کور / ظریفي / د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو غزا او د ارناوۍ جبهه

د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو غزا او د ارناوۍ جبهه

طوطي د خپلواکۍ چیرته قفس نه قبلوي

ازاده هوا غواړي الوتل په خپل وزرونو

د شرق نابغه سید جمال الدین افغان وايي: ((ازادي اخستل کیږي، ورکول کیږي نه))zarifi

وايي، چې د خپلواکۍ بوټي په وینو نهالیږي او په وینو خړوبه کیږي؛ میرویس نیکه فرمايي: ((هغه څوک چې د ازادۍ په قیمت نه پوهیږي، ازادي نه شي ترلاسه کولی.)) لوی احمد شاه بابا ویلي، چې ازادي ګټل اسان دي خو پالل یې ګران کار دی، د تاریخ یو تعریف دا هم دی، چې د ټولو ورځنیو پيښو خوندي کول دي، هر څه تاریخ لري، هر څوک تاریخ لري او د خدای ج ټول مخلوقات تاریخ لري، ټول قومونه ملتونه تاریخ لري، ځینې ویاړلي تاریخونه لري، افغان قوم چې وايي، پنځه زره کلن اوږد تاریخ لري او دا تاریخ له هغه وخته پيل کیږي، چې په ټوله نړۍ کې ټولنیز ژوند نه و او په انفرادي ډول انسانانو ژوند کاوه، یما پاچا چې په جام جم او کې قباد یې هم شهرت درلود د لومړي ځل لپاره د ښارونو مور بلخ باستان کې چې هغه وخت په بُخدي مشهوره و، د میلاد څخه درې زره کاله پخوا د ټولنیز ژوند بنسټ کیښود او د خپل د دغه کار جایزه یو کال وروسته چې د بزګر یا روز نوروز په نوم یاده شوه، ولمانځله د نوروزي مېلې ترسره شوه، چې دغه ورځ افغانان هر کال د نوي کال په رابره کیدو په خامو مذهبي او کولتور مراسمو لمانځي، ګرچې دا څو کاله د افغانانو د تاریخ دښمنانانو د دې ورځې د نه لمانځلو لپاره کاذبې هلې ځلې کړي او لا یې کوي، خو تاریخ څوک مسخه کولی نه شي او تاریخ څوک بدلولی او پټولی نه شي، ځکه تاریخ تاریخ ددی او لیکل شوي دي، تاریخ هم عادل دی هم ظالم خو واقعات لیکي او تاریخ لیکونکی په خپله خوښه تاریخ لیکي زموږ په یاد دي، چې د ۱۳۵۲ کال پورې چې شهید سردار محمد داود خان جمهوریت اعلان کړ؛ نو د زمري په ۲۸ ورځ یې د خپلواکۍ تلین ولمانځه او د لومړي ځل لپاره یې د خپلواکۍ د قهرمان اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان نوم د ازادۍ د محصل په توګه اعلان کړ، د دې څخه پخوا د بابا ملت په ټوله څلویښت کلنه پاچاهۍ کې د خپلواکۍ جشن په ټول هیواد کې لمانځل کیده، په ځانګړي توګه کابل کې پوره ۹ ورځې جشن و، چې سنبلې د لومړۍ نیټې څخه به پيل کیده اووه ورځې د خپلواکۍ جشن او نهم د سنبلې د پښتونستان د جشن په نوم لمانځل کیدله، د جهان د ګوټ ګوټ څخه دولتي مشران سیلانیان او د هیواد د ټولو سیمو څخه، ولسي خلک خصوصاُ ځوانان کابل ته را غونډیدل؛ خو د ازادۍ د محصل لقب اعلحضرت محمد نادر خان ته ورکړل شوې وه او د تاریخ دا رښتیني حقیقت پاڼه پټه کړای شوې وه، چا د غازي نوم نه اخیست؛ خو هغه چا چې تاریخ لوستلی و غازي به یې یادوو. زه نن دلته د یوې جبهې یادونه کوم، چې هغه وخت تاریخ څنګه چې لازم و یاده کړې نه ده، هغه د ارناوۍ جبهه ده، چې د سپه سالار لوی خان میرزمان خان تر قوماندې لاندې یې د انګریزانو سره غزا کړې ده؛ نو اړینه مې وګڼله چې د تکرار احسن لپاره څه ولیکم، نو مې د غبار صیب لومړۍ مشروطه خواهي کتاب او ځینې نور تاریخونه بیا له نظره تیر کړل او لږ شان ځغلنده نظر پرې اچوم او ځینې ضروري یادښتونه ترې را نقلوم.

هغه وخت چې د مشروطه غوښتونکو لومړی نهضت د امیر حبیب الله خان لخوا وځپل شواو غړي یې څه په دار وځړول شول، څه په توپونو والوځول شول او څه په سیاچالونو کې په شکنجو ووژل شول، په دربار کې بې اعتماد او په هیواد کې بې سري بې دادي اوج ته ورسیدل، حتی پاچا په خپلو اولادونو هم بې اعتماده شو، ۹۱ د ملکې د طلاق تر حده خبره ورسیده او دا ټوله بې اتفاقي حبیب الله خان د مشاور او دربار ترجمان ډاکټر غني لخوا جوړه شوې وه، چې یو مجهول شخص و او د سردار نصر الله خان د راتګ څخه وروسته کابل ته د ترجمان او مشاور په توګه راغلی و چې په لندن کې د سردار نصر الله د زده کړې په موده کې د سردار ترجمان و، ډیر امکان د دې موجود و، چې هغه دې انګریانو جاسوس وي، په دې وخت کې چې محمود طرزي یو زده کړی او با تدبیره شخصیت و، د ترکې څخه راغی او په دربار کې یې ښه رول لوبوه، له یوې خوا یې خپله لور ملکه سریا امان الله خان ته ورکړه او په دربار کې یې فامیلي شرکت پیدا کړ او هغه یې د خپلې بريې لاندې ونیوه، له بلې خوا یې د حبیب الله خان په خوښه د سراج الخبار په نوم اخبار نشر کړ، تر څو روڼ اندو ته د نظریاتو د خپرولو او افغانانو د بیدارولو دنده ترسره کوله، چې حبیبي په څير استادان چې د ترکې د نهضت څخه متاسره و، په دویمه مشروطه کې ښه رول لوباوه. د مشروطه خواهانو دویم نهضت په داسې حال کې فعالیت پيل کړی و، چې د پټ حزب په نوم یې فعالیت کاوه او دې حزب ته یې زنځیريي شکل ورکړی و، د سر کړۍ خپلو کې سره پيژندل او هر یو ځانته کړۍ جوړې کړې وې؛ خو یو د بل سره یې نه پيژندل، ګر چې د ۱۹۱۸ کال په اوایلو کې امیر حبیب الله خان د خپل زوکړې په جشن په موټر کې په ښار کې ګرځيده، په شوربازار کې پرې د یو بام له سره ډزې وشوې، هغه بچ شو؛ خو په سوونو روڼ اندي ځوانان یې محبسونو کې واچول چې بیا وروسته غازي امان الله خان د خپلې پاچاهۍ د اعلان څخه وروسته راخوشې او په لویو لویو عهدو چې وړ یې وو، فایض کړل، د نیول شویو کسانو په ډله کې یو هم مشهور مبارز ځوان عبدالرحمن خان لودي د دربار د ځینو خود غرضه جاسوسانو په شیطانت هم بندي شو. عبدالرحمن لودي د کندهار او د قومي او با روسوخه مشرانو له ډلې یو غړی، د سید احمد کندهاري ځوی و.

د امیر حبیب الله دغو کړنو او د دویمې مشروطې د عاقلانه او باتدبیره پلانونه امیر دومره تجرید کړی و، چې هیڅ خواخوږی یې نه درلود تر څو د یوې سنجول شوې کودتا د پلان له مخې د ژمي په موسم کې د مرغانو د ښکار په موقع چې هر کال به د لغمان کله ګوش ته ته ووژل شو دا سردار نصرالله خان د سردار عنایت الله خان او نورو شهزادګانو په مشوره په جلال اباد کې ځان امیر اعلان کړ او امیر امان الله خان په کابل کې چې د سلطنت ولي عهد و د افغانستان د پوځ روڼ اندو او د دویمې مشروطې د غړو لخوا په عیدګاه جومات کې د پاچا په توګه اعلان شو او بیعت یې ورسره وکړ، سردار نصرالله خان د وخت د حساسیت او امان الله خان مقبولیت چې په ولسونو کې یې لره، مجبوراً یې خپله استعفی او بیعت امان الله خان ته رسماً واستوه او د دې سره افغانستان د پاچاهۍ په سر د کورني جنګ څخه وژغورل شو، اعلحضرت غازي امیر امان الله خان د ۱۹۱۹ ز کال د فبرورۍ په ۲۸ مه نیټه په لویه اجتماع کې د خپلې پاچاهۍ اعلان په لاندې الفاظو وکړ:

((ای د افغانستان معظم ملته!

ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وکالت په کابل کې پر عهده درلود او اوس په هغهرسالت او امانت دروند بار متوکلاً و معتصماً بالله پر غاړه اخلم کله چې ستر ملت زما پر سر د پاچاهۍ جوغه کیښودله ما عهده وکړه، چې د افغانستان دولت به لکه د نړۍ نور مستقل قدرتونه د هیواد په داخل او خارج کې ازاد او مستقل وي، د افغانستان خلک به نړۍ کې مناسب ځای مومي زه به  شاورهم في الامبر په اساس د هیواد چارې اجرا کوم تاسو به د خپل دین او هیواد په چارو کې ډیر هوښیار واوسئ او په بیدارۍ به وطن ساتۍ.

زه تاسو او ټول اهل اسلام او ټوله بني نوع انسان ته خیر او سعادت غواړم.))

دا چې د غازي لومړۍ موخه د هیواد د پرمختګ او د افغانانو لپاره د یو هوسا او بسیا ژوند غوښتل و او دا د خپلواکۍ پرته شونې نه وه، نو هر څه یې لومړی د ۱۹۱۹ ز کال د اپریل په ۱۳ مه نیټه د ازادۍ اعلان وکړ، امان الله خان په دغه ورځ چې زرګونه افغانان په کې حاضر وو، وویل: ((زه ځان او خپل هیواد د داخلي او خارجي لحاظه کاملاً ازاد او خپلواک اعلانوم تر دې وروسته به زما مملکت لکه د نړۍ نور ممالک او قدرتونه ازاد وي، د هیڅ یوه خارجي قدرت ته به د سر د یو ویښته په اندازه اجازه ورنه کړم، چې د افغانستان په داخلي او خارجي چارو کې مداخله وکړه او که دغسې اقدام یې وکړ،نو سر به یې په دغه توره غوڅ کړم.)) امیر چې توره یې له تیکي راویستلې وه، د نمونې په ډول په افغاني جزبه په لاس کې ونیوله او هوا ته یې پورته کړه، چې ټوله فضا یې د تکبیر په نارو په ازانګو راوسته. په دغه غونډه کې انګلیس استازی هم ناست و، هغه یې مخاطب کړ، ورته یې وویل: ((ته پوه شوې؟!)

دا چې ځوان پاچا غازي د خپلواکۍ اعلان وکړ؛ نو د ۱۹۱۹ ز کال د مارچ په میاشت کې په هند کې د بریتانیا وایسرای چې په هغه وخت لارډ چلمسپورد و، یو لیک واستوه او په هغې کې یې ځینې داسې الفاظ کارولي و، د لیک په یوه برخه کې یې لیکلي و: ((د افغانستان مستقل او ازاد حکومت ځان تیار بولي، چې هر وخت او هر موسم د دوستۍ د ایجاباتو سره قراردادونه او تړونونه د انګریز د غښتلي حکومت سره عقد کړي، داسې کارونه به د تجارتي ګټو په لار کې زموږ حکومت او ستاسو حکومت ته په ګټه وي.))

د بریتانیا حکومت د امیر خط ته یوازې په سرسري الفاظو ځواب ورکړ او په هغه لیک  کې یې د حبیب الله کلکاني مرګ یوه لویه ضایعه وبلله او خپلې قواوې نورې هم تقویه کړې، پيښور، لنډي کوتل، پاړه چینار او ټل ته یې نورې قواوې راواستولې، غازي هم خپل پوځي سوقیات پيل کړل او د می په میاشت کې یې د جهاد اعلان وکړ وی ویل: ((که جهاد ته تیار یاست؛ نو خپلې وسلې را واخلئ)) خلکو د تکبیر په نارو بدرګه کړ. د جهاد یوه جبهه د مشرقي وه، چې جنرال صالح محمد یې قوماندان و، نه پوهیږم چې ارناوۍ ولې تاریخ نه ده راخیستې، چې د څلورمې جبهې حیثیت او قوت یې درلودؤ، په لوی ننګرهار کې ولسي لښکرې د قومي مشرانو او روحانیونو په لارښوونه په غزا کې شریکې شوې. حضرت نجم الدین اخوندزاده په لارښوونه چې خپل خلیفه ګان یې د غزا لپاره چمتو او سوق کړي وو، یوازې چکنور ملا چې په تور ملا مشهور و د خپلو مریدانو سره ډکې ته ولیږه. د علینګار فقیر صیب، د سرکاڼو میا صیب، د انځري ملا صیب یې هر یو د خپلو خپلو مریدانو سره د ارناوۍ جبهې ته چې د سپه سالار لوی خان میرزمان خان یې قوماندان و واستول، د ساپو، باجوړو، مامندو، یوسف زو، سالارزو، مومندو، ګوجرو، مشواڼو او پشه یانو قومونو د ارناوۍ په جبهه کې د انګریزانو کلک مقاومت وکړ، چې د ملکنډ او درګۍ له لارو راغلي و او غوښتل یې چې کونړ ونیسي او د دې لارې په جلال اباد حمله وکړي؛ خو انګریزانو متارکه وکړه او اعلحضرت امیر امان الله خان ورسره ومنله تر څو د افغانستان یوه برخه خپلواک او ازادۍ خاونده شوه خو د پښتنو او بلوڅو خاوره لا اوس هم محکومه او د پنجابي ښکیلاک کې اثیره ده، ما په ورکوټوالي کې یوه چاربیته اوریدلې وه چې یو څه یې زما یاد دي:

د علینګار فقیر بلبل په کې جنګیږي        غزا د دین ده ماتې جویږي

غزا د ارناوۍ وه

دا ټوله د سیالۍ وه

قومونه یو له بله، په غزا کې مخکې کیږي     غزا د دین ده، ماتې جوړیږي

انګریزو وخوړله ماتې

هر څه شو ترینه پاتي

سرونه یې په تورو هندواو په شان تویږي     غزا د دين ده، ماتې جوړیږي

د یو سر لوړي، خپلواک، پرمختللي هیواد په هیله، ټولو افغانانو ته د خپلواکۍ د ۹۶ تلین مبارک باد

لیک: بادام ظریفي (فقیر)

ماخذونه:

۱ :- غبار- غلام محمد- مشروطه خواهان

۲ :- حداد فرهاد – قدرت الله – د افغانستان ملي تاریخ

۳ :- عطايي – محمد ابراهیم – د افغانستان پر معاصر تاریخ لنډه کتنه

۴ :- رفیع – استاد حبیب الله – د افغان ملت د اخبار یو مقاله

۵ :- حداد فرهاد – قدرت الله – افغان رساله

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …