کور / ظریفي / د یو خوږ ژبي بلبل اواز د همیش چپ شو

د یو خوږ ژبي بلبل اواز د همیش چپ شو

jan_aqa_alkozay

په ډيره خواشینۍ خبر شوم، چې د ازادۍ د څپو خوږ ژبی نطاق، زړور او مسلکي ژورنالیست، ښه پښتون او دروند شخصیت جان اقا الکوزي له دې فاني نړۍ څخه د همیش لپاره سترګې پټې کړې او روح یې حق ته وسپاره. اناالله و انا الیه راجعون

افغانانو د یوې اوږدې مودې راپدیخوا راډیو افغانستان او د ازادۍ راډیو په څپو کې د هغه دروند او میکرافونیک غږ اورید، چې همیشه به یې په غوږونو کې ازانګې کوي.

زه یې د رخصتۍ په تمه وم، چې راډیوي پروګرامونو کې یې برخه نه لرله، ګمان مې کوو، چې په رخصتۍ به تللی وي، بیا یې د ناروغتیا څخه خبر شوم، د روغې سټې لپاره مې ورته دعا وکړه او په دې هڅه کې شوم، چې څه لاره پیدا کړم او د روغتیا پوښتنه یې وکړم؛ خو بدبختانه چې پرون د سه شنبې په ورځ په هغه ځای کې د ده له مرګ څخه خبر شوم، چې څو کاله پخوا مې ورسره ننګرهار د ولایت په مقام کې لیدلي و او د زړه خواله مو سره کړې وه، هلته چې مو سره خندلي و، نن مې څو اوښکې تویې کړې او ټولو حاضرو دوستانو ورته، د لوی خدای (ج) دربار ته د دعا لپاره لاسونه لپه کړل، الله دې وبخښي.

زه او زما فامیل، ټولو افغانانو، ژورنالستانو، نطاقانو او د جان اقا الکوزي کورنۍ ته د زړه له تله تسلیت وایو او ورته د جمیل صبر غوښتونکي یو.

چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه

داسې مړ شه چې تا خاندې خلک ژاړي

لیک : بادام ظریفي – فقیر

 

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …