کور / راوي / اوس نو افغانستان ته پکار دي ……! 

اوس نو افغانستان ته پکار دي ……! 

کابو نیمه پېړۍ واوښته چې پاکستان په پرله پسې ډول بوخت دی او دافغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي , ترهه ګري او وسله والي ډلي پر پښو دروي او په غیري اعلان شوې جګړه بوخت دی . 

پاکستان په خپل وار سره دسردار محمد دواود خان له واکمني راهیسته په بیلا بیلو بڼو په افغانستان کې دجګړې اور ته لمن وهلې ده . کله پاکستاني چارواکي دمجاهدینو تر شا اودرېدلي اودوخت حکومتونه یې دې ته اړکړي چې دپاکستان غوښتنو ته غاړه کښېږدي او کله دطالبانو ،القاعده او داعش تر شا اودرېدلي او دافغانستان دبربادي سبب ګرځولی دی . عالیه راوي‌اکبر

دافغانستان دا بدمرغه ګاونډی هیڅ کله هم ارام او قرار نه دی ناست ، دوی همېشه په افغانستان کې دګوندونو ، اشخاصو ، حکومتي مامورینو ، ماشومو او معصومو زدکوونکو سره سره دښوونځیو ودانۍ ، روغتیا يي کلینکونه ، پلونه او پلچکونه ، سړکونه او مامورین په خپلو تبلیغاتو او خپلو لاس پوڅو او جاسوسانو کافران کړي او له منځه وړلو بشپړي هڅي یې کړي دي . 

له بده مرغه ددغې نیمي پېړۍ په اوږدو کې افغانستان په کوردننه جګړه کې ښکیل دی . دنظر او علم خاوندان یې یا ووژل شول یا هم له هیواده بهر مهاجرتونو ته اړشوي دي . 

دافغانستان ملي پوځ چې په سیمه کې دیوه پیاوړي پوځ مقام درلود له منځه لاړ . 

ملي شتمنۍ او کلتوري ارزښتونه مو لوټ شول . دوامداره جګړه پیل شوه او لا هم روانه ده . 

زموږ ړانده چارواکي او دحکومتونو چلونکي په تېره نیمیه پېړۍ کې ونه توانېدل چې پاکستان په یوه ښکاره ډول دافغانستان دښمن اعلان کړي . 

که څه هم ټول په دې پوهېږو چې په دښمنیو کې ګټه نشته ،او ښايي ډېر داسي‌وانګېري چې افغانستان دپاکستان ددښمني زور نه لري ،خو حقیقت بل ډول دی . 

که چېرته افغانستان دپاکستان دهري پاکستان ضد کړنې او پاکستان ضد شخص په مرکز واوړي ،ښايي دپاکستان په نظر کې بدلون راشي . 

نن یکشنبه د ۲۰۱۵ کال دډیسامبر ۲۷ په درېیم ځل د پاکستان د پوځ لوی درستیز افغانستان ته راغلو او د سولې او امنیت په اړه له افغان چارواکو سره وغږېدو. خو د دغو هڅو او خبرو په نتیجه کې یواځې یو ځل د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو لپاره زمینه برابره شوه چې هغه هم په ټپه ودرېدله . 

نن افغان ولسمشر او اجراییه رییس د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د پاکستان په هغو ژمنو خبرې وکړې چې ویلي یې و د سولې خبرو ته زمینه برابروي او په ګډه له هغو طالبانو سره مبارزه کوي چې سوله نه غواړي.

خو دا لمړی ځل نه دی چې پاکستان ورته ژمنې کوي ،بلکه تر دې وړاندي سلګونه او زرګونه ځله دپاکستان حکومت په افغانستان کې دسولي لپاره له بیلا بیلو حکومتونو سره ورته ژمنې کړي دي ، او دشته حکومت سره هم دا ژمني بیا بیا تکرار شوې او وروسته سلګونه افغانان دپاکستان لاس پوڅو وژلي دي . 

 

د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره په داسې حال کې د سولې او نورو اړوندو مسایلو په اړه افغان چارواکو خبرې کړي چې د جمعې په ورځ د هند صدراعظم کابل ته په سفر کې ټینګار وکړ چې پاکستان باید د افغانستان د سولې او امنیت لپاره هڅې وکړي.

هند یو دنړۍ له هغو هیوادونو څخه دی چې کلونه کلونه دپاکستان یا دپاکستان له لوري دلاس پوڅو دویجاړیو په جوړولو بوخت دی ،خو بیا هم افغان چارواکي په اخلاص هند ته غېږه نه پرانیزي او غواړي ددوستي په نوم دوې هندوانې په لاس کې واخلي . 

افغان حکومت ته په کار دي چې نور دټولو نړۍ والو په وړاندي‌دپآکستان په تړاو خپله پالیسي واضح کړي . پاکستان دافغانستان دښمن هیواد اعلان کړي‌او هند یا دنړۍ بل هر هغه هیواد چې له پآکستان سره دښمني‌لري خپل دوست هیواد وبولي . 

هم دا راز افغان حکومت ته په کار دي‌چې هر هغه کس او هر هغه عمل ته ځای او وخت ورکړي‌چې دپآکستان مخالف وي . 

نور دي‌دافغانستان حکومت په هغو سیاسي پښتني مشرانو باور نه کوي چې تېره نیمه پیړۍ یې دپاکستان لپاره کار وکړ او پیسې او امکانات یې له افغانستان څخه تر لاسه کړل . 

پښتني سیاسي‌ګوندونه چې په پاکستان کې شته دي مشران یې دپاکستان دساتلو لپاره قسمونه اخلي . محمود خان اڅګزي ته دا مهال تر بل هرځای دخپلي‌کورنۍ او پاکستان ګټي‌معتبره دي ،بیا ولي‌افغان حکومت په هغو پلورل شوېو مشرانو باور کوي . 

افغان حکومت ته په کار دي‌چې دسولي دراوستلو لپاره نور هغه کړۍ او اشخاص تقویه کړي چې دپاکستان په ریښتینې توګه دښمنان دي . 

نور له پاکستان سره دسولي پر پروسه خبري کول بې ځایه عمل او دوی به دافغانستان دخوشحاله ولو لپاره یوازي‌او یوازي هغه وسله وال طالبان وونیسي چې نور دپاکستان خبري ته غوږ نه ایږدي او دا به دافغان حکومت سره دپاکستان دوروستۍ ژمني پخلی وګڼل شي . 

په درنښت 

لیکواله : عالیه راوي اکبر 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …