کور / سلیم / مبارک مو شه / سليم صافى

مبارک مو شه / سليم صافى

ميا نواز شريف ته دې مبارک وي، ميا شهباز شريف ته دې مبارک وي، حمزه شهباز شريف ته دې مبارک وي، کېپټن صفدر ته دې مبارک وي او پروفېسر احسن اقبال ته دې هم مبارک وي، دوي وګټله او پاکستان وبايېله. مولانا فضل الرحمان دوي راضي کړو، سراج الحق يې غلى کړو، پروېز خټک يې لاځوابه کړ، شاه محمود قرېشي يې له ځانه سر کړ، محمود خان اڅکزي ته يې سترګه ووهله، حاصل بزنجو ته يې اشاره وکړه، قائم علي شاه يې يوې څنډې ته کړ، د اعتزاز احسن له خولې يې د ځان پر ستاينه تقرير وکړ، افراسياب خټک يې د مصلحت ښکار کړ او اختر مېنګل يې يواځې کړ، خو بيا هم سياسي مشرانو د سي پي اي سي په اړه د ميا نواز شريف سره اتفاق وکړ.سلیم صافي

زه دا خبره کوم چې د وزيراعظم د اې پي سي په څېر دا اوسنۍ اې پي سي هم دوکه او يوه ډرامه ده، خو چې کله مذهبي، سياسي، قام پرستان او انقلابي مشران په شريکه خپل ځان په شعوري توګه دوکه کړي او نو بيا زما غوندې د يو مزدور د احتجاج هيڅ حېثيت نه جوړېږي، هيڅ اهميت يې نه پاتېږي.

د تنقيد حق زه اوس هم لرم او د دليلونو سره به يې کاروم، خو دلته جمهوريت دى او د پښتونخوا اعلٰي وزير هم د وزير اعظم په هو کې هو کړې ده، نو اوس بايد هغه فېصله ومنو کومه چې سياسي مشرانو کړې ده.  د دې سره سره بايد مونږ دا حقيقت هم ومنو چې دا ګټه د شريفانو وروڼو او احسن اقبال صېب حق هم وو او د وړو صوبو اولس چې ځان له کوم نا اهل مشران ټاکلي دي، د هغې له وجې دوي له دې نه محرومه کېدل د هغوي نصيب هم دى. 

د چين پاکستان اکنامک کارېډور منصوبه د پيپلز ګوند په دور کې تياره شوې وه، کله چې د په مرکز کې د پيپلز ګوند او پښتونخوا کې د اې اېن پي حکومت و. په مېمورنډم آف انډسټېنډنګ باندې امضاء د نواز شريف د وزيراعظمۍ نه مخکې په نګران دور کې د چين وزيراعظم د پاکستان ته په راتګ (٢٢مه مۍ ٢٠١٣م) باندې شوې وه، خو د شريف کورنۍ د دې دپاره تيارى د مخکې نه کړى و. د پنجاب د وزير اعلي په حېث ميا شهباز شريف ته د دې پروژې د اهميت علم د مخکې نه و، نو د دې لپاره يې فواد حسن فواد په دې دنده ګمارلى و چې په هره خبره نظر وساتي. 

کله چې نواز شريف د وزيراعظمۍ حلف واخستو نه وروسته په جولايي ٢٠١٣م له ټولو وړومبى خارجي سفر چين ته وکړو، ګنې له دې مخکې به نواز شريف لومړنى سفر سعودي عرب ته کولو او احسن اقبال يې له هغه وخت نه مخکې بيجنګ ته لېږلى و. وزيراعظم صېب په وړوکې الوتکې کې د خپلې کورنۍ او خاصو خلکو سره سره لاړ او خارجه سکتر سره يې نور دولتي کارکوونکي د بنکاک له لارې مخکې ولېږل، چې د دوي د ورتګ نه مخکې ضروري کارونه ترسره کړي.

د وزيراعظم ورور شهباز شريف د خپلې کورنۍ سره د يو تاجر په شخصي الوتکه کې وهلته ورسېدو او پروېز خټک، قائم علي شاه او ډاکټر عبدالمالک بې خبره پاتې شو او په همدې تناظر کې هغوي له دې پروژې سره تړلي ټول خاص وزارتونه د پنجاب هغه خلکو ته ورکړې چې په هغوي يې اعتماد وو او د رسنيو وزارت يې له خپل ځان سره کېښود، ورسره يې د اېن اېچ اې انچارج يې خپل زوم کېپټن صدر صاحب کړو، له ډېرې مودې نه د سکرتر عهده يې هم د اېن اېچ اې چئيرمېن ته ورکړه چې درېم کس يې په مينځ کې رانه شي. 

په چوکۍ د کېناستو سره يې سېف الرحمان صاحب هم مېدان ته کړو، د پنجاب د څلور حلقو نه عمران خان صاحب لويه کيسه جوړه کړه او د ټول سياست سره يې د پښتونخوا حکومت هم برمته کړو او رسنۍ هم په دې ډرامه کې بوختې شوې نو حکومت هم دا موقع غنيمت وګڼله او د سياست په دې تاوده موسم کې يې د چين پاکستان اکنامک کارېډور ټولو پروژو ته حتمي شکل ورکړو او د جې سي سي د غونډو کوم يادښتونه چې ما وکتل نو له هغې نه راته اندازه وشوه چې ختيځ روټ د کارېډور روټ د برابرولو لپاره ټولې مهمې فېصلې په ٢٠١٤م کې شوي دي.

شريفانو وروڼو او احسن اقبال په خپل حساب هر څه صحيح کړي دي، هغه د منځني پنجاب ليډران دي او هغوي د خپلو ذاتي، کورنۍ او سيمه ايزو فايدو لپاره هر څه خپل ځان ته راکش کړل. د پښتونخوا او بلوچستان سره چې کوم ظلم وشه، هغه د دغه ځايونو مشرانو وکړل، د خپلو خپلو صوبو لپاره غږ پورته کول د دوي حق وو خو د دې دوه کالو په موده کې عمران خان يا پروېز خټک د چين پاکستان اکنامک کارېډور نوم هم چرته وانخستو او دپاسه پرې لا دا چې عمران خان په کنټېنر ولاړ په دې پروژې پسې ټوکې هم کولې. 

د چين د صدر د پاکستان دوره چې د دې دهرنو دلاسه پاتې شوه نو د چين د سفارتخانې ځينو کارکوونکو ژړل خو خان صاحب ورپسې ټوکې کولې چې د چين صدر خو پاکستان ته هسې هم نه راتلو. په همدې ډول د چين پاکستان اکنامک کارېډور د فېصلو په اړه د دې کال (٢٠١٤م) په موده کې پروېز خټک صېب د وفاقي حکومت سره نه څه اړيکې ونيولې او نه يې ترې څه پوښتنه وکړه، دا يې څه کوې چې هغه ته معلومه هم نه وه چې دا لا څه بلا ده.

په ٢٠١٣م او ٢٠١٤م کال کې پي ټي آئي په دې اړه په پارليمان کې هيڅ خبره ونه کړه او نه يې د څه پوښتنې کولو ضرورت محسوس کړو، بس صرف يو څو سنېټرانو (سعيد مندوخېل، روزي خان کاکړ، داود اڅکزى، شاهي سيد، عبدالنبي بنګښ او تاج حېدر) په سينيټ يا له دغه کمېټو ته خپل غږونه رسول او هم داسې افتاب شېرپاؤ او مولانا فضل الرحمان د وزيراعظم او دغه ډلې توجو خپل ځان ته رااړوله. 

د پښتونخوا مشران يعني عمران خان صېب او پروېز خټک صېب چې څه وخت په کنټېنر باندې نڅاګانې کولې نو په هغه وخت کې په دې اړه باندې کالم وليکه او تيلويزوني خپرونه مې پرې وکړه او دې اړخ ته د دوي د توجو رااړولو لپاره مې د پروېز خټک صېب سره ليدل هم وکړل، خو په هغه وخت کې د کارېډور په اړه دوي زما خبرو ته هيڅ اهميت ور نه کړ.

د پي ټي کوم مشران چې په دغه موده کې زما سره په رابطه کې وو، هغوي ټولو ته ما په دې اړه باندې معلومات ورکړل او صرف د مراد سعيد صېب  اېم اېن اې ته مې د درځن نه ډېر خواستونه وکړل چې هغه دې د خپل ليډر توجو د چين پاکستان اکنامک کارېډور په لور راواړوي، خو نه پوهېږم چې هغوي زما خبرې خان صېب ته ونه رسولې، که نه خان صېب دې خبرو ته څه اهميت ور نه کړو، هم دا خواست ما علي امين ګنډاپور، شوکت يوسفزي، ډاکټر حېدر او د پي ټي آئي نورو ملګرو او تر دې پورې چې سراج الحق صېب په وساطت سره مې هم کوښښ وکړ، خو په هغه وخت کې د پي ټي آئي د مشرانو په ذهنونو کې د څلورو حلقو او د نواز شريف د حکومت د ختمولو نه پرته بله کومه خبره نه کېناسته.

په رسنيو ما عاجز بنده او په اولس کې ډاکټر سيد عالم محسود دا غږ پورته کړو، بيا د اې اېن پي يو تنظيم اېن وايي او په دې اړه يوه اې پي سي راجوړه کړه او مولانا فضل الرحمان هم په دې معامله کې د خلوت نه جلوت ته راوستو نو بيا وزيراعظم صېب مجبوره شو او خپله اې پي سي يې راوغوښته. 

د دې اې پي سي په نتيجه کې چې کومه کميټي جوړه شوه نو په هغې کې د پي ټي آئي او پښتونخوا نمايندګي اسد عمر صېب او شبلي فراز صېب ته وسپارل شوه. اسد عمر صېب چې د پي ټي آئي له اړخه يې دلته مشري کوله، د هغه له خېبر پښتونخوا يا بلوچستان سره هيڅ همدردي نه وه او لويه تماشه خو دا وه چې په دې اته مياشتو کې هغوي د ختيځ روټ په اړه هيڅ خبره ونه کړه (د دې کميټۍ د غونډو يادښتونه ماسره شته) او هغوي چې کله هم څه پوښتنه کړې ده نو د توانايۍ د ځينو پروژو او د هغې د معاهدو په اړه يې کړې ده، بيا چې کله د پاکستاني اولس د ګمراه کولو لپاره مشاهد حسېن سيد صېب د کمېټۍ غړي ګوادر ته بوتله، نو شبلي فراز صېب په اټلي کې و او اسد عمر صاحب په پاکستان کې و خو د دوي سره يې تر ګوادره پورې د تلو تکليف ونه کړ.

ماسره د هغوي د هغه وخت يو تقرير په ريکارډ شته په کوم کې چې هغه د لويديځ روټ په اړه چغې وهي او د احسن اقبال صېب په څېر يې بې جوازه ګڼي او بيا چې کله وزيراعظم صېب په ژوب کې د لويديځ روټ په نامه د يو سرک افتتاح وکړه نو دا مسئله يو ځل بيا اولسي او سياسي شوه، نو د خپل سياست په خاطر پي ټي آئي او د دوي صوبايي حکومت دا مسئله راپورته کړه، خو دوي څه تياري نه وه کړې نو له دې وجې يې صرف چغې وهلې او بيا چې د وزيراعظم په دوېمه اې پي سي کې د پروېز خټک صېب کوم حالت شوى و، هغه ډېر د رحم قابل و او داسې به ولې نه کېدل، چې د پښتونخوا له خوا وکيل د ختيځ پنجاب شاه محمود قرېشي ټاکلى شوى و.

په دې اې پي سي کې د پروېز خټک سره نور سياسي او مذهبي مشران وزيراعظم په دې راضي کړل چې د کارېډور اصل روټ به لويديځ وي خو ختيځ روټ باندې به صرف څلور طرفي ايکپرېس وې جوړېږي او ځينې ويسټرن الائمنټ به دلته جوړېږي، دا خو داسې شوه چې په تېره اې پي سي کې وړو صوبو څه ګټلي وو هغه يې دلته وبايېلل او هم داسې په تېره اې پي سي کې د بلوچستان کومې نيوکې وې د هغې د لرې کولو وعده په دې اې پي سي کې د لرې کولو وعده شوې وه، خو دلته د بلوچستان هيڅ ذکر هم ونه شه.

ميا صاحبانو او احسن اقبال صېب ته دې مبارک وي، د پښتونخوا خلکو ته دې د بدلون په تل عمري نوم د رسوايۍ د بلوچستان قوم پرستانو ته دې د انقلاب په نوم تل عمري پاتې د وروستو پاتې کېدو مبارک وي.

کشکې چې په پښتونخوا او بلوچستان کې هم د شهباز شريف وزيراعلى واى او کشکې چې د دې صوبو وکالت هم د پروفېسر احسن اقبال په څېر چا کولى. د چين پاکستان اکنامک کارېډور په اړه دا زما اخرنى کالم دى، په دې اړه د نورو کالمو د ليکلو نه ډډه کوم چې د حکومت او د هغوي د ژورنالسټانو د ګټې دا مزه خرابه نه کړم او د پاکستانيانو د په زخمونو نوره مالګه ونه دوړوم. که چرته ژوند وو نو په دې اړه به يو کتاب وليکم او ټول حقيقتونه به پکې راوسپړم او ورسره ورسره به يو يو کردار هم راښکاره کړم، خو دا مهال خپله تجزيه په ريکارډ راوستل غواړم چې د ذاتي، کورني او سيمه ايزو ګټو لپاره دولتي خاندان څه کوي او د وړو صوبو مشران په دې اړه کومه نا اهلي ښکاره کوي.

په دې باندې هغوي تاريخ کله هم ونه بخښي، دا زما ايمان دى چې دا هر څه د دولت مشرانو د پنجاب يا د پنجابيانو د فايدې لپاره نه بلکې د خپلو ذاتي فايدو لپاره وکړل خو د پنجاب خلاف چې يې په خلکو کې کومه کرکه راپېدا کړه او په راتلونکي کې چې به کومې نورې کرکې راښکاره کېږي، په دغه اساس باندې دا دولتي مشران يو عظيم ظلم ترسره کوي. اوس به دا خبره د کوم لېوني ښکاره شي خو دا زما ايمان دى چې د چين پاکستان اکنامک کارېډور د پروژې دا دهاندلي به د دولتي خاندان د مرۍ دپاره رسۍ جوړېږي.

لیکوال : سلیم صافی 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …