کور / مقالې / د ننګرهار وکیلان خپلو شتمنیو وارخطا کړي

د ننګرهار وکیلان خپلو شتمنیو وارخطا کړي

د دې لیکنې په اړه مقدماتي خبرو کې په کار ده، چې لومړی باید د داعش ډلې د منځته راتګ او پرمختګ په اړه یو څه وغږیږو. دا خو به ټولو ته معلومه وي، چې داعش ډلې ( د سوریې «شام»DSC00547 او عراق اسلامي دولت) د همدغو دوو هیوادونو په منځ کې سر راپورته کړ او دا چې څه یې وکړل، ټول ترې خبر یاست. بیا یې وروسته په نړۍ کې د خلافت اعلان وکړ او د نړۍ ټولو وسلوالو سخت دریځو ته یې د بیعت پيغامونه واستول.

په سیمه کې لومړۍ یو پاکستانۍ وسلوالې ډلې ورسره بیعت وکړ او ابوبکر البغدادي یې د خپل خلیفه په توګه وپيژانده، وروسته یې په پاکستان کې لږ لږ فعالیتونه پيل کړ؛ خو هلته يې کارونه کم او دیخوا افغانستان او په ځانګړي توګه ننګرهار ته یې مخه کړه. دا چې دا څوک دي او د څه لپاره افغانستان ته راځي، زه یې په اړه څه نه وایم؛ خو د دغې ډلې له امله دلته په ننګرهار کې پيدا شوي انديښنې یو څه تر بحث لاندې نیسو.

افغانستان ته د داعش راتګ که له یوې خوا تکتیکي او عملي چاره هم ده؛ نو له بلې خوا یې تبلغاتي جمبه دومره قوي وه او ده، چې ډیرو معتبرو افغاني رسنیو هم د داعش د حضور او نه حضور پروژې ښه په کامیابۍ پرمخ یوړلې. ښه راته یاد دي، چې شاوخوا کال وړاندې به په ننګرهار کې خبریالانو همدا خبرې کولې، چې پلاني چارواکي وویل، چې په ننګرهار کې داعش حضور لري، یا دا چې په هر ډول خبري کنفرانس کې له امنیتي او دولتي چارواکو دا پوښتنه ډیره کیدله، چې ایا په ننګرهار کې داعش شته او کنه؟ تاسو ورته څه تیاری لرئ او …

دا به تاسو ته هم په یاد وي، چې لومړی د ننګرهار په یو شمیر سیمو کې د داعش او طالب وسلوالو جګړې پيل شوې، چا ورته د دوو وسلوالو ډلو ترمنځ جګړه ویله، چا د وسلوالو خپلمنځي جګړه، چا د داعش او طالب جګړه، چا د طالب او وسلوالو غلو جګړه او داسې نور خو دا خبره مې هیڅ له یاده نه وځي، چې د ننګرهار قدرمن والي سلیم خان کندوزي دغه جګړې د حکومت په ګټه وبللې؛ خو کاش هغه ته دا پته وی، چې دا جګړې به یوه ورځ د ښار د سقوط ویره خپره کړي؛ دا جګړې به مکتبونه وتړي، بې ګناه انسانان به مړي کړي او زرګونه خلک به کډوالۍ ته مجبور کړی.

خیر حکومت خو به دا خبره په دې خاطر کوله، چې د عسکرو مرال یې کمزوری نه شي؛ خو د ولسونو لویه ګیله له خپلو وکیلانو کیږي، اګر چې اوس یو شمیر وکیلان پښې لاسونه تپوي او یو نیم غږ کوي، زه وروسته په دې اړه غږیږم، چې ولې وکیلان اوس داسې کوي؛ خو لومړی د ولس ګیله شریکوم، ولس اوس په هغه رایه چې د خپل بدن د شرینې ګوتې په پریکولو یې ورکړې ده، د کورنۍ د یو غړي په مړینه یې رایه ورکړې او له سختو ستونزو سره رای ورکولو ته ورغلي اوس پښیمان دي او دا ځکه چې نه خو یې د حکومت دواړو مشرانو غږ واورید، نه د ولایتي شورا او نه د ولسي جرګې وکیلانو، تاسو به وايئ، چې اوس وکیلان را پورته شوي او د دوی د حق غوښتنه کوي؛ خو زه بیا وایم، چې دوی د ولس غم نه دي راخیستي، ځکه په ولس دا اور یو کال مخکې بل شوی او په کې سوځي؛ خو وکیلان اوس ځکه بیدار شول، چې د اور تاو یې د کور انګړ ته داخل شوی، نازولی ځوی یې د اور د لمبو ګرموالي له خوبه بیدار کړی او د خلکو کړیکې او سورې یې د ایرکنډیشني کوټې په کړکیو کې ورداخلې شوی او پلار ته یې ویلي، چې دا څه چل دی؛ نو د دې لپاره چې نازولی ځوی یې د داعش ویره په زړه کې وانه چوي، غږ یې وکړ، چې د اختر په پنځلسمه به که امنیتي چارواکو د داعش غم ونخوړلو موږ به ورسره جګړه کوو.

لیک: یوسف ظریفي

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …