کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / دملا محمد عمر اخوندمړینه او دطالبانو تحریک! میرویس افغان

دملا محمد عمر اخوندمړینه او دطالبانو تحریک! میرویس افغان

څه دپاسه دیارلس کاله وسله وال طالبان په افغانستان کې دامریکا په مشري دناټو ځواکونو سره وجنګېدل . دا جګړه له یوه لوري هم افغاني‌ نه بلل کېده .

 افغان حکومت پلوه کړیو طالبان دپاکستان لاسپوڅي او دپردیو دګټو پالونکي‌ بلل، خو طالبانو او دهغوی پلویانو بیا خپلو مخالیفینو ته دامریکا دګټو ساتونکې او دپردیو غلامان ویل . میرویس افغان

دغې بدمرغي جګړې چې په اساني ورته دسولي‌ لار نه موندل کېده اوږ وخت واخیست او لسګونه زره افغانان یې قرباني‌شول . 

دافغانستان پخواني ‌ولسمشر حامد کرزي دخپلو بهرنیو ملاتړو په مرسته پوره پوره هڅه وکړه چې دطالبانو ځواک کمزوری او دوی لومړی پر بیلا بیلوبرخوووېشي اووروسته یې دسولي ټغر ته راوبولي ،خو هغه ونه توانېدو.

ډېری په دې باور دي چې ملا محمد عمر اخوند دخپلې واکمني له ړنګېدو راوروسته مخامخ هیڅ کله هم نه دی راوړاندي‌ شوی خو هغه دمذهبي پیشوا بڼه لرله او دطالبانو په شورا کې دننه ځینو کسانو دهغه سره دنېژدې اړیکو لرلو په په نوم په دغه تحریک کې زیات امتیازات او امکانات تر لاسه کړل . 

ددغه تحریک  یوې کړۍ دخپل امیر ملا محمدعمر اخوند له افسانوي شتون نه دومري ګټه واخیسته چې هغه یې دسیاسي مشر سره سره دطالبانو یو مذهبي پیشوا جوړ کړ. دغې کړۍ داسي هڅه کوله چې ځانونه دملا محمدعمر اخوند ځانګړي استازي ‌وښيي او پرطالبانو خپل ارزښت لا نور زیات کړي . دهغه په نوم به یې شورا ته پیغامونه راوړل او دعمده رول لرونکي‌ بلل کېدل .

دملا محمد عمر اخوند دغه افسانوي شتون چې په کلونو کلونو یې له چاسره نه پر تلیفون خبري شوې دي‌او نه هم مخامخ راوړاندي شوی ،البته په لومړیو کې به یې دمخابرې په مټ ټایپ شوي‌ پیغامونه شوراته رااستول . دطالبانو دتحریک بنسټ اېښودونکي تر پرون پوري‌ دطالبانو تحریک خوندي ‌وساته او دغه تحریک دنړۍ والو ځواکونو ، سیمه ئیزو استخباراتو او افغان حکومت له ټولو هڅو سره سره مات نشو ، خو له بده مرغه اوس خبره بل ډول ده. 

تېره ورځ دچې کله دملا محمد عمر اخوند دمړیني خبر تاييد شو نو سم دستي دطالبانو په دغه یو موټي‌ تحریک کې دبغاوت څرک تر سترګو شواو دهم دغه اعلان سره سره دجګړې بڼه بدله شوه . جګړه مذهبي پاتې نشوه . 

دا چې له یوې خو ملا محمد عمر اخوند روحاني پیشوا او له بله اړخه امیرالمومنین او دطالبانو دتحریک مشر وو، نو دا علت وو چې دطالبانو شورا او ددغه تحریک دمطبوعاتو کمېسیون په خپلو تبلیغاتي هڅو ټول طالبان دمذهب په نوم جکړې ته رابلل او ډېری ځوانانو په پټو سترګو دلوی ملا صیب هرپیغام او امر ته غاړه ښودله . خو اوس چې ملا محمد عمر اخوند نشته او داتشه دطالبانو دشورا له لوري ‌دملا اختر محمد منصور په مټ ډکوي ‌دا څه اسانه خبره نه ده . 

اوس تر بل هر وخت دطالبانو دماتېدو امکانات زیات شوي دي‌.

 له یوه لوري ‌په دوی کې خپل کورني مخالفتونه ،له بله اړخه دپاکستان له لوري‌ دتېري ‌دیارلس کلنې جګړې دامتیاز اخیستلو پر سره نانندرۍ .

اوله افغان حکومت سره دسولي‌ په تړاو دپاکستان فشار ، دمذهب په نوم پر جګړه شک اوامیرالمومنین نه شتون طالبان دذوال تر وروستۍ کندي ‌رسولای شي‌. 

دطالبانو دمشرتابه خلأ چې څومره ددغه تحریک تاوان ده ،هم دومره اوس مهال دا خلأ دافغان حکومت لپاره لوی زیان لري . خو له بده مرغه په دانسته یا غیري دانسته توګه اوس هم دافغان حکومت او پاکستاني‌ استخباراتو له لوري‌ داهڅه کېږي چې طالبان هم داسي په ناندریو کې پاتې شي . 

که چېرته طالبان دخپل یوه مشر که هغه ملا اختر محمد منصور وي‌او که دلوی ملا صیب زوی ملا قدرت الله یا کوم بل څوک ، تر مشري‌لاندي‌ راغونډ نشي‌او په یوه اتفاق پرېکړي ته غاړه کښېنږدي ،نو هیڅ لیري نه ده چې ډېر ژربه دا پیاوړی تحریک دړې‌ – وړي ‌شي‌او دا کار به نه یوازي‌ طالبان بلکه ټول افغانستان ډېر زیات زیانمن کړي . 

اوس خو طالبانو دا ثابته کړه چې دملا محمد عمر اخوند په ژوند او دهغه تر مړینه دوه کاله وروسته داسي یو موټي‌او په اتفاق کې پاتې شول چې له یوې خوا دټولو هڅو سره سره دړي‌- وړي‌نشول او له بله لوري یې دخپل مشر مرګ هغومره پټ وساته چې په سیمه کې ټول شته استبارات یې حیران او ناکام کړل . 

که څه هم داسي‌ یوه کارنامه له یوه لویه حکمته خالي نه ده ،خو حکمت بیا هم دملا محمد عمر اخوند نوم وو چې کارول کېده ،نو که چېرته اوس دطالبانو مشران دجوش پر ځای له فکر نه کار وانخلي‌ ، نه یوازي دا چې خپل پیاوړی تحریک به زیانمن کړي ،بلکه افغانستان ته به داسي‌ یوه بدمرغي ور په برخه کړي چې په پېړۍ پېړۍ به یې زیان زموږ ولس ته ور اوړي‌. 

طالبانو اوس دخپل یوازیني دوست «پاکستان» حمایت هم له لاسه ورکړی او داسي‌ ویل کېږي‌چې پاکستان اوس پانګونه دطالبانو پر ځای پر داعش کوي ،نو دا علت دی چې طالبانو ته یې نور ضرورت هم نشته . 

طالبانو ته په کار دي‌ چې پر خپل یوه مشر سره راغونډ شي او افغان حکومت هم باید دطالبانو دماتولو هڅه په دغسي یوه حساس وخت کې ځکه ونکړي‌چې که چېرته طالبان پر یوه مشر سره راغونډ وي‌نو دسولي‌لار به آسانه وي ، او که طالبان درې یا څلورو برخو کې ووېشل شي‌،دا به یوې بلي‌اوږدې جګړې ته لار هواره کړي‌. 

لیکوال : میرویس افغان 

دموضوع په تړاو یوه بله پخوانۍ لیکنه !

ملامحمد عمر مجاهد مړ که ژوندی ؟ میرویس افغان

میرویس افغان

دافغانستان ملي امنیت داسي انګېري‌ چې دطالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد مړدی او دطالبانو دتحریک مشري ملا اختر محمد منصور کوي . دافغانستان ملي‌امنیت دملا محمد عمر دمړیني‌شواهد هم په لاس کې نه لري چې افغان ولس ته یې وړاندي‌کړي .  له بله لوري دطالبانو ویندویان ټینګار کوي چې ملا صاحب ژوندی دی او دتحریک مشري په غاړه لري ، البته دطالبانو ویندویان هم …

بشپړ متن

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …