کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / دملا محمد عمر اخوند مړینه تېروتنې او اختلافات! میرویس افغان

دملا محمد عمر اخوند مړینه تېروتنې او اختلافات! میرویس افغان

میرویس افغاندافغان طالبانو مشر او دافریقا،الجزایر،عراق،شام،فلسطین ازبکستان او یمن دتوندلارو ډلو روحاني پیشوا او امیر المؤمنین ملا محمد عمر اخوند مرګ په داسي ډرامايي ډول راڅرګند شو ،چې ښايي ددغو ډلو له غړو سره سره یې طالبانو هم اټکل نه کاوه . 

له نېژدې شلو کلونو دیوې ډلي دواحد مشر په توګه پاتې شوي ملا عمر اخوند که څه هم یو منظم حکومت ته ورته یو تنظیم تر شا پرېښود ، خو دهغه تر مړینه وروسته په دغه تنظیم کې اختلافاتو سره سره ډېر سوالونه لا هم پر ځای پاتې دي . 

دلوی ملا صیب مړینه که څه هم ډراماتیکه وه ، خو پرده ناکه مړینه وه او دعراق دمشر صدام حسین ، دالقاعده دمشر اوسامه بن لادن او دلبیا دمشر قذافي په ډول نه وه . که څه هم دملا محمد عمراخوند دکورنۍ دغړو له لوري خو ویل شوي چې دهغه مرګ د خدايي ناروغۍ تپ او دق څخه شوی ، او دې خبر دملا محمد عمر اخوند ځای ناستي ملا اختر منصور ته پوره مرسته هم ورکړه . ځکه تر دې وړاندي دملا منصور پلویانو داسي‌پیغام ورکاوه چې ملا محمد عمر اخوند ملا ګل اغا او ملا منصور په ګډ پلان کې وژلی دی . خو بیا هم ښايي دملا محمد عمر دکورنۍ دغړو له لوري‌ددې خبر خپرولو دطرو طالبانو شکونه نه وي‌ لیري کړي . 

په کور دننه کې دطالبانو تر منځ اختلافاتو او دا ډول اوازو دملا محمد عمر اخوند پر مړینه پوره پوره اثر وکړ، دافریقا،الجزایر،عراق،شام،فلسطین ازبکستان او یمن دتوندلارو ډلو دهغه پر وژنه هیڅ غبرګون نه کړ ښکاره او نه هم هغوی دمغفرت ددعا لپاره لاسونه پورته کړل . کېدای شي دملا محمد عمر اخوند دپلویانو دواک پر سر شخړي‌دهغه مرګ ته دا زیان اړولی وي . 

خو هغه متل دی چې : «پلار دي سپرو مړ کړ که پلیو ؟ وايي زما له ښې یې ویوست که سپرو وژلی او که پلیو.‌»

دملا منصور اخوند مخالیفینو دطالبانو دوخت دکورنیو چارو وزیر ملا عبدالرزاق ، پخواني والي ملا محمد حسن رحماني ، ملا محمد رسول او دبهرنیو چارو دوزارت دمرستیال وزیر ملا عبدالجلیل دمخالفت له کبله که له یوې خوا دملا محمد عمر ته په مرګ زیان واوښت له بله اړخه یې په لیکو کې ښکیل طالبان هم سخت زیانمن کړل .‌

دلته تېروتنه یوازي‌ دملارزاق ، ملا جلیل ، ملا رحماني او ملا محمد رسول نه وه ، پخپله دملا محمد عمر اخوند ورور ملا منان او دهغه زوی هم په دغه تېروتنه کې برابر شریک وو چې دخپل پلار مړیني‌ ته یې سخت زیان واړاوه . 

دملا محمد عمر ورور ملا عبدالمنان او دهغه زوی ته په کار وو چې دوی دم ګړی په ملامنصور یوازي‌دومري منلي‌وای چې تاسو سرپرست یاست او تر څو چې ټول طالبان پرېکړه ونه کړي‌تاسو به سرپرست اوسېږي‌او امریت به نه غواړئ . هم دا راز پخپله ملا منصور ته هم په کار وو چې له ورته یوه تاکتیک نه یې کار اخیستی وای . خو داسي‌ونه شول . 

ملامحمد عمر اخوند په ۲۰۰۱ کال کې دطالبانو دواکمني له ړنګېدو روهیسته ددفاع وزیر ملا عبیدالله اخوند خپل مرستیال ټاکلی وو. چې کله ملا عبیدالله اخوند دپاکستاني ځواکونو له لوري‌ونیول شو او وروسته په زندان کې ووژل شو یا مړ شو نو دتحریک چاري‌دملا محمد عمر اخوند بل نایب ملا عبدالغني برادر ته وسپارل شوې . 

چې کله ملا برادر اخوند پاکستان ونیوی نو دمشرتابه چاري دهوانوردۍ وزیر ملا منصور ته وسپارل شوې .  ملا منصور د ۲۰۱۵ کال دجولای میاشتي تر ۳۰  نېټې پوري‌چې دملا محمد عمر دمړیني‌اعلان وشو دا چاري‌ښې سامبال کړې ،خو له نورو طالب مشرانو یې فرق داوو چې له افغان حکومت سره یې دسولي ‌نغاره ډنګوله . 

اوس یې سیاسي هڅه دا وکړه چې حقاني یې خپل مرستیال وټاکه ، او په دغه ډول یې دزیاتو طالبانو ملاتړ تر لاسه کړ، خو له بله لوري‌یې دا تاوان وکړ چې دطالبانو دحقاني ډله دنړۍ والي‌ټولنې په ترهه ګر لیست کې ده او افغان طالبان لا هغه لیست ته تر اوسه نه دي‌ورلوېدلي . 

تېره ورځ دافغانستان یوه لوړپوړي‌چارواکي راته وویل چې پاکستان ته تللي پلاوي ته دهغه هیواد استخباراتو پوره پوره ډاډ ورکړی دی چې له طالبانو سره به سوله ورکوي‌او ملا منور تیار دی چې له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني . مطلب دا چې د طالبانو په غاړه کې لا اوس هم دپاکستان پړی شته دی او دوی لا تر اوسه دا پړی له خپلي غاړې نه دی ایستلی . 

که څه هم دطالبانو مشرانو خو دملا محمد عمر اخوند تر مړینه وروسته درنې او نه جبرانېدونکې تېروتنې وکړې ،خو افغان حکومت هم تر طالبانو کم نه وو. هغوی دملا محمد عمر پر فاتحه بندیز ولګاوه او دسولي‌په پروسه کې یو قدم شاته ولاړل . 

که چېرته دایتلافي حکومت له لوري دملا عمر بر فاتحه بندیز نه وای لګېدلی ،نو دغه کار به دډېرو طالبانو زړونه له جګړې تور کړی وای او دافغان حکومت تبر به دالاستی هم درلود چې موږ خو دادی مسلمانان یو او دمسلمان په خلاف جهاد کول ناسم کار دی . خو اشرف غني‌او عبدالله دا تېروتنه وکړه او یوه ډېره ښه موقع یې له لاسه ورکړه او زما باور دی چې حامد کرزی یو سیاسي‌شخصیت وو او سیاسي‌پوهه یې تر عبدالله او اشرف غني زیاته وه ،که په واک کې وای دا کار به یې دافغانستان دصلح په خاطر کړی وای . 

اوس چې افغان حکومت تېروتنه وکړه نو په کار دي چې بله تېروتنه ونه کړي‌او دپاکستان پر ځای دي مخامخ له تالبانو سره دسولي مزي وتړي او خبري دي له هغوی سره پیل کړي ،دا چې دوی ددې کار لپاره هره لار لټوي هغه په دوی اړه لري . 

او دا چې طالبانو په خپلو نړۍ والو خواخوږو کې خپل احمیت له لاسه ورکړ او هغوی دملا محمد عمر پر مړینه یوه خواشني هم ونه ښودله ،پکار دي چې له فرصت نه په ګټه اخیستلو دسولي مزي راټینګ کړي ، ځکه ملا اختر محمد منصور ته دپآکستان دوستي او دنړۍ والو توندلارو ډلو مرسته تر بل هر چار ښه معلومه ده . په کار دي‌چې ملا منصور دخپلو ملګرو له اختلاف نه چې له ده سره یې لري دسولي‌په برخه کې دطالبانو پله درنده کړي او افغان حکومت ته ورپه ګوته کړي‌چې په داسي‌وخت کې سولي ته طالبان رابولي چې په دوی کې دننه اختلافات تر بل هر وخت زیات شوي دي‌. او دا پلمه کېدای شي چې ددوس ونډه درنده کړي .کنه نو برخلیک یې تیاره او هرڅه به له لاسه ورکړي . 

لیکوال : میرویس افغان 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …