کور / ظریفي / کندز وپلورل شو، که ونیول شو؟

کندز وپلورل شو، که ونیول شو؟

وايي، چې یو وخت د یو سړي چې ویده و، په سینه یې مار تیر شو، سړي چغې وهلې، شور یې کاوه، خلک راټول شول او د علت پوښتنه یې ترې وکړه، سړي وویل: ((په سینه مې مار تیر شو.)) خلکو ورته وویل چې ته یې چیچلی یې ؟ ویل یې نه؛ نو بیا چغې ولې وهې؟ سړي ورته وویل: ((چې ځکه وهم چې دا یې لار شوه سبا بیا راځي.))zarifi

که د کندز ښار ډراماتیک نیولو ته سړی وګوري، چې په یوه شپه کې بې ‌ډزه بې ډوزي د یو ولایت د مرکز نیول داسې پيښه ده، چې د هیچا په خیال او فکر کې نه ګرځیدله؛ ځکه د یوې ولسوالۍ د مرکز نیول هم د څو ورځو سخت جنګ څخه وروسته هم ډیر کم امکان پيدا کیږي، چې د ولسوالۍ مرکز دې ونیسي؛ خو هغه هم د څو ساعتونو لپاره.

پخوا به خلکو ویل، چې مرګ غواړې کندز ته لاړ شه او په دې وروستیو کې داسې ویل کیدل، که مرد غواړې کندز ته لاړ شه، د نرانو کندز هغه ښایسته کندز، هغه د شمالي ولایتونو مرکز، هغه د لوی خان شیرخان کور، هغه د سولې د میلو ځای، هغه د بزکشۍ د ملي لوبې اتل ولایت، هغه د ساپو، نورزیو، علي خیلو، زاخیلو، اتمر خیلو، او د نورو پښتنو د خیلونو د اوسیدو ټاټوبی، هغه د وزیر صیب محمد ګل خان مومند بابا د فکر خیال او د لرلید موخه او پایله کندز نن سبا په وینو سور دی، درنې افغاني خویندې میندې بدلمنې شوې او ډیری د ستر او پردې میرمنې سرتورې او بې پردې شوې، د کندز ښکلی ښار په کنډوالو بدل شو، هغه سپین زر چې غوړي به یې ټول افغانستان ته رسیدل، هغه شرکت نن د پردو سنګر او مورچه شوې او د غوړو پرځای ترې د مرمیو باران وریږي، څه علتونه دي، چې کندز سقوط وکړ؟

زما په اند څو غټ ټکي، څو علتونه چې کندز یې دې حالت ته ورساوه.

د شمالي ټلوالې ستراتیژي، چې د افغانستان د تجزیې په فکر کې دی او د جمعیت اسلامي تنظیم، چې د شمالي ټلوالې جنګي او نظامي ټول قوتونه په کې ځای پرځای شوي دي او په کندز او نورو ولایتونو کې بې مسولیته وسله والې ډلې لري، له بلې خوا شمالي ټلواله چې په هیواد کې واک ورسره دی؛ نو په شمالي ولایتونو کې یې ملیشې جوړې کړې، چې د محلي پولیسو په تشکیل کې ځای پرځای کړل او په ټولو شمالي ولایتونو کې د پښتنو د زورولو دنده ترسره کوي، چې دا دنده په مزار شریف کې عطا محمد نور او په هرات کې تورن اسماعیل خان سرته رسوي، دا نه چې پښتانه دې د طالبانو سره ملګري شوي وي؛ خو پښتانه د طالبانو په نامه وهل کیږي، د فاریاب ولایت د قیصار او المار په ولسوالیو کې هم د ازبکو لخوا پښتانه ووهل شول، له بلې خوا ضعیف مدیریت او دوه سری حکومت د واک نه درلودل، ځکه د ډاکټر عبدالله لخوا ګمارل شوي کسان د ډاکټر غني د کسانو سره هم اهنګي نه لري، چې په ټوله کې د دواړو واک نشته او ویره په ټول هیواد حاکمه ده.

پخوا به مې په راډیو افغانستان کې یوه سندره اوریدله، چې ویلې یې:

څنګه شور ماشور دی وه اوږۍ           په شورماشور کې لیلا ځان سینګاروینه اوږۍ

دوه متضادې ډلې د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله دوه سری حکومت په یو کال کې ونه توانیده، چې حکومت تشکیل کړي او په ځانګړي توګه د دفاع وزارت چې تر اوسه لا سرپرست وزیر دی، ورته وزیر وټاکي، د نفرت ملي (وحدت ملي) حکومت چې څو ورځې وړاندې یې جنجالي کال پوره شو، بهرنیو او کورنیو مبصرینو او د نظر خاوندانو دا حکومت او دا لوبه ناکامه وبلله او جان کیري څخه وغوښتل شول چې د وحدت ملي په نوم نسخه د افغانانو د روغتیا لپاره موثره واقع نه شوه.

موږ په مخکې لیکنو کې لیکلي و، چې د داعش په نوم پروژه یوه نړیواله پدیده ده، چې د افغانستان سره هیڅ ربط نه لري، د داعش دا پروژه چې، (CIA) پرې ډیره موده کار کړی او (ISI) ته سپارلي او په اصطلاح غیر اعلان شوی دریم نړیوال جنګ دی، چې قدم په قدم به ټوله نړۍ په شغله ورو لمبو کې راونغاړي او اوسنی هدف یې مرکزي اشیا ته د امریکا ځان رسول وي، که ولیدل شي، داعش شمالي ولایاتو ته ځان ورساوه او دغه سیمې یې نا ارامې کړې، چې د لومړي جنګلي خط لپاره چې په تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او نورو اشیايي هیوادونو کې د حضور لپاره په تکتیکي شکل دلته مستحکم مرکزونه جوړ کړي، د خراسان په نوم د صوبې لپاره چې ننګرهار یې ورته مرکز ټاکلی او د پښتنو غټ قومونه اپریدي، اورکزي یې په اعتماد کې اخستي دي او د دې قومونو پوځي او ملیشه چې د پاکستان په پوځ کې یې دندې درلودې د جنرال نه نیولې بیا تر افراده پورې ټول داعش په نوم فعالیت لپاره ګمارلي دي او هدف یې افغانستان او مرکزي اشیا ټاکلي دي، او بنیاد ګر یې چیچنیان، تاجکستان، ازبکستان، غوریان، پنجابیان او غربیان یې ورسره ملګري کړي دي.

سوال دا پيدا کیږي، چې دا دومره قوت چې لس ورځې د ملي امنیتي ځواکونو سره جنګیږي، په کومه لار او د چا لخوا شمالي ولایاتو ته ورسول شول، داسې بریښي هغه پلورل شوي کسان چې خپله ګټه په ګډوډۍ کې ونیسي او د واحد افغانستان وجود نه شي منلی او نه یې مني، په دې لوبه کې په غټه کچه دخیل دی؛ خو په دې دې پوه شي، چې نن په افغاني خاوره کې کوم اور بلیږي، دوی به په کې سوزي کومه لاره چې د ترکستان په نامه دوی پرې تګ کوي، قبرستان ته تللې.

زما هیله د خپل خاموش اکثریت څخه دا ده، چې دا مشران چې ځانته مشران وايي او د خپل ملت غم ورسره نه شته دروغ وایي، دروغجن دي، خپلې قومي تړې را ژوندۍ کړۍ ګوندې کوم سر را پيدا شي.

لیک :  بادام ظریفي – فقیر

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …