کور / ظریفي / مجبور ، محصور ولسمشر؛ مظلوم او بې واکه ملت

مجبور ، محصور ولسمشر؛ مظلوم او بې واکه ملت

د (C.I.A) ستراتیژیکو توطیو د امریکا د متحده ایالاتونو دوه مخي سیاست په افغان ولس شمالي ټلواله مسلطه کړې ده، ښکیلاکي او زبيښاکي قوتونه همیشه د ملتونو په کولتور او فرهنګ حمله کوي، تفرقه اچوي او خپلو شومو موخو ته د رسیدو لپاره لږه کي (اقلیتونه) په اعتماد کې اخلي، دا کار لومړی د سوسیال امپریالیزم د خپل یرغل پرمهال وکړ، په واحد افغانستان او واحد افغان ملت کې یې د نفاق اور بل کړ او توکمونوړ ته یې د ملیتونو خطاب وکړ، حال دا چې واحد ملت، واحد ملیت لري؛ خو برعکس روسانو هزاره ملیت، ازبک ملیت، ترکمن ملیت، تاجک ملیت همداشان نورو قومونو ته یې ملیتونه وویل.zarifi

د افغان او روس په جنګ کې غرب چې په راس کې امریکا قرار لري، د افغان مجاهدینو په نوم بې دریغه مرسته وکړه، چې خپل اجنټ دولت پاکستان یې په اقتصادي لحاظ په اصطلاح داسې پورمامور کړ، چې اتومي طاقت شو، د شوروي اتحاد د ډنګیدو او د کمونیزم د ماتیدو وروسته یې دغه فاتح او غیور ملت د پاکستان رحم و کرم ته پریښود او پاکستان هم تر نننه د خپل سیاست عمق د پلي کولو لپاره یې افغانان لا پخوا ټوټه ټوټه کړي او یو د بل سره یې په جنګ اچولي و، د پاکستان د سیاست عمق څه شی دی؟

افغانستان د افغانیه صوبې په نوم د پاکستان پنځمه صوبه جوړول، یا ازاد کشمیر ته ورته یو حکومت، چې هم جمهور رییس ولري، هم صدراعظم، هم کابینه او پارلمان ولري؛ خو خپل واک او اختیار به نه لري او بهرنۍ او کورنۍ پالیسي به د هغوي لاس کې وي او د پوځ مشري به هم د راولپنډۍ ارمي هوس کوي او په دریم صورت کې باید په افغانستان کې همیشه جنګونه، تشنج او ګډوډي وي، چې اقتصادي ترقي ونه شي کړای او تل لپاره لکه د ګوډ سوالګر د نورو لاسته ناست وي.

پورتنۍ دوه موخې خو په افغاني ټولنه کې امکان نه لري، افغانان هیڅکله غلامي نه مني او نه یې منلې ده؛ خو البته دا یې وکړه، چې ځینې ضعیف النفس کسانو ته یې د پوره اقتصادي او سیاسي امکاناتو په برابرولو د ځانونو پلورلو ته چمتو کړي او اوس د هغوی ډولونو ته چپه او راسته ګډیږي.

د دې ټولو پروژو تمویلوونکې اداره (CIA) او سوپروایزر یې د (ISI) جاسوسي شبکه ده، د یادولو وړ ده، چې شمالي ټلواله د ستم ملي د اهدافو تمویلوونکې ده، چې په ۱۳۳۶ کال کې د افغانستان د تجزیې لپاره یې بنسټ ایښودل شویدی، چې وخت په وخت د شورای نظار، جمعیت اسلامي، شوله یي او پرچمي د نومونو او نورو تکتیکونو څخه کار اخیستی دی.

 

نوکر نوکر وي او هر هغه چا سره چې ښه اجوره ورکړي مزودري کوي، امریکا هم چې یو جوارګر (قمارباز) هیواد دی او په بوجیو داو لګوي، تاسو ته معلومه ده، چې د نړۍ تر ټولو زیات پوروړی هیواد امریکا ده؛ خو بیا هم چې وغواړي، په بنډلونو نه بلکې په بوجیو ډالرې ورکوي.

د جهاد او مجاهدینونو پروژې څخه وروسته، د القاعده، طالبانو د پروژو په عملې کیدو، تش په نوم واک ته د رسیدو په میلیونونو ډالر پاکستان ته ورکړل، بیا د طالبي نظام د له منځه وړلو لپاره یې د شمالي ټلوالې سره قرارداد وکړ، ویل کیږي، چې مارشال فهیم ته یې، د مارشالۍ د رتبې د منلو او احمد شاه مسعود ته یې د اتلولۍ د لقب ورکولو سره سره مارشال فهیم ته میلیونونه ډالر په دې خاطر ورکړل، چې شمالي ټلواله امریکا سره خبرو او قرارداد ته کینوي او شمالي ټلواله وپيري، په دغه قرار داد کې چې د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په مرکز کې ترسره شوی، دوه غټې خبرې په سر کې راغلي، یوه دا چې امریکا به په افغانستان کې په خپل سر هر څه کولی شي، د کوم قانون طابع به نه وي او بل دا چې واک به د شمالي ټلوالې سره وي؛ خو په تکتیکي ډول به امریکا د دې سترنج لوبې کې په خپله خوښه چاته وزیر او چاته پاچا ویلی شي او بله خبره دا ده چې موقت حکومت په دوره کې به د امریکا سره په دولتي کچه یو تړون لاسلیک کیږي، چې همداسې وشول او دا تړون د موقتې دورې په وخت کې عبدالله عبدالله چې خارجه وزیر و او یونس قانوني چې د کورنیو چارو وزیر و، لاسلیک شو او د امریکا په خپلسرو حرکاتو ته رسمي جواز ورکړل شو.

 دا چې د لوبې په سر کې یې یو ښه سیاسي لوبغاړی او د تاریخ څخه ویریدونکی جلالتماب حامد کرزی راوست، هغه غریب خپله وسه وکړه او دولت یې تر یوه حده په ملي چوکاټ کې داخل کړ، پنځه کاله ناګهانه او لس کاله یې اګاهنه په پټه په یوازې ځان د شمالي ټلوالې، امریکا او پاکستان سره جګړه او لوبه کوله او کله کله به یې یوه نیمه خبره رسنیو ته ښکاره کړه، د بیارغوونې کارونه یې هم پر مخ وړل،  په ټوله نړۍ کې د افغانستان هویت یې بیا را ژوندی کړ او سفارتي تعلقات یې ټینګ کړل، په میلیونونو افغان ماشومان یې تعلیم ته وهڅول او د هغوي لپاره یې مکتبونه او پوهنتونونه جوړ کړل، په پخو سړکونو یې ټول هیواد سره وصل کړل، ملي امنیتي ځواکونه یې جوړ کړل، د ملي شورا بیا احیا کول، او دې ته ورته ډیر کارونه چې نه یادول به یې د وخت نشتون وي، ترسره کړل او افغانستان د اساسي قانون خاوند شو؛ خو یوه خبره باید په تاریخ کې ثبت شي، چې تر اخیره چاته تسلیم نه شو او نه یې قدرت ته د دوام په خاطر د افغانانو وینې توې کړې او په اخیره کې یې دا وویل، چې د سولې کلي د افغانستان او پاکستان لاس کې ده، مطلب دا چې په افغانستان کې ټوله لوبه د دغو دوو هیوادونو ده.

ټولو افغانانو په عملي شکل د ۱۳۹۳ لمریز کال ټاکنې ولیدې، چې سرزورې شمالي ټلوالې هیڅ قانون که هغه ډیموکراسي ده او که هغه مردم سالاري؛ خو هیڅ خبره یې ونه منله، حتی په بهرنیو رسنیو کې ډاکټر عبدالله عبدالله ته ګلمرجان وویل شو او بیا لا ورسره جان مرجان هم ملګری شو، ګلمرجان او جانمرجان دواړه په یوه خبره ودریده، چې د هغوي مرغه مرغه زرین دی، د ( ع غ ) د وحدت ملي په نوم حکومت جوړ شو او افغانستان عملاً فدراسیوني او دوه حکومته جوړ شول، په داسې حال کې چې ملت سره واک نشته او غریبۍ مجبور کړي دي، هغه چاته چې یې رایه ورکړې ده، هغه غریب مجبور شوی او محصور شوی دی او یوازې د یو کتاب په شکل ترې ښه استفاده کیدای شي، ښې طرحې لري خو د عملي کولو مخه یې نیول شوې ده، هغه نږدې ملګري چې کلونه کلونه یې ورسره پت پاللی و، د ع په دسیسو لرې کړای شول او دا اوازې ور پسې جوړې کړای شوې، چې دا د څوکیو په تمه وو اوس ترې خپه دي.

پخوا به خلکو د رشوت ورکولو لپاره لوړو مقاماتو ته مراجعه کوله؛ خو اوس موږ په ننګرهار کې ولیدل، چې د پوستونو د راکړې ورکړې لپاره د پوستونو ځای ته واکوال ورغلل.

قومیت د یو ملت ملي شناخت دی، خو د افغانیت نه منکر دا هویت هم له موږ څخه اخلي، د ملي شورا څخه یې هم تاید کړه، چې په پيژند پاڼه کې باید د افغان او اسلام کلیمه ونه لیکل شي، تاسو ته معلومه ده، چې د دوو هیوادونو په جبهه يي جنګونو کې هم رییس جمهور او یا یې مرستیال د جنګ لومړۍ لیکي ته نه ځي، څه لا دا چې په یو نا اعلان شوي جنګ کې چې د افغانانو د خپلمنځي جنګ نوم ورکول، د هیواد د ولسمشر لومړی مرستیال یوې ولسوالۍ ته د جنګ لپاره ځي، دا هماغه د ملت پالنې روحیه ده، چې دې قومونو ته ورکړل شوې او د ازبک ملیت د مرستې لپاره باید ازبک مشر پخپله تشریف یوسي او دا د یو دولت لپاره کسر شان دی.

که دولت کې نژاد پالنه، تنظیم پالنه، ځان پالنه نه وي؛ نو د دانګام جنګ تاسو ولید، چې د پاکستان ملشه وو ښکاره حمله کړې وه؛ خو یو لوړپوړی چارواکی ورته رانغی، بله دا چې، د څو میاشتو را په دیخوا د ننګرهار د شینوارو د څو ولسوالیو خلک د داعش په نوم چې هغه هم د امریکا نوې پروژه ده او پاکستان ته یې ورکړې ده او مرکزي اسیا ته د رسیدو او روس د پرمختګ د مخنیوي لپاره د طالبانو بدیل دی، د څو کسو مجهولو خلکو چې افغانان نه دي زورول کیږي، بې کوره کیږي، سرونه ترې پرې کړل کیږي او قومي مشران یې په لویو لویو ګټو درول کیږي او په بمونو الوځول کیږي. کډوال شول ښځو او پیغلو ته یې رنګارنګ هدایتونه ورکول شول، چې داسې لباس به اغوندۍ او داسې چادري به په سر کوئ؛ خو چا یې پوښتنه ونه کړه.

یوه ګونګه لوبه روانه ده، خو زما په اند د ټولو نه ضروري خبره دا ده، راځئ چې ټول په ګډه دغه سپین ږیری، بې توانه او بې کسه غریب ډاکټر صیب احمدزی د شمالي ټلوالې له بنده را خلاص کړو، هر څومره چې د کورني جنګ اسره وکړو، متوازي حکومت نه وویریږو، خو دا جنګ نن هم شته، سبا، بل سبا او لا بل سبا هم شته.

زه به ټولو احمدزیو غږ کوم، چې احمدزیو کلونه کلونه وروسته تاسو ته پاچاهي در په برخه شوې ده؛ خو پاچا مو د شمالي ټلوالې سره بونګه دی، راځئ چې خلاص یې کړو.

ای ملته راویښ شه، حرکت وکړه، پاڅون وکړه، هر څه چې وي باده باده

لیک:بادام ظریفي – فقیر

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …