کور / مذهب / د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عباس بن عبدالمطلب ته وویل: ای عباس ای تره! ایا زه تاته عطیه درنه کړم؟ ایا زه تاته ډالۍ درنه کړم؟ ایا زه تاته ونه ښایم؟ ایا زه پر تا لس خصلتونه (کارونه) ونه کړم؟ چې که ته هغه اختیار کړې؛ نو الله تعالی به ستا ګناهونه مخکیني، پخواني او نوي، سهواً او قصداً، کوچنني او غټ، پټ او ښکار (ټول ګناهونه) وبښي.images

هغه دا دي: چې ته څلور رکعته لمونځ په داسې طریقه وکړې، چې په هر رکعت کې سورت فاتحه او یو سورت ولولې، کله چې په لومړي رکعت کې د قراعت نه فارغ شې او ته ولاړ یې، نو پنځلس ځلې به دا تسبیح ووایې: ( سبحان الله والحمد الله ولااله الا الله و الله اکبر ) بیا به رکوع وکړې، په هغې کې به یې یې لس ځلې ووایې، بیا به د رکوع نه سر پورته کې، (سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ) نه وروسته په ولاړه کې به لس ځلې ووايې، بیا به سجدې ته لاړ شې او په سجده کې به لس ځلې ووايې، بیا به سجدې ته سر پورته کړې (د دوو سجدو منځ کې) به یې لس ځلې ووایې، بیا به سجده وکړې او په سجده کې به یې لس ځلې ووایې، بیا به سر پورته کړې، په جلس د استراحت کې به یې لس ځلې ووايې ؛ نو دا په هر رکعت کې پنځه اویا ځلې شو، دغه شان کار به په څلورو رکعتونو کې کوې.

که ستا طاقت وي، چې دا لمونځ هره ورځ یو ځل وکړې؛ نو ویې کړه او که هره ورځ نه شې کولی، په هره اوونۍ کې یې یو ځل کوه، او که په هره جمعه کې یې نه شې کولای، په هره میاشت کې یې یو ځل کوه او که په هره میاشت کې یې نه شې کولای، په هر کال کې یې یو ځل کوه او که په هر کال کې یې نه شې کولای؛ نو په ټول عمر کې یې یو ځل (خو ضرور) وکړه.[1]

لیکوال: محمد غني فاروقي

له اسانه لمونځ کتاب څخه

 

 


[1] الحق الصریح ۵ جلد- ۳۷۴مخ

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …

د سلو شهیدانو اجر / شپږمه برخه

(عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ …