کور / سلیم / دوکه داسې پکار ده / سليم صافى

دوکه داسې پکار ده / سليم صافى

هسې خو د چين پاکستان اکنامک کارېډور د هغه اووه کارېډورونو نه يو دى د کوم په ذريعه چې چين د نړۍ مختلفې سيمې د ځان سره په اقتصادي پړو باندې تړل غواړي، خو په تزويراتي د جغرافيې په لحاظ په پاکستان کې تلونکى دا کارېډور د چين لپاره تر ټولو زيات مهم دى.

د اوسني چيني دولت لپار دا په وړومبي سر کې دى، په کوم چې له ډېرې مودې نه کار روان وو او د پاکستان د دولت سره وړومبۍ خبرې د تېر حکومت په دوره کې شوې وې. سلیم صافي

د ميا نواز شريف د وزيراعظم په توګه د حلف اخستو نه څو ورځې مخکې د چين د وزيراعظم د پاکستان دوره د دې مهم کار دپاره يوه خاکه تيارول وو او د همدې کار لپاره چې کله ميا نواز شريف حلف پورته کړو نو په جولايي ٢٠١٣م کې يې د چين دوره وکړه او په هم دې دوره کې د چين پاکستان اکنامک کارېډور په اړه د يادښت لپاره امضاء وشوه.

د هم دې يادښت په بنياد په پاکستان کې د پلاننګ او ډوېلپمنټ وزارت او په چين کې د نېشنل ډوېلپمنټ اېنډ ريفارمز کمېشن (NDRC) وزارتونه وټاکلى شول او دوي دواړو چې کوم کسان تجويز کړل نو د هغوي يوه شريکه کمېټي (JCC) جوړه کړى شوه.

د پلاننګ اېنډ ډويپلمنټ د وزير په حېث احسن اقبال صېب د پاکستان له اړخه د جې سي سي مشري کوله، په جې سي سي کې د دواړو حکومتونو ټاکلي شوي کسان شريکېږي او په دې کې د منصوبو، ټرافيک، انرجۍ او ګوادر وغېره لپاره کاري ګروپونه جوړ شو.

د چين پاکستان اکنامک کارېډور په اړه کومه اسمبلي، کمېټي، زارت، ډوېژن هيڅ اهميت نه لري، که څه اهميت لري نه هغه صرف دا جې سي سي کمېټي ده. دلته د دواړو دولتونو ټاکلي شوي کسان خپل خپل تجويزونه وړاندې کوي او بيا د مشورې نه پس هغه منلى کېږي، په هم دې جې سي سي کې د روټ سره سره د ټولو صحيح پروژو په اړه د چين صدر د پاکستان د دورې نه مخکې اجازت ورکړى او بيا چې وزيراعظم کله اې پي سي راوغوښته نو هغه ټوله ډرامه وه او د سياسي مشرانو هيڅ کومه نيوکه تراوسه پورې په جې سي سي کې د چين د ټاکلو شوو کسانو مخې ته رانه وړل شوه.

د دې جې سي سي د ټرانسپورټ په اړه وړومبۍ غونډه د ٩مې جنورۍ نه تر ١١مې جنورۍ پورې په ٢٠١٤م کال کې په پاکستان کې وشوه، په کوم چې ټاکلى شوى روټ (سنکيانګ، خنجراب، اسلام اباد، لاهور، ملتان، سکهر، کراچۍ او ګوادر) منظور شو. د چين او پاکستان په منځ کې د پاکستاني ډلې له اړخه په تجويز دې روټ باندې اتفاق وشو، په دې کار شروع او زما دا دعوه ده چې د وزيراعظم د اې پي سي نه پس هم تراوسه پورې په جې سي سي کې د هيڅ کوم مغربي روټ د چيني ډلې سره څه تذکره نه ده شوې. 

زه چې څه ليکم هغه د چين او پاکستان د شريکو دستاوېزونو نه ليکم او چې کومه دعوه کوم، هغه هم د دې دستاوېزاتو په رڼا کې کوم. دا دستاوېزات چې ما کله ولوستل نو حېران پاتې شوم، په څومره بې شرمۍ زمونږ دولت د ټولو سياسي مشرانو د دوکه کولو لپاره څومره دروغ وايي. 

تراوسه پورې د جې سي سي پنځه غونډې شوې دي، وړومبۍ غونډه په ٢٧م اګست ٢٠١٣م په اسلام اباد کې، دوېمه په ٩مه فرورۍ ٢٠١٤م په بيجنګ کې، درېمه په ٢٧م اګست ٢٠١٤م په بيجنګ کې، څلورمه غونډه په ٢٥م مارچ ٢٠١٥م هم په بيجنګ او پنځمه غونډه په ١٢م نومبر ٢٠١٥م په کراچۍ کې شوې ده.

مونږ ته معلومه ده چې د پنځمې غونډې نه مخکې (٢٨ مۍ ٢٠١٥م کې) چې په اې پي سي کې وزيراعظم صېب د ټولو سياسي مشرانو سره د اتفاق نه وروسته د قوم سره وعده وکړه چې مغربي روټ به له ټولو مخکې جوړول کېږي خو له هغې وروسته چې په نومبر ٢٠١٥م کې د جې سي سي کوم ميټنګ وشو، په هغې کې احسن اقبال د مغربي روټ هيڅ تذکره ونه کړه. 

د دې غونډې يادښتونه له ما سره دي او د وزيراعظم صېب د وعدې يا د اې پي سي د فېصلو په لور په کې يو ځاى کې هم څه اشاره نه ده شوې. داسې ښکاري چې د چيني ملګرو په کتاب کې تراوسه پورې د مغربي روټ څه ذکر هم نشته او په دې اړه چې په اې پي سي کې وزيراعظم کوم اعلان کړى وو او بيا يې د مغربي روټ په نوم په ژوب مغل کوټ سرک د افتتاح د کومې ټوکې نه علاوه هيڅ هم نه و. هم دا وجه ده چې چيني ملګري حېرانه هم دي او پرېشانه هم، ځکه چې په کومه خبره په پاکستان کې غوبل راجوړ شوى دى، د هغې په اړه د پاکستان دولت په د جې سي سي په دغه غونډو کې هيڅ ذکر نه دى کړى.

له دې نه هم زياته د افسوس خبره دا ده چې قوم، سياسي مشران او د پارليمان په مخکې دولت دروغ صرف د روټ په اړه نه وايي بلکې ټول عمارت يې له دروغو جوړ کړى دى. د مثال په توګه د دولت ترجمان دا دروغ وايي چې د انرجۍ پروژې د چين تاجر ټاکي، خو کوم دستاوېزات چې زما لاسو ته راغلي دي په هغې کې دا ليکل شوي دي چې له ټولو مخکې په جې سي سي کې د پاکستان له اړخه خبره کېږي، بيا هغه د چين دولت مني او د تاجرانو ليسټ ورکوي،  په هغې کې د پاکستان حکومت د کمپنۍ انتخاب کوي. 

چې کله مونږ په مغربي روټ د شپږ لائنيزې موټروې غوښتنه وکړه نو حکومت وويل چې د کراچۍ او لاهور موټروې د سي پي اي سي سره هيڅ اړيکې نه لري او دا په ٩٠ لسيزه کې د موټروې د پروژې د لاندې جوړېږي، خو د دستاوېزاتو تر مخې په ٩مه جنورۍ ٢٠١٤م کې د جوائنټ کاري ګروپ په غونډه کې د پاکستان حکومت د کراچۍ لاهور موټورې د ملتان او سکهر سيکشن د سي پي اي سي د برخې جوړولو تجويز وکړى دى، په هم دې غونډه کې د لاهور اورنج لائن پروژه هم د چيني ملګرو مخې ته د منلو لپاره ايښودى شوې ده. دا پروژه د کاري ګروپ له اړخه جوړېده او په ١٢م نومبر ٢٠١٥م کې په کراچۍ کې د جوړ جې سي سي په غونډه کې منظوره شوې ده. د جې سي سي د هغه اجلاس د کوم مشري چې د چين له اړخه وانګ زياو تاو (wang xiaotao) او د پاکستان له اړخه پروفېسر احسان اقبال کوله، د هغې د يادښتونو د پيرا نمبر ٢٠ لفظونه دا دي:

“JCC noted both sides reach consensus on the loan amount of US$1.626 billion for Lahore Orange Line Metro Train Project at the mutually agreed composite interest rate and initiated the relevant documents during the 5th JCC meeting”.

د دې دستاوېزاتو تر مخې د سي پي اي سي د لږې مودې د پروژو ټولې لارې چارې ټاکلې شوې وې. د فري اکنامک زونز نه واخلې تر رېلوې ټرېک د دوه کولو پورې او د فائبر آپټک نه واخلې تر د توانايۍ د پروژو پورې، ټولو پروژو باندې کار روان و. په هيڅ حواله هم د چين حکومت يا بيا د هغه ځاى تاجرانو په دوى خپله رايې نه ده ورتپلې.

د احسن اقبال صېب وزارت يا بيا د دوي جوړ شوي کاري ډلې کال يا دوه کاله مخکې دا ټولې منصوبې، د دې ځاى او روټونه وغېره تجويز کړي وو، د ډېرو مشورو او سوچونو نه وروسته د چين ملګرو دا قبولې کړې وې. په زياتره منصوبو ډېر په تېزۍ خو ډېر په خاموشۍ سره کار روان وو.

د حويليا اسلام اباد موټروې، د سکهر ملتان يا بيا د توډهېرو ګوادر موټروې د همدې لپاره جوړېږي. اوس که پاکستان وه هم غواړي نو يواځې خو نه دا روټ بدلولى شي او نه په کومه منصوبه کې څه بدلون کولى شي. هم دغه وجه ده چې د چين ملګري پرېشانه ده او د همدې وجې نه د دولت ترجمانان په دروغو پسې دروغ وايي، خو تر څو به دا دروغ وايي.

څومره ضد، قوم پرستي او د کورنۍ لپاره چې څه کول وو، هغه حکومتي خلکو وکړه، خو هغوي ته دې ياده وي چې دا کوم روټ او ټوله منصوبه دوي بدله کړه او متنازعه يې کړه، دا کوم عظيم ظلم چې دوى وکړو، په دې باندې به تاريخ او د وړو صوبو اولس دوي کله هم معاف نه کړي.

نه دا چې صرف دا حکومتي مشران به اولس معاف نه کړي، ورسره به عمران خان صېب هم معاف نه کړي، کوم چې په دغه وخت کې په کنټېنر ولاړ و او د چين د صدر راتګ او سي پي اي سي سره ټوکې کولې او دولت د په دې منصوبه کې د خپلې خوښې هر څه کول.

تاريخ به پروېز خټک هم کله ونه بخښي، کوم چې د فېصلې په وخت د کارېډور نه بې خبره په کنټېنر باندې ګډا کوله او چې کله خبر شو نو بيا يې مرګونو ته هم ځان تيار کړو. د دې سيمې بې وسه اولس به د بلوچستان قوم پرستان دولتي مشران هم معاف نه کړي، کوم چې د دولت په نشه کې دومره مست و چې احسن اقبال صېب يې د راروانو نسلولو د تقدير په فېصلو کې خپله خوښه ورټومبله او دوي ورته غلي کتل. 

تاريخ به د پيپلز ګوند مشران هم ونه بخښي، کوم چې د پاکستان د صوبو لپاره د جوړۍ د دې منصوبې نه د ورانۍ منصوبې پورې دې ټولې کيسې ته کتل خو د ځينو سياسي کيسو له وجې غلي ناست وو. خو د دې جرمونو د سر غړي به اوسنى دولت وي، نه صرف د پاکستانيانو، ورسره به دوي د چين په څېر د عظيم ملګري ته به هم دوي مخ تورن وي.

لیکوال : سلیم صافی 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …