کور / ظریفي / د سنبلې نهمه د پښتنو او بلوڅو د یووالي ورځ دې نیکمرغه وي

د سنبلې نهمه د پښتنو او بلوڅو د یووالي ورځ دې نیکمرغه وي

له نن څخه ۶۵ کاله وړاندې د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو ۳۰ تلین چې د زمري د میاشتې د ۲۸ نیټې پر ځای به هر کال د سنبلې له لومړۍ نیټې څخه تر اوومې نیټې پورې په ملي کچه، ملي روحیه او ملي ولولو لمانځل کیده. دا جشن به د هیواد په ګوټ ګوټ کې په ولسي او دولتي رنګ رنګیده، په ولسوالیو او ولایتونو کې هر چا خپل کمپونه، چې په ولسوالیو کې به د کلیو په کچه، هر کلي به له بل کلي سره سیالي کوله او هر کلي به کوښښ کاوه، zarifiچې د هغوی کمپ له بل کلي څخه ښکلی او ښایسته وي. مصارفات به ولسونو پخپله کول، هر کمپ کې به د خوشالۍ سندرې ویل کیدلې، هغه وخت په کلیو او اعترافو کې لوډسپیکرونه نه و؛ خو کوښښ به دا کیده، چې هر څوک خپل کمپ ته ښه سندرغاړي راولي. همدا شان د هر ولایت په مرکز کې به د اداراتو او ولسوالیو په کچه کمپونه جوړیدل او هر کمپ به خپل مصارفات په خپله کول، البته دولتي کمپونه به په اندکه بودیجه چې د مرکز لخوا به منظوریدله، د خپلو مامورینو پرمټ زیار ویست، چې په کمپ کې ګڼه ګوڼه زیاته وي. په پلازمېنه کابل کې به دا جشن سره د دې چې په ټولو ولایاتو او عسکري قطعاتو کې رسمي ګذشتونه کیدل، چې د کابل رسمي ګذشت یو بیل کیف او خوند درلود، د جشن لمانځلو ته به کابل ته د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه په خپله خوښه په شخصي ډول ولسي خلک او دولتي مامورین راتلل او همدا رنګه د قبایلي علاقو او د لرې خوا پښتانه به زرګونه په جشن کې د ګډون لپاره کابل ته راتلل او د نړۍ په کچه به د دولتونو نماینده ګان، سیلانیان، کور دیپلوماتیک نماینده ګان هم راتلل. په دې جشن کې د ملي یووالي ښه تمثیل کیده، د ولایتونو په کچه به قومونه راتلل او هر ولایت میشتو قومونو به خپل کمپونه جوړول او د خپل قوم د کلتور او ثقافت استازيتوب به یې کاوه. په کابل ښار کې د رسمي ګذشت لپاره به ۳ میاشتې وروسته تیاریانې نیول کیدلې، حربي پوهنتون ځوان محصلین، چې ټول به د خپل هیواد د خدمت لپاره په ملي جذبه او د راتلونکي منصبدار په توګه د خوښۍ احساس کاوه او د هر پوهنځي محصلین به د خپل مسلک د اوزارو سره په رسمي ګذشت کې شریکدل، د حربي ښوونځي،  خورد ظابتانو ښوونځي، د هوايي او مدافع هوايي پوهنځي او ښوونځي به هم شرکت کاوه. د قرارګاوو سره سره د زره دارو دوه فرقو منسوبین، چې د زره دارو څلورمه او پنځلسمه فرقه، د راکټ لیوا، د ریشخورو او قرغه فرقو، د کابل ښار د معارف ټولو لیسو شاګردانو (انجونو او هلکانو) او د کابل پوهنتون محصلین به په منظم شکل په رسمي ګذشت کې ګډون کاوه، د پولیسو اکاډمي او د څارمنانو ښوونځی، قبایلي مشرانو او د ټولو قومونو استازو به په خپلو کولتوري لباسونو کې په رسمي ګذشت کې داخل وو. د شپې لخوا به د رسمي ګذشت ټول ګډونوال په چمن حضوري کې غونډ شوي وو، د سهار لخوا د وخته به د هرې قطع قوماندان خپلې قطع معاینه کولې، د هغې وروسته به د قوایی مرکز قوماندان ټول قطعات معاینه کول، بیا به لوی درستیز او وزیر دفاع په وار سره د معاینې لپاره راتلل، تر هغې وروسته به د ملت بابا اعلیحضرت ظاهر شاه به په یو سر لوڅي جیپ موټر کې په نظامي یونیفورم، چې معظمه ملکه به په وروسته سیټ کې ناسته وه او دا به ولاړ و او په دواړو لاسونو په خورولو به یې د حاضرینو د احساساتو ځواب ورکاوه، لومړی به د هغو خلکو په مخ کې په داسې حال کې چې په موټر سایکل سپرو نظامي پولیسانو لخوا به بدرګه کیده، د رسمي ګذشت په شکل تیر شو، چې د ګلانو په شیندلو، د لاسونو په پړکولو، د عمر دې ډیر شه پاچا، تل دې وي استقلال او ژوندی دې وي افغانستان په نارو بدرګه کیده، وروسته به د قطعاتو د معاینې لپاره به په داسې حال کې، چې د بانډو قطع، چې له دوو سوو څخه زیات د موسیقۍ آلات به یې غږول، د قطعاتو معاینه پيل کړه، هغه وخت د افغانستان راډیو په کابل راډیو یادیدله او دا ټول جریانات به د ویاندویانو په اوازونو په نشر، د هوا په څپو کې ټولې نړۍ ته رسیدل او نشریدل، لومړی به وزیر دفاع ټول قطعات پاچا ته تقدیم کړل، د سلامۍ د منلو څخه وروسته به شاه چې د مسلح قواو عالی قوماندان هم و، ټول قطعات معاینه کړل، بیا به وزیر دفاع، لوی درستیز، قوماندان د قول اردو او پخپله شاه به په اسونو سپاره وو، د لوی سلامۍ لپاره د مریم جان تپې د پاسه د اعلیحضرت نادر خان قبر ته لویه سلامي د ظاهر شاه په قومانده ترسره شوه، د توپ د ۳۲ ډزو په کیدو به جشن رسماُ پرانستل شو، شاه به د خپلې میرمنې، فامیل او نورو عالي رتبه مشرانو سره لوژ ته راغی او بیا به رسمي ګذشت پیل شو، پوځي الوتکو به جوپه جوپه په هوا کې خپل مانورونه ترسره کول، رسمي ګذشت به څو ساعتونه وخت نیوه، د لیکلو لنډه لمن اجازه نه راکوي، هغه احساس او تاثر، چې ماسره زما د دماغ د کمپیوټر په سکرین راغلی دی، تاسو ته نه شم ترسیمولی، خو تاسو داسې فکر وکړئ، چې یو تاریخي ملت، په ازادۍ میین خپلواک هیواد د وګړو په څیر چې ښکاره او پټه بلواکي، زورواکي او ترور ویره نه وي او هر څه په دم او قدم کې حساب وي، نه د جاسوسي شبکو توطیې وي او نه ځان غوښتنه وي او واکداران هغه څوک وي، چې اهل، وړ او مستحق وي، نه د غلو ویره وي او نه دوکه ماران وي، نه په ملت کې پلورل شوي کسان په واک کې وي، هر ځای هر څوک په خپل واک او اختیار کې وي، د اعترافو څخه راغلي ډیر خلک به په دغو شپو ورځو کې د سرک په سر تر شنه اسمان لاندې په خپلو څادرونو کې ویده کیدل، خپلې څپلې به یې د بالخت پرځای له سر لاندې کړې وې، البته یکه دوکه کسبران (جیب وهونکي) به پیدا، چې اکثرو به وهل خوړل؛ ځکه چې هر څوک به د خپل ځان او هیواد ساتونکی و، دا ځل د استقلال د جشن دیرشمه کلیزه لمانځل کیدله او د لرې پښتونخوا ډیر قومي او سیاسي مشران په جشن کې د ګډون لپاره کابل ته راغلي وو، د جشن په ورځو کې یو بل سره په کتلو او د فکرونو د ادلون بدلون خبره داسې جوړه شوې وه، چې پښتانه او بلوڅ که څه قبایل او محکوم دي، د یو ازاد او خپلواک هیواد په توګه باید مبارزه وکړي؛ نو د سنبلې د میاشتې په اتمه په چلستون ماڼۍ کې سره جرګه شول او پریکړه وشوه، چې د خپلواک پښتونستان د جوړیدو لپاره به په شریکه غږ پورته کوو او د افغانستان خپلواک دولت به د دوي سیاسي، ملي او تر خپلوان توان مالي او اخلاقي مرسته کوي، دې ورځې ته د پښتنو او بلوڅو ورونو ملي تړون نوم ورکړل شو، چې بیا وروسته د یو کتاب په شکل، چې د ګډونوالو ویناوې او انځورونه په کې چاپ کړل شو او د سنبلې ۹ نیټه د پښتونستان د جشن په نوم ونومول شوه او هر کال لمانځل کیدله، د قبایلو مستقل ریاست جوړ شو، په راډیو افغانستان کې د پښتنو او بلوڅو په نوم د پښتونستان یو ساعته پروګرام پیل شو، د رحمن بابا او خوشال خان مکتبونو ته په لیسو ارتقاع ورکړل شوه او هم په ملګرو ملتونو کې، چې هغه وخت عبدالرحمن پژواک د افغانستان دایمي استازی و، د پښتنو او بلوڅو خود ارادیت غږ یې اوچت کړ او ځینو دوستو هیوادونو لکه د هغه وخت شوروي اتحاد، هندوستان، جرمني، چک و سلواکه او پولینډ د دې داعې څخه د دفاع غږ اوچت کړ، چې پاکستان خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی، د بارکي ملک عبدالحکیم خان او د بلوڅو مشران او نور د پښتنو د زورولو، بندي کولو او ترور کولو پسې بډې ووهلې، چې په دغه وخت کې خدای جلی جلاله په افغانستان کې ملنګ جان راپيدا کړی و، چې د پښتنو او بلوڅو په ویښولو، یوځای کولو او منظم کولو برخه کې یې د یو فرهنګي قوت په شکل کار وکړ او خوږې نغمې یې وغږولې او تر نننه هم د هغه افکار او اشعار دي، چې د پښتنو په منځ کې کار کوي.

زه د یو افغان سپین ږیري په صفت، ټولو پښتنو ته اپيل کوم، چې نور ځان د پردو له غلامۍ خلاص او د سرلوړي قوم په توګه د خپلې آزادۍ لپاره په یو نوي شکل مبارزې ته دوام ورکړئ، حالاتو ته وګورئ، چې د پښتنو د نابودۍ پروګرامونه روان دي، د خپل حق د ګټلو او لاسته راوړلو پرته به د دې وژنو، زورولو او بدنامیو څخه په امن پاتې نه شو.

د افغانستان له حکومت څخه هیله کوم، چې د خپلو مشرانو په وعدو دفاع وکړي او د نوي رنګ راوړلو لپاره نوی هوډ، نوی عهد او نوې اراده وکړي.

پاکستان په هیڅ شکل دا قوم پرته له غلامۍ نه پریږدي، پنجاب په سیمه کې امپراتوري جوړول غواړي، یو ځل بیا د دې ورځې په ویاړ، ټولو افغانانو ته مبارکي وایم او نوی نسل له دې خبرول غواړم، چې لر بر یو افغان دی.

د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده               په کابل او پيښور کې افغان یو دی

لیک: بادام ظریفي (فقیر)

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …