کور / ظریفي / جنرال حمید ګل د قابیل سره یو شان د افغانانو په قتلونو کې شریک دی.

جنرال حمید ګل د قابیل سره یو شان د افغانانو په قتلونو کې شریک دی.

د سوړ جنګ په جریان کې د (CIA) او (KGB) دواړو توسعه طلبي غوښتله او هر یو د خپلو شومو غرضونو د عملي کولو له پاره پلانونه جوړول. د غرب امپریالیزم د سوسیال امپریالیزم او کمونيزم سره د مبارزې له پاره سیمې ته راتګzarifi غوښتل او د یوې اوږد مهالې پروژې ترحه يې ورکړه. او دا يې د منطقې ژاندارم (پاکستان) ته حواله کړه، چې په قسط واره شکل عملي شي. د دغې اوږدې سناریو د عملي تمثیل لپاره چې په وخت په وخت پکې نویو لوبغاړو، لکه: اسامه بن لادن، ملا محمدعمر اخوند، جهادي رهبرانو او نورو برخه اخيستې ده.

دا لوبه د ۱۳۴۲ کال د نړۍ په لوی ستیج افغانستان کې ولوبیدله او لا لوبیږي. تر اوسه د دې لوبې ډایرکټر جنرال حمیدګل و، چې د افغانانو په وینو تر اخره موړ نه شو.

موږ د هیچا په مرګ نه خوشحالیږو. دا د لوی الله ج قانون دی چې (کل نفس ذائقه الموت) به ترسره کېږي د حمیدګل په مرګ د (CIA) او (ISI) د پروژو عملي کولو کې څه فرق نه راځي خو په تمثیل کې به ضرور فرق راشي او نوي نوي لوبغاړي به د ملا اخترمحمد منصور په څېر نور هم راپیدا شي. ددې پروژې اصلي پروپوزول لیکوونکي او عملي کوونکي، جنرال ضیاءالحق، جنرال عبدالرحمن او جنرال حمیدګل وو، او دا درې واړه نور نشته خو د افغانانو په قتلونو کې د قیامت تر ورځې د قابیل سره یوځای شریکان دي.

لیک: بادام ظریفي (فقیر)

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …