کور / سلیم / اکنامک کارېډور، پنجابيان او سندهيان/سلیم صافی

اکنامک کارېډور، پنجابيان او سندهيان/سلیم صافی

شايد چې ابراهام لنکن ويلي و "ته د لږ وخت لپاره له ټولې نړۍ څخه کم عقل جوړولى شې خو د ټولې نړۍ خلک د ټول عمر لپاره کم عقل کولى نه شې"، محترم احسن اقبال صېب چې نن سبا په خپلو خبرو اترو کې د غربي رسنيو حوالې ورکوي او د هغوي د مفکرينو اقوال رانقلوي، نه پوهېږم چې ولې د ابراهام لنکن دې خبرې ته پام نه کوي.

 هغه دعوه کوي چې خلاصه یې دا ده چې مولانا فضل الرحمان نه واخلې تر محمود خان اڅکزي پورې، د اسفنديار ولي خان نه واخله تر سردار اختر جان مېنګل پورې، د عمران خان نه واخلې تر سراج الحق پورې، د پروېز خټک نه واخلې تر ډاکټر عبدالمالک پورې او د الطاف حسېن نه واخلې تر سيد خورشيد شاه پورې ټول ناخبره دي، ټول ناقص العقل دي، ټول غلطه وايي، ټول د پاکستان د پرمختګ مخالف دي او که څوک په حقه دى نو هغه صرف او صرف احسن اقبال صېب دى او حق چې يې په چا واضحه شوى دى نو هغه هم صرف دوه درې د دولت کسان دي.سلیم صافی

 د سردار اختر جان مېنګل په اې پي سي کې خو د پنجاب سره تعلق لرونکي د مسلم ليګ (ن) مرکزي چئيرمېن راجا ظفر الحق صېب هم د دغه ګوند د جنرل سيکرټري اقبال ظفر جګړا په موجودګۍ کې د احسن اقبال د دعوو نه انکار وکړو او د پاس ذکر شوو خلکو د رائې سره يې اتفاق په خپل تقرير او د ګډې اعلاميې په شکل کې وکړو او زما پرې ترس هله راغلو چې د په خپله د مسلم ليګ (ن) چئيرمېن دى خو بيا هم هغه هلته د شريکو سياسي ګوندونو مشرانو ته وويل چې تاسو د وزيراعظم صېب سره په خپله ووينئ او پوهه يې کړئ.

 راجا صېب دا خبره ونه کړه چې زه به له هغوى سره ووينم او پوهه به يې کړم. که حکمرانانو د ټولې نړۍ نه د کم عقل جوړولو دا کوشش پرېنښود او خپله انا يې پرېنښوده، په خپلو رويو يې بخښنه ونه غوښته او په صفا لار يې د جمهوري او آئيني فورمز باندې د چين پاکستان اکنامک کارېډور د مغربي روټ کار په پوره پاملرنې سره پېل نه کړو، نو د دې پروژې د متنازعه کولو او بربادولو ذمه وار به وي، بلکې هم دا پروژه به د دولت خلاف تر ټولو عظيم سياسي اتحاد، تحريک او د دوى د قبر کنستو سبب شي. افسوس په دې خبره دى چې د اصلاح په ځاى هماغه پخواني چلونه کوي. په رسنيو کې يې ځانګړي کسان د يوې ځانګړې اېجنډې سره مېدان ته راکوز کړي دي، هغوي ته غلط معلومات ورکړل شوي دي او هره ورځ خبرونه خپرول کېږي او کالمونه ليکل کېږي. 

زمونږ ځينې د رسنيو ملګري د دولت غلط ورکړل شوي معلومات په هماغه بڼه ليکي او نشروي، يعنې چې بس همدغه صحيح او حق دي، او چې بس حق واضحه شوى دى نو د احسن اقبال صېب په څېر بس په هم دوي واضحه شوى دى.

 د دغه ښاغلو د خبرولو لپاره عرض دا دى چې که ستاسو دلچسپي په دې پروژې کې د اوسني سياسي بحران په وجه پېدا شوي وي نو دا عاجز د تېرو درې کالو نه په دې پروژه کې دلچسپي اخلي.ما دوه کاله مخکې په دې هکله باندې د معلوماتو لپاره د بيجنګ او مغربي چين سفر کړى دى، تر څو پورې چې په سياست او رسنيو کې د دې پروژې ذکر هم نه کېدو نو دوه کاله مخکې ما په چين پاکستان اکنامک کارېډور باندې وړومبى کالم ليکلى وو. په دې هکله باندې ما يو کال مخکې په خپل  تلويزيوني خپرونه "جرګه" کې په دې اړه ځانګړې خپرونه، هغه وخت چې په هر ځاى کې د دهرنو کيسه روانه وه، کړې وه. دا اوس چې کوم له ځانه جوړي او غلط معلومات رسنيو ته ورکول کېږي، په دې باندې زمونږ په څېر د خلکو ګمراه کولو کوښښونه د تېر يو نيم کال نه کېږي.

 زما په تېر دوه کاله رسنيز ژوند کې دا پروژه تر ټولو زيات اهميت لري. په دې اړه باندې ما هره يو څيز نوټ کړي دي، هر دستاوېز ته مې د رسېدو او لوستو کوشش کړى دى، نن يو ګوند وايي چې د ټولو نه مخکې دا ستونزه دوي راپورته کړې ده او دوېم وايي چې نه دوى راپورته کړې، الحمدالله ما د هر يو ګوند او د هر يو مشر ريکارډ د ځان سره ايښى دى، چې کوم سياسيون او کوم ګوند په دې ستونزه کله او څه څه کړي دي. ما د دې حقيقتونو تفصيلات او ثبوتونه هم د ځان سره ايښي دي، چې څنګه مشاهد حسېن سيد او اسد عمر صېب د دولت دسيسه څنګه په هوښيارۍ کاميابه کړه او خپل خپل ګوندونه يې ګمراه کړل او په ډول سيد خورشيد شاه، فرحت الله بابر او په خصوصي توګه سينيټر تاج حېدر ډېر په خاموشۍ تاريخي او شاندار کردار ولوبولو. 

زما مخې ته د بلوچستان د هغه سنېټرانو کردار هم مخې ته دى، د کومو چې تراوسه څوک نومونه نه اخلي، خو په حقيقت کې هغوى په دې اړه د بې غږه مجاهدينو درجه لري. زه په دې اړه يو يو څيز جمع کوم او ډېر زر چې کله دا معامله يو اړخ ته شوه نو انشاء الله چې دا هر څه به زما د يو کتاب په بڼه کې مخې ته راشي. د رسنيو د ملګرو ښايي چې دومره مجبورۍ هم نه وي څومره چې د پروېز خټک، اسفنديار ولي خان، مولانا فضل الرحمان ډاکټر عبدالمالک او محمود اڅکزي دي، د دوى د همدې مجبورو نه دولت فايده ترلاسه کړه او په تېرو دوو کالو کې يې په غلطو معلوماتو د دوى د ګمراه کولو کوشش وکړو، لکه څنګه چې نن دوى چغې وهي چې مونږ سره دوکه شوې ده او زما باور دى چې يوه ورځ به د رسنيو ملګري هم، همداسې مېدان ته راشي او اعلان به وکړي چې دوى سره دوکه شوې وه او د دوى په وسيله يې قوم ته د دوکې ورکولو کوشش کړى دى. 

زما دې خبريالانو ملګرو ته دا خواست دى چې دوى دي د ګوادر، خضدار، کوټې، ژوب، ډي آئي خان، کوهاټ او پېښور وغېره د اولس او په خصوصي توګه د ځوانانو سره وويني. د دوى په ژبه نن سبا هم د ګوادر، کارېډور او د مغربي روټ لفظونه دي. د پېښور او کوټې ځايي ورځپاڼې هره ورځ په دې اړه ځانګړې خپرونې کوي. دا سياسي ګوندونه چې د يو بل نه د مخکې کېدو کوشش کوي، دا هم داسې نه کوي، بلکې د پي ټي آئي (پاکستان تحريک انصاف) مشرانو ته معلومه شوې ده چې که هغوى وروسته شو نو په پښتونخوا او بلوچستان کې به يې د سياست جنازه ووځي او اې اېن پي (عوامي نېشنل ګوند) په دې باور لري چې که دوى شاته شو نو نوم به يې ورک شي. مولانا فضل الرحمان ليدلي دي چې که چرته هغه په دې پروژې کې خپل کردار ادا نه کړو نو د هغه "اصولي سياست" به د خاور سره خاورې شي او سراج الق صېب ته معلومه شوې ده چې که چرته هغه وروسته شو نو د پي ټي آئي ملګري به د هغه سياست بچ نه کړى شي. محترم اڅکزي صېب خو ځان ډېر اخوا دېخوا کړو خو د هغه د کورنۍ ځينې غړي او د ګوند ځينې غړي دوه قدمه مخکې مېدان ته راووتل او په هغوى پسې هغه هم مېدان ته راغلو. زما خبريالانو ملګرو ته دا عرض دى چې د څو کالمونو، د څو ليکلي شوو تيلويزوني خپرونو او د څو تش په نوم تحقيقي خبرونو باندې کار نه کېږي. 

اوس يواځنۍ لار دا ده چې وزيراعظم نواز شريف دې د ٢٨مې مۍ ٢٠١٥م په اې پي سي کې د ټولو قوم په مخکې په خپلو کړو فېصلو او وعدو باندې په هم هغه ډول عمل وکړي. نور ټول روټونه (روټس) دې وځنډوي او په مغربي روټ دې کار شروع کړي (ياده دې وي چې په دغه اې پي سي کې وزيراعظم دا اعلان کړى وو چې مغربي روټ ته به ځانګړې پاملرنه کېږي). ټوله منصوبه دې د ټولو تفصيلاتو سره د آئيني ادارو او پارليمنټ (لويې جرګې) په وړاندې راوړي. د پاملرنې او د عمل کولو دپاره دې د يو اعلي قانوني ډله جوړه کړي چې په کوم کې د ټولو ادارو او د ټولو صوبو (ولايتونو) او ورسره د ګلګت بلتستان نمايندګان هم شامل وي. 

په دې منصوبه د ټولو نه زيات حق د ګوادر د خلکو او د بلوچستان دى، نو دې دپاره د وزيراعظم د ٢٨مې مۍ ٢٠١٥م د فېصلې او د سردار اختر جان مېنګل د اې پي سي د غوښتنې په ترڅ کې دې وزيراعظم په په ګوادر کې د بلوچستان لپاره يو اې پي سي راوغواړي او د هغه ځاى د خلکو د اندېښنو څه حل راوباسي. کاش چې د مسلم ليګ مشران د پاکستان په خاطر او د چين دوستۍ په خاطر، د ذاتي او سيمه ايزو تعصباتو نه اخوا هغه رويه خپله کړي چې کومه د چين او پاکستان اکنامک کارېډور په اړه د پيپلز پارټۍ او اېم کيو اېم مشرانو خپله کړې ده. دولت چې په کوم روټ باندې کارېډور بوتلل غواړي په هغې کې به د مينځني پنجاب نه پس د سند او کراچۍ فايده زياته وي، د سينيټر تاج حېدر د تحقيق په رڼا کې خو به په دغه صورت کې ګوادر باندې هيڅ کار نه کېږي بلکې د کراچۍ په بندرګاه به د ټولو نه زيات ترافيک وي، خو د پاکستان او وړوالي په خاطر دغو دواړو ګوندونو د سردار اختر مېنګل په اې پي سي کې دا غوښتنه کوله چې مغربي روټ باندې دې روټ جوړ کړى شي. کشکې  د دولت وکالت کوونکي زمونږ خبريال ملګري د پاکستان په خاطر د اياز امير صېب او نذير ناجي صېب په څېر د سيمه ايز تعصب نه بې پرې د وړ والي (Merit) اظهار وکړي. 

د پاکستان د زړه لاهور سره تعلق لرونکى، تجربه کار او د هر څه نه خبر خبريال محترم نذير ناجي صېب په خپل کالم کې چې په ٩مه جنورۍ يې ليکلى، په دې ټکو ختموي: "د شپېتو کالو نه د اسلام اباد د حکمرانانو د ظلمونو د ښکار نه وروسته، قدرت د دوى (پښتونخوا او بلوچستان) مرسته پېل کړه او د چين د ترقۍ په دې منصوبه کې زمونږ دا دوه سيمې هم شاملې شوې. چين د ډېرې پنګې د لګولو سره زمونږ د دې صوبو د غريب اولس د ژوند د بدلولو کوښښ پېل کړو، په عېن وخت کې د اسلام اباد ظالمان حکمرانان د خپلو غريبو وروڼو د حالاتو بدلولو لپاره په تيارې شوې پروژې قبضه وکړه، زه په يقين سره ويلى شم، چې د چين په اصلي پروژې کې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا پرمختګ دي سويلي چين د پرمختګ سره تړلى دى، خو په دې پروژه باندې د اسلام اباد اجاره دارو قبضه کړې ده. هغوى په خپلې مرضۍ سره په اصلي نقشه کې بدلون کوي، خېبر پښتونخوا او بلوچستان هم د تېر په څېر د وروستو پاتې سيمه په څېر په تياره کې ايښودل غواړي او چين چې کومه لويه پنګه د دې دواړو صوبو د پرمختګ لپاره مصرفول غواړي، د هغې لويه حصه دوى په خپله خوړل غواړي.

لیکوال : سلیم صافی

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …