کور / ظریفي / هیواد ته د پيښو ستونزو حل عنعنوي لویه جرګه ده

هیواد ته د پيښو ستونزو حل عنعنوي لویه جرګه ده

افغانستان ته د جرګو وطن ویل کیږي، په دې هیواد کې د ژوند ټولې چارې په جرګو ولاړې دي او جرګې دي، چې ټولو ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا کوي، جرګه که په هره کچه وي، د دې هیواد یو ملي موسسه ده، جرګه په دوه ډوله یادولی شو، چې یوه یېzarifi هغه جرګه ده چې د پخوا راهیسې په پرله پسې ډول د ټولنیزو، اقتصادي، کولتوري او سیاسي ستونزو د لرې کولو او د هیواد د چارو د سمون لپاره جوړه شوې او پایښت یې موندلی دی، بله جرګه چې دا ډول جرګه د ځینو ضروري کارونو او ستونزو او منازعو لپاره په موقت شکل جوړیږي.

د میلاد څخه درې زره کاله اګاهو د سهبا په نوم جرګه چې د یما لخوا جوړه شوې وه او په دولتي چارو کې به یې د هغوی څخه مشورې غوښتلې د میلاد څخه درې سوه ۹ ویشت کاله پخوا د یونانیانو د پرمختګ د مخنیوي په خاطر د اریايي د قبیلي د هغه وخت مشر (بسوس) هم یو جرګه جوړه کړه، چې ښې پریکړې یې وکړې او ګډه ستراتیژي یې جوړه کړه، همدا شان په کال ۱۲۰۲ میلادي کې یوه لویه جرګه د سلطان غیاث الدین غوري په وړاندیز د هرات په ښار کې د مذهبي او قومي مشرانو لخوا جوړه شوې وه، چې د هیواد په عمراني او ټولنیزو چارو کې یې ښې پریکړې وکړې او د هرات په ښار کې د یو جامع جومات جوړیدل و، چې اوس هم دا مسجد د (مسجد سلطان) په نامه شهرت لري او په زرګونه مسلمانان په کې پنځه وخته لمونځونه کوي او تاریخي حثیت لري.

کله چې میرویس نیکه د حج څخه راستون شو او د مدینې منورې او بیت الله شریف کې یې د عالمانو د جهاد فتوای د ځان سره راوړه په ۱۷۰۶ میلادي کال د لوی جرګې په جوړیدو د ګرګین په مقابل کې د جهاد اعلان وکړ او په ۱۷۰۷ میلادي کال کې د افغانستان د خپلواکۍ اعلان وکړ او په هغه لویه جرګه کې میرویس خان د ملي مشر په توګه اعلان شو دا جرګه په کوکران کې جوړه شوې وه.

د کندهار د شیر سرخ جرګه چې په ۱۷۴۷ کال کې جوړه او معاصر تاریخ باني لوی احمد شاه بابا یې د خپلواک دولت په توګه خپل مشر وټاکه د دې جرګې څخه وروسته د بهرنیو یرغلګرو په مقابل کې په ۱۸۴۱ کال کې یوه بله لویه جرګه د افغانانو لخوا جوړه او دښمن مقابلې ته یې لارې چارې ولټولې او په ۱۸۷۹ میلادي کال کې چې هیواد په کړکیچن او خپل منځي جنګونو کې اخته و ، ځینې مشرانو په نوښت لویه جرګه جوړه کړه او د زرو په سیکه یې د دغه ټکي لیکلو تجویز وکړ، چې:

کوم دا لیونتوب چې لو غوغا راباندې راشي    سیکه وهم په زرو چې خاوند یې را پیدا شي

د جلال اباد لویه جرګه چې د اعلحضرت غازي امیر امان الله خان لخوا په ۱۹۲۳ میلادي کال کې رابلل شوې وه، او ۸۷۲ تنو مخورینو، دیني عالمانو، روڼ اندو او لوړ پوړو دولتي مامورینو په کې برخه اخیستې وه او د افغانستان لپآره یې نظام نامه تصویب کړه او په ۱۹۲۴ میلادي کال کې په پغمان کې بله لویه جرګه د ۱۰۵۲ تنو په ګډون جوړه شوه، د هیواد لپاره یې ملي نښان، ملي بیرغ او ملي سرود په نوي اساسي قانون کې تسجیل شو.

د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې په کراتو مراتو جرګې جوړې شوې دي او ښې لاسته راوړنې یې لرلې دي، د ۱۳۴۳ لمریز کال لویه جرګه چې شاهي مطلقه یې په شاهي مشروطه واړوله او د لومړي ځل لپاره یو پرمختللی او د وخت د غوښتنو سره سم اساسي قانون تصویب شو.

د ۱۳۵۳ لمریز کال د شهید سردار محمد داود خان د جمهوریت د قانون لپاره هم لویه عنعنوي جرګه راغوښتل شوې وه. د ۱۳۸۱ لمریز کال بیړنۍ لویه عنعنوي جرګه او په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه هم مهمې عنعنوي جرګې وې، چې د هیواد اساسي قانون یې تصویب کړ، البته اساسي قانون د ټولو نړیوالو نورمونو او د وخت جواب ده، قانون دی؛ خو افسوس چې عملي نه شو، دې قانون ډیر قانونونه وزیږول او د ټولو چارو لپآره ځانګړي قوانین نافذ شول، په داسې حال کې چې هیواد د قانون په نه پلي کولو اداري فساد، بې امنیتي او بې کاري خپل اوج ته رسیدلي دي؛ ځکه چې په هیواد کې یو قانوني دولت نشته، د نورو په هدایت او طرحه د وحدت ملي په نوم په واقعیت کې د نفرت ملي په اساسي دولت چې دا دولت قانوني نه دی، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي یې هم قانوني نه دي، ځکه خپل قانوني وخت یې پوره شوی او نوې ټاکنې نه دي شوې، کابینه تکمیل شوې نه ده، قضايي قوه هم تکمیل نه ده، د دولت او ملت ترمنځ یو لوی واټن پیدا شوی دی، لنډه دا چې د دري د دې شعر په قول:

خط غلط انشاء غلط املا غلط ملا غلط         این غلط و ان غلط از سر غلط تا پا غلط

دا چې هیواد کې ټول کارونه په سمه نه دي روان، د هیچا وس په هیچا بر نه دی، هیڅوک دامنیت ډاډ نه لري، څوک د جوزجان او فاریاب، څوک د ننګرهار او مشرقي او څوک هلمندي او کندهاري چغې وهي، حالات ګونګ دي، دولت ویشل شوی دی، فیفټي فیفټي خبره ده، د (CIA) پروژه چې (ISI) یې عملي کوي، د (داعش) په نوم ښه په زور کې ده، د هیواد ۱۹ ولایتونو کې عملي جنګ روان دی.

د کندز د سقوط وروسته د زیاتو ولایتونو مرکزونه په تشویش کې دي، په ټوله کې د بې اعتمادۍ یو فضا په ټول هیواد خپره ده، یو افغان په بل افغان اعتماد نه لري او دغه بې اعتمادي ده، چې ملي زعامت نشته، د یو ریښتني زعامت او د اعتماد د پيدا کیدو لپاره د بین الافغاني تفاهم او ډیالوګ پیل کیدل او د عنعنوي لوې جرګې جوړیدل ضرور دي، د تل لپاره لکه چې مخکې ولیکل شو، چې جرګه او لویه جرګه د ستونزو د حل او ملي موسسه ده، په لویه جرګه ټول افغانان متفق دي؛ خو د لویې جرګې د جوړیدو لپاره دوه نظره دي، یو د اساسي قانون ۱۱۰ مې او ۱۱۱ مادو حکمونو سره لویه جرګه او بله عنعنوي لویه جره ده، دا چې دولت قانوني حیثیت نه لري ولسوالۍ شوراګانې نشته مشرانو جرګه هم پوره نه ده، په داسې کړکیچنو حالات کې ښه دوا ښه نسخه تاریخي قدم عنعنوي لویه جرګه ده.

زه چې د نظام د استحکام ، ځمکې ملي بشپړښت، ملي یووالي، همیشنۍ سولې او په اساسي قانون کې مثبت تعدیل لپاره جوړه شي، چې لاسته راوړنې به یې اوسني حالاتو څخه د هیواد او افغانیت ژغورنه وي، یو قدم یو اواز لویه عنعنوي جرګه

لیک: بادام ظریفي – فقیر

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …