کور / افغانستان او نړۍ / سنجی دت تر یو میاشتني خلاصي وروسته بیرته زندان ته روان شو.

سنجی دت تر یو میاشتني خلاصي وروسته بیرته زندان ته روان شو.

د هندي سینما (بالي ووډ) مشهور لوبغاړی سنجی دت چې په هند کې په (سنجو بابا) مشهور دی، له زندانه تر یو میاشتي خلاصي وروسته بیرته زنداني شو.

نوموړی د خپلې لور د پښو د عملیاتو له امله د یوې میاشتې لپاره له زندانۍ 394675-image-1443282142-199-640x480خوشې شوی و او تر هغې وروسته نوموړی بیرته زندان ته یوړل شو.

سنجی دت د دې له امله چې په ۱۹۹۳ میلادي کال کې یې د هند په ممبۍ ښار کې په بریدونو کې لاس درلود زندان ته یوړل شو او پرې د ۴۲ میاشتو بند ختلی دی. نوموړی تورن دی، چې په دغو حملو کې یې لاس درلود او هم یې غیر قانوني وسلې په کور کې ساتلې.

سنجې دت په دغه یوه میاشتي خلاصي کې هڅه وکړه، چې یادې دیرش ورځې دې ورته معاف شي؛ خو د سیمې والي یې یاد درخواست رد او زیاته یې کړه، چې د بند موده به یې له دغو دیرشو ورځو پرته حسابیږي.

د یادولو  وړ ده، چې د هندي سینما یاد ستوري تر دې وړاندې هم ۱۸ میاشتې په بند کې تیرې کړې دي.

یوسف ظریفي

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …