کور / ظریفي / افغان، افغانیت او افغانستان

افغان، افغانیت او افغانستان

دا لیکل زه د خپل درانه مشر څیړونکي او تاریخ لیکونکي ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد چا چې د ټولو نه ښه ملي تاریخ لیکلی او د ساپي پښتو څیړنو مرکز لخوا چاپ شوی، په دې استناد لیکم.

 اګر چې حداد صیب زما نه په عمر کې مشر و؛ خو زما او د هغه تر منځ د استادۍ او رهبرۍ نه علاوه په اصطلاح یو شنګ انډیوالي موجوده وه او تر منځ مو د خبرو تکلُف نه و او هر څه به مو د خوږو  دوستانو په څیر سره شریکول. هغه د افغان په نوم یو کتاب هم لیکلی او چاپ کړی، تر څو چې هغه په کابل او پیښور کې وؤzarifi نو خپلې لیکنې به مو سره شریکولې او دواړو به د ډیرو تبصرو څخه وروسته لیکلو ته اخري شکل ورکاوه، هغه باندې الله (جل جلاله) ښه قلم لورولی و او د لیکلو ښه وړتیا یې لرله، په وروستیو کلونو کې یې د پيښور چاپ اخبار وحدت کې یې پرلپسې کالمونه لیکل او افغانان به یې په هر څه خبرول او ښه تحلیل یې کاوه، چې د قدر وړ خدمت و.

 هغه یو وخت د افغان ملت د جریدې مسول مدیر و، دا هغه وخت و، چې پاکستان حکومت په دوو اخبارونو افغان ملت او مساوات دومره سخت بندیز لګولی و، چې حتی د افغانستان څخه ورتلونکي د تازه میوو کریټونه به یې تالاشي کول چې د افغان ملت او مساوات اخبارونه په کې نه وي، هغه وخت به دواړه اخبارونو کې دوه مضمونونه نشریدل چې په افغان ملت اخبار کې د وزیر صیب عبدالمالک خان عبدالرحیمزي مضمون چې عنوان یې و: (بودیم از ان دورد کشان          که نی از تاک بود ونه تاک نشان) او د مساوات اخبار کې د شهید محمد هاشم میوندوال مضمون و چې دواړه به پرلپسې توګه د څو میاشتو لپاره نشریدل او حداد صیب دغه خطره په ورین تندي منله او هیڅ ډول ویره یې نه محسوسوله.

وايي کله چې اریايي قبیلې په ډیریدو شوې نو کوچیدل پيل شول او د هندوکش د غرونو لمنو څخه د ماورالنهر او تربنګاله شرق غرب ته خپاره شول او یوه قبیله د لوی افغانستان په سینه کې پاتې شول چې دې ته افغانان وویل شول افغان د اپګان څخه اخستل شوې او اپګان په سانسکریت کې د نه تلونکي معنی لري، یانې هغه قوم چې لاړ نه شو، افغان ورته وویل شو، چې ختیځ ته د اباسین د اوبو په اوږدوالي کې میشت شول، شمال ته د امو په غاړو او لویدیځ ته د سیستان تر وچو ورسیدل، سهیل ته تر بولان، کرمان او ګوادر شاوخوا میشت شول چې دې کې څو لوی قومونه لکه بلوڅان، داردایان (پشه یان)، او پکتنیان (پښتانه)…

د زیږدیز څخه درې زره کاله پخوا په بُخدي کې د افغانانو لومړنی مرکزیت جوړ شو او یما په کې پاچا شو، دا خاوره د تاریخ په اوږدو کې کله پښتونخوا کله د خراسان، کله کله په نورو نومونو یاده شوې ده او بیلابیلو قومونو په کې وخت ناوخت حکومتونه کړې دي، چې غزنویان، سلجوقیان، سوریایان، هوتکیان، ابدالیان، سدوزیان، محمد زایان او نور دي؛ خو چا چې د معاصر افغانستان بنسټ کیښود، هغه لوی احمد شاه ابدالي دی.

احمد شاه بابا چې د افغان قومونو په قوت او ملاتړ هند فتح کړ او د ډهلي تخت چې د طلايي تخت په نوم یې شهرت درلود ونیوه؛ نو هملته یې یو شعر ولیکه چې یو بیت یې داسې دی:

د ډهلي تخت هیرومه چې رایاد کړم     زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

ویل کیږي، چې احمد شاه بابا او ورسره نور غازیان هیواد ته د راستنیدو په لاره کې چې کله جهلم ته ورسیدل نو احمد شاه بابا افغانستان خواته یوه تیګه ګوزار کړه او وویل: (ای افغانانو د جهلم او امو ترمنځ دا هیواد ستاسو دی، چې افغانستان یې نوم دی.)

احمد شاه بابا چې په خټه پښتون درانی و، او قوت یې هم لره چې دې خاورې ته پښتونخوا نوم ورکړي؛ خو هغه په دې پوهیده چې دلته نور قومونه هم استوګن دي او د افغان نوم پرته به د دې قومونو ترمنځه شخړې او قومي تضادونه پيدا شي، ځکه د هیواد شمال خواته ځینې هیوادونه په هغو نومونو جوړ دي او په افغانستان کې ځینې قومونو د هغه هیواد په نژادي نوم یادیږي، خو په افغانیت کې شریک دي، د بلې خوا د شلمې پیړۍ پيل کې یو با تدبیره وزیر محمد ګل خان مومند بابا په پراخ نظر او د لرلید په لرلو سره یې د غرب او شرق څخه ځینې افغانان شمال ته رانقل مکان کړل او لوی افغانستان یې د تجزیې څخه وژغوره دا ویلی شو چې دا هیواد افغانستان دی، اوسیدونکي یې افغانان او مسلمانان دي هغه پردي پال چې افغان واحد ملت او واحد ملیت نه مني کولی شي چې خپلو ملکونو ته تشریف یوسي.

حضرت خوشحال خان خټک خو لا پخوا د افغان په ننګ توره تړې وه او ویلې یې و، چې:

د افغان په ننګ مې وتړله توره          ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم

یا یو بل شاعر چې وايي:

دلته هر څوک چې اوسیږي بس افغان دی      تور او سپین پیدا کول ملي تاوان دی

دا هیواد به په ملي وحدت جوړیږي              دا زموږه عقیده دا مو بیان دی

او یا دا چې

یو بدن او یوه وینــه په رښتیــــــــــــــــــــا یو 

 د امو جهلم په منځ کې موږ بچي د یو بابا یو

یو مو آ ده یو مـــو نا ده 

یو کالبوت یوه مو سا ده

څوک مو نه شي بیلولی اښکل شوي له پخوا یو 

د امو جهلم په منځ کې موږ بچي د یــــو بابا یو

که رنګ ورکړې زمانې ته

موږه ګورو افسانې تــــــه

د تاریخ په ګواهۍ کې موږ له هر څه اګاه یو

د امو جهلم په منځ کې موږ بچي د یو بابا یو

دلته یو ملت افغان دی

یو ملیت او یو نښان دی

د اغیارو به زړه وچوي موږه دا یو دا  یو

د امو جهلم په منځ کې موږ بچي د یو بابا یو

لیک: بادام ظریفي – فقیر

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …