نو انسان ژوندى نه شي پاتې کېداى، خو که چرته خواړه په صحيح پېمانه ونه خوړل شي نو هم انسان کمزورى کېداى شي يا ناروغه کېداى شي، پوهان وايي چې ښه خواړه او لږ خواړه خوړل پکار دي، چې دا د بدن لپاره ښه هم دي او بدن يې هضمولى هم په اسانه شي.له ډوډۍ وروسته د دې څيزونو خيال وساتئ

خو ځينې خلک په دې نصيحتونو عمل نه کوي او ښه ډېره ډوډۍ خوري، د کوم له وجې پکې سستي هم پېدا کېږي او ډوډۍ يې هم سمه نه هضمېږي. داسې ښکاري چې ځينې خلک د ډوډۍ نه پس ځينې داسې کارونه کوي چې يو خو پرې بدن ته ډوډۍ هضمول ګران وي او بله دا چې ورسره يې بدن ته هم تاوان رسېږي او په ځينو ناروغيو کې اخته کېږي، پکار خو نه ده چې دا خلک داسې وکړي خو زمونږ په ورځني ژوند کې زياتره خلک هم داسې کوي.

نن به درته دلته د هغه ځينو په اړه ووايو چې کوم له ډوډۍ وروسته زر نه دي کول پکار.

سيګرټ څښل:

کوم خلک چې سيګرټ څښي هغوى په ډوډۍ پسې سم دست سيګرټ په دې وجه هم څښي چې په دې باندې به خپله خوړل شوې ډوډى هضم کړي، خو پوهان وايي چې په ډوډۍ پسې سم دست سيګرټ څښل دومره خطرناک دي لکه چې سړى په يو ځل لس سيګرټ وڅښي او په دې عمل د کېنسر په څېر خطرناک مرض هم انسان ته لګېدى شي.

تازه مېوې:

کله چې تاسو په ډوډۍ پسې سم دست تازه مېوې خورئ نو هغه مېوې د ډوډۍ سره يو ځاى شي او په معدې کې ونښلي او دغه شان هغه په خپل وخت خپل ځاى ته ونه رسي، پوهان وايي چې د ډوډۍ قريباً يو ساعت وروسته تازه مېوې خوړل پکار دي او يا د ټولو نه ښه او غوره دا ده چې سحر وختي سړى تازه مېوې وخوري چې څه وخت يې معدې تشه وي.

چاى:

د چايو په پاڼو کې ډېر زيات تېزابيت موندل کېږي، نو په هم دې وجه پوهان وايي چې په ډوډۍ پسې سم دست چاى څښل نه دي پکار، کوم خلک چې په ډوډۍ پسې سم دست چاى څښي نو هغه ډوډۍ هضمول خو لرې خبره ده، نورې ستونزې هم په بدن کې راولاړوي، د ډوډۍ خوړلو نه قريباً يو ساعت پس چاى څښل ګټه لري.

ګرځېدل:

ډېرى خلک دا خبره کوي چې د ډوډۍ خوړلو نه وروسته پياده ګرځېدل پکار دي چې ډوډۍ پرې هضمه شي، خو په ډوډۍ پسې سم دست ګرځېدل ښه نه دي، پوهان وايي چې کوم خلک په ډوډۍ پسې سم دست پياده ګرځي نو د هغوى په هاضمه کې خرابوالى راتلاى شي، خو که د ډوډۍ خوړلو نه نيم ساعت وروسته پياده وګرځئ نو هغه د بدن لپاره ګټې لري، خو د شلو نه تر دېرشو دقيقو پورې ګرځېدل پکار دي، زيات ګرځېدل واپس ستاسو خېټه تشوي.

اوده کېدل:

د ډوډۍ خوړلو نه وروسته د هغې د هضمولو لپاره هغې ته لږ وخت پکار وي او دې دپاره دا ضروري ده چې د انسان بدن په حرکت کې وي، په ډوډۍ خوړلو پسې سم دست اوده کېدل ښه ځکه نه دي چې په دې وجه خوړل شوې ډودۍ په صحيح توګه هضمه نه شي او د هغې له وجې د انسان بدن د ډېرو ناروغيو ښکار کېداى شي.

خبریال ډاټ کام

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …