کور / سلیم / د پاکستان او افغانستان د پولې تنظيمول، ولې او څنګه؟

د پاکستان او افغانستان د پولې تنظيمول، ولې او څنګه؟

د حامد کرزي صېب د ولسمشرۍ په اخري ورځو کې زه کابل ته تلم، زه او زما د جيو نيوز د خپرونې "جرګه" ملګري د اسلام اباد نه د الوتکې په ذريعه تلو. زما د پېښور درې ملګري هم ماسره کابل ته تلل خو هغه د سرک په لاره روان وو، په دوي کې يو د پېښور مشهور ژورنالسټ (عقيل يوسفزى)، دوېم په پاکستان او افغانستان دواړو کې يو شان مشهور پروفېسر او شاعر (اسرار اتل) او درېم د پښتو ژبې يو مشهور سندرغاړى (کرن خان) وو. سلیم خان صافی

زما دغه شاعر او سندرغاړى ملګرى په افغانستان کې ډېر نوموړى او پېژندل شوى سندرغاړى دى او کابل ته ځي راځي، له دې مخکې هغه د اسرار اتل سره کله هم په وېزه باندې افغانستان ته نه وو تلى، نو په دې سفر کې هم هغوى پرته له وېزې او پاسپورټه تلل غوښتل خو ما د دوى مخې ته دا شرط کېښوده چې که زما سره ځئ نو په قانوني توګه به د ټولو دستاوېزونو سره ځئ.

زما په ډېره وېنا هغوى په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ نه د وېزو لګولو تکليف په ځان راواړولو او په مونږ پسې په زمکنۍ لاره کابل ته راورسېدل. په کابل کې مونږ په ډېرو غونډو کې برخه واخسته، پاکستانۍ سفارتخانې ته به هم تلو راتلو او د افغانستان په تيلويزونونو کې به مو په خپرونو کې هم برخه اخيسته، خو ماته چرته هم د دې خبرې پته ونه لګېده چې دوى په پاسپورټونو باندې د خروج او دخول ټاپې نه دي لګولي، دا راته هله معلومه شوه چې کله مونږ د افغان ولسمشر سره د مرکې لپاره ارګ ته تلو.

د امنيت په خاطر د افغان ولسمشر سره د مرکې نه يوه ورځ مخکې د هغوى د امنيت ساتونکي پاسپورټونه غواړي او ريکارډ يې ګوري. د هغوى په وېنا ما يوه ورځ مخکې خپل، د خپل پروډيوسر، کېمره مېن او د دغه ملګرو پاسپورټونه ورولېږل، لږ ساعت وروسته راته زنګ راغلو چې تاسو او ستاسو عمله خو ارګ ته راتلى شي خو ستاسو ملګري نه شي راتلى، ځکه چې د دوى په پاسپورټونو باندې د خروج او دخول ټاپې نه دي لګېدلي. 

ما چې کله له هغوى پوښتنه وکړه نو هغوى راته وويل چې او مونږ خو په پاسپورټونو د دخول يا خروج ټاپې نه دي لګولي، ځکه چې نه مونږ د پاکستان اړخ ته چا ودرولي يو او نه چا د افغانستان اړخ ته د پاسپورټ يا وېزې پوښتنه وکړه، دغلته د کرښې د دواړو خواوو کارکوونکو له دوى سره سيلفيانې هم اخيستې وې او ورته يې د چايو ست هم کړى وو خو د کرښې دواړو خواو ته ترې نه، نه چا د پاسپورټ پوښتنه کړې وه او نه يې د دوى د دستاوېزونو کتلو ضرورت محسوس کړى وو.

نو په درځنونو ځل چې دا ملګري افغانستان ته تلي راغلي وو او کله يې د وېزې لګولو تکليف په ځان نه وو وړى، نو دا ځل يې هم په اميګرېشن کې د وخت د ضايع کولو نه ځان ساتلى وو، هم دغه وجه ده چې هره ورځ د تورخم په کرښه باندې په زرګونو خلک بې د وېزې او پاسپورټ نه ځي راځي، هم دا حال د چمن، غلام خان، ناوه پاس او د نورو لارو دى او په باچا خان پوهنتون بريد کوونکي هم په کومه غرييزه لار نه، د همدې تورخم په لار د نورو مسافرو په شکل کې په کرښه راووختي وو.

ما په تېرو لسو کالو کې بې شمېره ځل په دې ستونزه باندې تيلويزوني خپرونې او کالمونه ليکلي دي، په خپل تيلويزوني خپرونه "جرګه" کې مې په خپله د تورخم په کرښه دا ټول هر څه خلکو ته په شيشه ښودلي دي، چې څنګه په زرګونو خلک بې د څه تپوس پوښتنې په دې کرښه اوړي رااوړي، ما په خپله په افغانستان کې مخکني سفير محمد صادق، مخکنۍ د خارجې وزيره حنا رباني کهر، مخکنى د فوځ مشر جنرل اشفاق پروېز کياني او د د فوځ د اوسني مشر جنرل راحيف شريف سره دا خبرې وکړې خو چا هم دې ستونزې ته پاملرنه ونه کړه.

په دې موده کې پلډ اټ په تېرو کلونو کې په دې اړه په احمر بلال صوفي يو راپور وليکه او نشر يې کړو او له دې پرته د پاکستاني فوځ ترجمانې مجلې "هلال" کې په دې باندې د پي اېچ ډي د يو سکالر يو راپور خپور شوى دى، له دې پرته دا تر ټولو مهمه موضوع نه زمونږ په رسنيو کې راغله او نه په سياست کې په دې چا څه خبرې وکړې، ګنې د حناي رباني کهر او محمد صادق په هڅو په فروري ٢٠١٣م کال کې د بريتانيه په ښار چيکر کې ولسمشر زرداري، ولسمشر کرزي او د بريتانيه وزيراعظم يو ځاى غونډه وکړه او افغان دولت په وړومبي ځل د سرحد په تنظيمولو باندې خپل راضيتوب ښکاره کړ او د بريتانيه دولت يې نه صرف دا چې ضمانت واخيستو، په دې کې يې د مرستې کولو ژمنه هم وکړه. 

نو کومه بريتانيه چې د ډېورنډ لائن د دې ستونزې د وجې بنياد و، هم هغې د دې د ضمانت اخيستو او د مرستې کولو لپاره هو وکړل، خو له بده مرغه په تېرو درېو کالو کې نه زمونږ دولت دا مهمه ستونزه په خپلو ترجيحاتو کې شامله کړه او نه يې د افغان دولت سره په دې اړه څه قدم پورته کړو.

په تېرو کلونو کې چې کله هم د کوم دولتي کس، تر وزيراعظم پورې، سره زما ليدل شوي دي نو ما د هغوى پام دې ستونزې ته رااړولى دى، خو چا هم په دې اړه غوږ نه دى ګرولى.

لکه څنګه چې په پاکستان کې دا فېشن جوړ شوى دى، چې ځينې وخت يوه ستونزه د خلکو توجو ځان پله راواړوي او بيا هر يو د دې زوتول پېل کړي، نو هم دغسې په دې ورځو کې د سرحد د تنظيمولو خبره د هر يو په خوله ده، هر يو سړى خو د سرحد د تنظيمولو خبره کوي خو چې په کوم انداز دوى لګيا دي نو ماته خو داسې ښکاري چې لکه د نورو ستونزو په څېر به دا هم ګډه وډه کړي او د کنفيوژن ښکار به شي.

څوک دا وايي چې د سرحد د بندولو مطلب د سرحد تنظيمول دي، ځينې بيا وايي چې د دې نه به د ډېورنډ لائن مسئله بيا راپورته شي، څوک وايي چې په دې کار به په کربونو روپۍ مصرف شي او څه داسې هم وايي چې د سرحد نه اخوا دې د بارودو غارونه وکنستل شي، خو چې څومره خولې دي نو هم دومره خبرې. 

د سرحد د تنظيمولو مطلب هيڅ کله هم دا نه دى چې په دې دې ازغن سیم  ولګولى شي يا دې بند کړى شي، د چين سره د پاکستان ٥٢٣ کيلوميټر او ايران سره ٩٠٩ کيلوميټر سرحد نه بند دى او نه په ټول سرحد ازغن سیم ونه لګول شوي دي، خو دغه سرحد باندې څوک ځکه اوړي نه چې د ايران او چين نه راتلونکو ته معلومه ده چې که هغه کوټې يا ګلګت کې د دستاوېزاتو نه پرته ونيول شول نو زندان به يې ځاى وي او هم دغسې د پاکستان نه هم څوک هلته د اوړېدلو هڅه نه کوي، ځکه چې دوى ته معلومه ده چې په ايران يا چين کې که چرته بې د دستاوېزاتو ونيول شول نو زندان ته به ځي.

د سرحد د تنظيمونو بلها شکلونه کېداى شي او هر ځاى ګاونډي هېوادونه خپلو تعلقاتو او حالاتو ته په کتو سره هغه تنظيموي، لکه د ايران او چين سره زمونږ سرحدونه يو رنګ تنظيمېږي او د هندوستان سره په بل ډول تنظيمېږي، د امريکې د مېکسيکو سره د سرحد د تنظيمولو شکل يو رنګ دى او د کاناډا سره يې بل رنګ.

د افغانستان سره زمونږ د سرحد د تنظيمولو مطلب دا نه دى چې دا دې بند کړى شي او نه دا چې ازغن سیم ونه دې پرې ولګول شي، دلته د سرحد د تنظيمولو په وخت مونږ ته د افغان کډوالو او قبايلي خلکو خيال هم ساتل پکار دي او هم دغه شان تجارتي اسانتياوې بندول نه زياتول پکار دي او غېر قانوني تجارت ختمول غواړي او قانوني تجارت ته وده ورکول غواړي.

افغانستان ته تلونکي‌ترهه ګر به هم کنټرول شي‌او دپاکستان په ګاونډي هیواد کې به سوله راشي او دپآکستان ګیلې به هم په ځای شي‌. 

دا وخت حالات داسې دي چې په قانوني لار د افغانانو پاکستان ته راتګ ډېر ګران دى او پاکستانيانو ته په قانوني لاره افغانستان ته تګ ګران دى، ځکه چې هره ورځ د دواړو هېوادونو سفارتخانې څو سوه وېزې خلکو ته ورکوي چې دا ترلاسه کول هم ډېر ګران دي، خو بې د دستاوېزاتو تګ راتګ ډېر اسان دى، نو په دې وجه چې کوم خلک د کاروبار او يا نورو څه ښه سرګرمو لپاره ځي راځي نو د سفارتخانو او قونسلګريو د کړاو نه ځان خلاصوي.

د سرحد د تنظيمولو مطلب څه دى او دې ته څنګه عملي شکل ورکولى شو، که ژوند وو نو په راتلونکو ورځو کې به په دې اړه خپل نظر وړاندې کړم.

لیکوال : سلیم صافی

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …