کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / دملا محمد عمر اخوند امارت او دهغه نېژدې پلویان / میرویس افغان

دملا محمد عمر اخوند امارت او دهغه نېژدې پلویان / میرویس افغان

تاسو به هم اورېدلي وي چې اکثره غله پیر پرسته ، خراباتیان او ځیني ځیني خو یې په پیر پرستي کې دموریدي ومقام ته رسېدلي وي .« البته زه دفتري غله نه یادوم بلکه دهغو غلو خبره کوم چې لاري به یې نیولې او ځانګړي‌ اصول یې هم لرل .» دا کیسه مشهوره ده چې غلو یوه ورځ لار نیولې وه او پر لاري یو سید(اغاصیب) راروان وو چې پر غلو پېښ شو . دغلو مشر دیوې غونډۍ پر سر ناست وو او ملګرو یې ورغږ کړ چې اغا صیب دی !

 دغلو مشر ورته وویل چې څه ورسره دي ؟ میرویس افغان

ملګرو یې ورته وویل چې نور خو هیڅ ورسره نشته ، په خوله کې یوازي ‌یو دسرو زرو غاښ لري‌. 

دغلو مشر خپلو ملګرو ته وویل چې : داغا صیب قربان شم ، دا خو زموږ پیر دی ، البته دا غاښ یې ډېر په احتیاط ورڅخه وباسئ چې خوله یې خوږ نشي . 

نن هم ټول طالبان په یوه خوله دا خبره کوي‌ چې ملا محمد عمر اخوند زموږ امیرالموئمنین وو او دهغه داطاعت لپاره موږ په افغانستان کې کابو شل کاله جګړه وکړه .‌

خو له بده مرغه دملا محمد عمر اخوند نېژدې پلویان چې دمشرتابه دعوه لري دهغه پر واک نه سره جوړېږي‌ او دناندریو یو غږ را اوچت شوی دی . هغه دغلو او اغا صیب دغاښ خبره ده او هر یو هڅه کوي چې دامارت دمشري غاښ دملا محمد عمر اخوند له خولې نه په احتیاط راوباسي . 

تېره ورځ دملا محمد عمر اخوند ورور ملا عبدالمنان اخوند اعلان وکړ چې زه ملا اختر محمد منصور نه منم او دا پرېکړه ناسمه ده . ما دطالبانو له یوه جګپوړي ‌چارواکي سره دا موضوع مطرح کړه هغه ویل چې دملا منان اخوند زړه غواړي ‌چې دطالبانو مشر شي ، خو دلته بیا دملا محمد عمر اخوند زوی مولوي یقوب دخپل اکا په واک خوشحاله نه دی . مطلب دلوی ملا صیب زویمولوي یقوب هم غواړي چې دطالبانو ددې لوی تحریک مشري په غاړه واخلي . اوس پوښتنه داده چې ایا یو (۲۲) کلن ځوان څنګه کولای شي چې دداسي یوې لويي ډلي‌مشري وکړي‌ چې هغه له ټولي نړۍ سره په بدي او دښمني اخته وي ؟ 

دوهم دملا منان اخوند خبره ده چې هیڅ کله نه دطالبانو دشورا غړی پاتې شوی او نه یې هم دطالبانو دواکمني ‌پر مهال کومه ځانګړې دنده درلوده ، څنګه کولای شي‌چې ددې تحریک مشر شي ؟ 

او تر دې خبري ور ها خوا بله مهمه پوښتنه داده چې ایا په نیوي یمه لسیزه کې تر (۲۰۰۰) زیاتو علماوو دملا محمد عمر اخوند کورنۍ ته دامیرالمؤمنین بګړئ ورپر سر کړې وه او که دا یوازي‌ دملا محمد عمر اخوند شخصیت ته ورپر سرکړل شوې وه ؟ 

یوبل ټکی چې تر هر چا باید دملا محمد عمر اخوند زوی او دهغه ورور ورته ځیر وای هغه دا چې ایا دا دطالبانو واکمني‌ میراثي ‌ده چې باید دهغه دکورنۍ یو غړی پر دغه وراثت راشي ؟ 

دا ټولي‌ هغه پوښتنې دي‌ چې دملا محمد عمر اخوند تر شا پاتې نېژدې کړۍ یې تر سوال لاندي‌ راوستې دي او هغوی ته یې دابدي پیغور لار پرانیستله . 

دډېرو څارونکو په اند دطالبانو تحریک یو داسي ځواکمن تحریک وو چې په تېرو ۱۳ کلونو کې دټولي نړۍ په زور مات نشو ، خو اوس دواک پر سر جګړې ددوه ځایه کېدو له خطر سره مخامخ کړ. 

ډېری په دې باور دي چې دطالبانو ځینو مشرانو دځینو سیمه ئیزو او نړۍ والو استخباراتي کړیو دخوشحاله ولو لپاره ددغه تحریک دماتېدو هوډ کړی دی . 

که چېرته دطالبانو مشر تابه دملا اختر محمد منصور په مشري خوښ‌ نه وای په خپلو کې یې هم پرېکړه کولای شوای او ددې خبري درسنیزه کېدو ډېره اړتیا نه لیدل کېده . 

دا یادونه هم ضروري ده چې ایا دطالبانو دغه پرواک په جګړه بوخت کسان څومره ملا محمد عمر اخوند ته نېژدې وو؟ 

که څه هم دوی خو دډېر نېژدې کت دعوه کوي ،خو دا څنګه نېژدې کت دی چې دوه کاله وړاندي‌ یوه مهمه څېره له دې نړۍ کوچېدلې ده او دوی ورباندي‌خبر نه وو.‌

دوی به ارو مرو وايي ‌چې نه موږ خبر وو، خو دا ادعا ځکه ناسمه ده چې په تېرو څو ورځو کې دوی دواک پر سر تر داسي ‌ناندریو ورسېدل چې تر دا مهاله یې ساری نه وو لیدل شوی ، نو که چېرته دوی دوه کاله وړاندي‌خبر شوي وای ،بیا خو دا یوه روښانه خبره ده چې دافغان خاورې نیم تنکي ‌ځوانان به ددوی تر منځ په خپل منځي ‌جکړو کې وژل شوي‌ وای .‌

دطالبانو ډېری مشران په دې باور دي‌ چې ددغه تحریک ګاډی تېر دوه کاله ملا اختر منصور چلاوه ، البته لایسنس یې نه درلود ،اوس غواړي ‌چې په لایسنس دا ګاډی وچلوي . که رښتیا هم په تېرو دوو کلونو کې دطالبانو دتحریک مشري اختر محمد منصور کوله ،بیا خو ښکاره ده چې دملا محمد عمر اخوند په څېر چلونکی وو نو بیا ددې نوري‌ډلي‌اعتراض پر څه دی ؟ 

ددې قضیې بل اړخ پاکستان دی چې دسولي ‌په خبرو کې هم هڅه کوله چې دطالبانو د۱۳ کلنې جګړې کریډیټ واخلي او اوس هم ددوی ګټه په دې کې ده چې طالبان ووېشل شي‌،یوه ډله به په افغانستان کې دپآکستان دورانکاریو لپاره پاتې شي ،او بله ډله به پاکستان دسولي ‌په خبرو ورګډ کړي‌. دطالبانو زور او ځواک به هم هغه پخوانی ځواک نه وي ‌او له خپلو پخوانیو دښمنیو سره سره به دواړو ډلو ته یوه نوې دښمني ‌هم ورتر غاړې وي چې هغه به ددوی تر منځ یو له بل سره دښمني ‌وي‌. 

دافغانستان استخباراتي کړئ او دافغان حکومت پلویان هم دا هڅه کوي‌چې طالبان تقسیم شي ، دوی بیا دا فکر کوي چې که طالبان تقسیم شي زور به یې کم شي ،خو دې ته فکر نه کوي چې له تقسیم شویو طالبانو سره به سوله ممکنه ځکه نه وي چې که یوه ډله سوله وکړي نو بله ډله به یې دهغې له قصده په لوی لاس جګړې ه مخه کوي . 

افغان حکومت ته په کار دي چې په ټول توان طالبان یو موټی وساتي ، او دا کار به دافغان ولس د دوینو تویولو مخه ډب کړي‌. 

په افغانستان کې دطالبانو په نوم ګڼ کسان یا زندانونو ته واچول شول یا هم ووژل شول . 

هم دا ډول د حکومت او نړۍ والو ځواکونو سره دجاسوسي په تور په پراخه پیمانه افغانان ووژل شول . 

په دغو وژنو کې یوازي طالبانو او افغان حکومت لاس نه درلود ،بلکه په تېرو دیارلسو کلونو کې ګڼو استخباراتي سازمانونو هم دافغانانو پر وژلو بازار تود وساته او تور پر هم دغو طالبانو او افغان حکومت لګېده . 

اوس که طالبان تقسیم شي بیا به ګڼ افغانان په دې تور وژل کېږي چې ته اختر محمد منصور دډلي ملاتړی یا جاسوس یې ،او هغه بل به وايي چې ته دملا منان یا کوم بل کس دډلي‌ملاتړی یې . 

هم داډول که طالبان تقسیم شي په افغانستان کې به په ولسي ځایونو کې چاودنې ، ځانمرګي بردونه او ورته نوري ناوړه پېښي زیاتي شي . دریم فریق به هڅه کوي چې خپل اهداف ووهي او تور به یې طالبان پر خپله یوه او بله ډله پوري کوي ، او وژل کېږي به یوازي او یوازي افغانان او په ځانګړي ډول پښتانه . 

زه دانه وایم چې که چېرته طالبان یوه ډله وي نو دافغانانو وینه تویونه به بنده شي ،لیکن دا یادونه ضروري ده چې لږ تر لږه ددوی دیوې او بلي ډلي په نوم وژنې خو به نه وي ، او افغان حکومت به له ممکنه ادرس سره خبري کولای شي او دسولي دا نیمه بله ډیوه ګوندي رڼا وکړي . 

په درنښت 

لیکوال : میرویس افغان 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …