کور / ظریفي / ملي قائد غازي‌امان الله خان

ملي قائد غازي‌امان الله خان

افغاني روڼ تاریخ چې د حماسو، کیسو، پندونو، عبرتونو او شخصیتونو د کارنامو نه ډک دی.

دا هیواد چې د پراخو پرګنو د ننګ او بډایه فرهنګ لرونکې سیمه د افغانانو ټاټوبی دی، د کلونو کلونو او زمانو راهیسې په دې جغرافیه کې مختلف ادیان، مذاهب او د عبادت کولو د بیلابیلو طریقو څخه د تیریدو بیلابیلې مرحلې او پړاونه متهمل شوی او منلي یې دي؛ خو د اسلام د مبارک دین په راتګ سره دغه الهي او اسماني دین، چې مکمله ظابته حیات دې وطن ته د انساني کرامت، د واحد ذات د پيژندنې او عبارت، شجاعت، سخاوت، لورېنې، پرمختګ او ټولنیز ژوند رڼا یې له ځانه سره راوړې ده او افغانان منحیث القوم مسلمانان، غازیان او مجاهدین دي.

دا قوم په ټوله کې تاریخ جوړونکی دی، خو ځینو شخیتونو په کې ښه رول لوبولی دی؛ نو ځکه همیشه یاد او تاریخ پرې ویاړي.

دا شخصیتونه په افغانستان کې د میشتو ورونو قومونو څخه دي، افتخار یې په ټولو افغانانو پورې اړه او تړاو لري، چې ځینې شخصیتونه، لکه طاهر پوشنجي، ابو مسلم خراساني، میرویس خان نیکه، احمد شاه بابا، وزیر شاه ولي خان الکوزی، میر مسجدي خان کوهداماني، ملا مشک عالم اندړ، عبدالله خان اڅکزی، امین الله خان لوګری، میر زمان خان کونړی، خوشحال خان خټک، اعلحضرت غازي امیر امان الله خان، خان عبدالغفار خان (پاچا خان) او په علمي ډګر کې ابو علي سینا بلخي، مولانا رومي بلخي، عبدالرحمن بابا، سید جمال الدین افغان، عبدالرحمن پژواک او وزیر محمد ګل خان مومند بابا یادولی شو.

همداشان په دې سیمه کې مختلفو قومونو حکمراني ګانې کړې دي، غزنویان، سوریایان، لودیان، هوتکیان، ابدالیان، سدوزیان، محمدزیان حسابولی شو.

وايي، چې اعلحضرت غازي امیر امان الله خان ته چا په ډالۍ کې، آس وړاندیز کړ او د آس د سختن موخه دا وه، چې زه به د آس د شاتر په ډول د غازي هم رکاب شم، کله چې غازي په آس سپور شو؛ نو سړي ته یې وویل چې د آس قیضه راکړه، سړي ورته وویل، چې صیبه آس ډیر تیز او وران دی، قیضه به زما سره وي؛ نو غازي فوراً له آسه کوز شو او سړي ته یې وویل، چې ستا دې کور ودان وي؛ خو زه هیڅکله هم داسې کار نه کوم، چې واک یې د بل سره وي.

د غازي په باب ډیر څه لیکل شوي دي، ډیرو پوهانو او تاریخ لیکونکو د خپلې دیدګاه او زاویې څخه په پرې لیکل کړي او د تاریخ یوه برخه ګرځیدلې ده؛ خو زه یوازې یوه جمله را اخلم:

غازي ویلي چې وطن د مور حیثیت لري او مور هر چا ته ګرانه وي؛ خو زه د زړه له تله دا خبره کوم، په افغاني ننګ او غیرت، په ایمان او مسلمانۍ سوګند یادوم، چې ماته افغانستان له ځانه هم ډیر ګران دی.

د ملي قاعد الحضرت غازي امیر امان الله خان وی احسن خوي، دا و، چې هغه د ښکیلاک او زبیښاک سخت خلاف و، همدا وجه وه، چې د پلار د شهادت نه وروسته د ده د سلطنت د اعلان په لومړۍ ورځ، چې د کابل د عیدګاه په مسجد کې ترسره شو، غازي په خپله لومړۍ بیانیه کې د افغانستان د خپلواکۍ غزا او جهاد اعلان وکړ او خپله توره یې له تیکي راوویسته او هوا ته یې لوړه کړه، چې دا به د افغانستان له آزادۍ وروسته دې پوښ ته ننوځي او وايي چې د انګریز نماینده چې په دې غونډه کې ناست و، مخاطب کړ ، ورته یې وویل، چې پوه شوې؛ نو هغه خپل سر د تعظیم په ډول ټيټ کړ.

یوه پیړۍ پخوا یې افغانستان ته د افغاني غازیانو پر مټ خپلواکي وګټله؛ خو انګریزي ښکیلاکګرو قوتونو د هماغې ورځې څخه د غازي پر ضد توطیې، دسیسي او پروپاګنډې پيل او وخت په وخت یې نوي نوي تکتیکونه په کار واچول او یو تعداد خرڅ شوي، بې علمه د ملیانو په نوم یې د پيسو په بدل کې دې ته وهڅول، چې دغه مجاهد غازي باندې د کفر او ګمراهۍ ټاپې ولږولې، همدا نن چې افغانستان کې کوم حالات او ورور وژنه روانه ده، دا د امریکا او انګریز ګډه د پښتون افغان ضد توطیه او پلان دی، چې لکه د پخوا په شان یې په خپلو لاس پوڅو، خرڅ شویو، وطن دښمنه، اسلام دښمنه او افغان دښمنه عملي کوي، چې په راس کې پنجاب قرار لري.

د انګلیسي استخباراتو ګوډاګیانو وخت په وخت خپلې خولې خلاصې کړي، د افغانستان د ملي ګټو او ملي ارزښتونو پر ضد يې غپلي دي او ځانته یې مړۍ غټه کړې ده.

په دې وروستیو وختونو کې د صبور به نوم کوم مزدور هم د مړۍ د غوړولو او غټولو لپاره خپله خوله خلاصه کړې ده او د غازي په باب یې څه ناسمې او له حقیقت نه لرې خبرې کړې دي، چې د مدني ټولنو، ولایتي شورا او ځوانانو لخوا یې کلک غبرګون شوی دی.

وايي، چې په یو کلي کې یو کس غوښتل چې ځان مشهور کړي؛ نو سوچ یې وکړ، چې یو نوی نوم چې عجیبه وي، ځانته غوره کړي؛ نو (ډر سوباړی) نوم یې وټاکه. بله ورځ چې د جمعې مبارکه ورځ وه، د مسجد خطیب ته یې څو روپۍ ورکړې او ورته یې وویل، چې د کلي خلک ماته ډر سوباړی وايي او زه پرې خپه کیږم؛ نو ته ورته ووایه چې ماته ډر سوباړی نه وايي، ملا صیب دا خبره ټولو ته اعلان کړه، چې فرضي نوم یې جمعه ګل استعمال کړ ، وویل چې خپه کیږي، تاسو ورته ډر سوباړی مه وایئ او د غلط نوم په اخیستلو یې څه وعظ او نصحت هم وکړ، د لمانځه څخه وروسته په ټول کلي کې د ډر سوباړي خبرې تودې شوې، چې څوک ورته ډر سوباړی واي، نن هم  هغه کلي خلک جمعه ګل ته ډر سوباړی وايي، نو زه دغه ډر سوباړي (صبور) ته وایم چې ته ځانته عالم وايي؛ نو په خپل علم به دې ځان مشهور کړی وی، نه په سپکو خبرو.

زه ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول ځوان کول ته دا وړ اندیز کوم، چې خپل تاریخ مطالعه کړي  او خپلو ټولو ملي ارزښتونو ته په درناوي او په خپل ملي کولتور وویاړي او په ګډه لکه د تیرو په څیر خپلو مشاهرو او ملي شخصیتونو په قدم لاړ شي او د هغوی د حقونو څځه دفاع خپله ملي فریضه وګڼي، او د اعماد سازۍ لپاره د خپل ملي قاید اعلحضرت غازي امیر امان الله خان له حقوقو چې په ملي او دولتي کچه د ملي قاید د ورکولو مقام دفاع وکړي او په ګډه ټول ملت دا وړاندیز وکړي، چې غازي امان ملي قاید ومنل شي.

لیک:  بادام ظریفي – فقیر

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …