کور / مذهب / د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز پرېوځي، څرنګه چې مجلس اغېز لري، همداسې هر کس باندې د خپل ملګري اغېز هم خپور وي، که ملګرى د ښو او 11008406_1618576705023391_6916933594855131435_nدرنو اخلاقو خاوند وي، نو طبيعي ده، چې ستا پر روح او شخصيت به يې هم مثبت او سم اخلاقي اغېز خپرېږي، که چېرې ته له داسې کسانو سره ملګرتيا وکړې، چې هغوى يې اخلاقي او سلوکي کمزوري ولري، طبيعي ده، چې د هغوى د ملګرتيا له امله به پر تا هم د هغوى ناسم کړه وړه اغېز کوي.

او دا به داسې اغېز وي، چې په ټولنه کې به ستا شخصيت ناسم او کرغېړن معرفي کوي، ډېر ځلې داسې کېږي، چې ستا د پېژندګلوي په ډېره لنډه توګه کېږي، هغه دا چې څوک ستا په اړه ځانته معلومات ترلاسه کول نه غواړي، پوښتنه کوي، خبيري پښتون څوک دى؟

يو بل کس ورته وايي: تاسې خيبري پښتون نه پېژنئ؟!

خيبرى پښتون د اسلام اباد اشنا دى.

دا يوه داسې پېژندنه ده، چې ډېر تفصيل او څېړنې ته اړتيا نه لري، مَېن د خپلې معشوقې په ادرس پېژندل کېږي، چې څرنګه معشوقه وي، هماغسې يې عاشق وي، مشهور متل دى، چې ((څرنګه غر، هسې يې کربوړى وي.))

پر همدې بنسټ د عربي ژبې يو شاعر وايي:

عن المررء لاتساءل ونسل عن قرينيه

يانې د سړي په اړه مه کوه، د هغه د ملګرو په اړه پوښتنه وکړه.

فکل قرين باالمقارين يقتيد

ځکه هر ملګرى د خپل پيوسته شوي، پسې اقتدا کوي.

اذا کنت فى قوم فصاحب خيارهم ولاتصحب الارادى فتردى مع الردى

کله چې يو قوم کې اوسېږي، نو له غوره او نېکانو سره ملګرتيا وکړه.

او له (ارادى) يانې      سره ملګرتيا مه کوئ، بيا به ته هم له هلاکېدونکو سره هلاک شې.

د ايمان مجلسونو کې د نفس تزکيه او تسل کېمي، روح پياوړى او پاکېږي، اندامونو کې خشوء پيداکېږي، د زړه پر مهال د ايمان او تازه ګي شبنم وروي، عبدالله بن رواحه رضى الله عنه به چې له کوم صحابي سره مخامخ شو، ويل به يې: ((تعال نور من بربنا ساعة.))

يانې:

رسول الله صلى الله عليه وسلم ته به چې کله دا خبره ورسېدله، نو ويل به يې: ((يرحم الله ابن رواحة، ان يحب المجالس التى تتباهي بهاالملائکة…([1])))

يانې: الله تعالى دې ابن رواحة رضى الله عنه باندې رحم وکړي، يقيناً داسې مجلسونو سره مينه ساتي، چې ملائک پرې وياړي.

اميرالمؤمنين عمرالفاروق رضى الله عنه به ځان د خلافت او فيصلو له بوختياوو وويست، يو يا دوه کسه به يې له لاسه ونيول او ورته به يې وويل:((قم بنا نز داد ايماناً… فيذکرون الله عزوجل.([2])))

يانې يو ساعت له موږ سره ايسار شئ، چې خپل ايمان کې زياتوالى راولو، بيا به ټولو د الله تعالى ذکر پيل کړ.

عمرالفاروق رضى الله عنه د تقوا، ښکلي عبادت، عدالت او صلاح سمبول و، خو بيا هم د دې احساس ورسره و، چې شېبه په شېبه د نفس ځلا او د ايمان د زيادت او ښکلا فکر ورسره و، ځان به يې دې لپاره، د دنيا له ستړو کارونو او دنياوي اړتياوو وزګاراوه، چې زړه راحت، نفس ته ځلا او رح ته پاکوالى ورکړي.

معاذ بن جبل رضى الله عنه به خپلو ملګرو ته ويل:((اجلسوا بنا نؤمن ساعة.([3])))

يانې له موږ سره يو ساعت کېنئ، چې خپل ايمان تازه کړو.

 

لیکوال: مولوي محمد غني فاروقي

له (جنت) کتاب څخه

دا لړۍ دوام لري

 


[1] رواه احمد باسناد حسن، ټوک:٣، مخ ٢٦٥.

[2] حياة الصحابة، ټوک: ٣، مخ: ٣٢٩.

[3] شخصية المرءة المسلمة، مخ: ١٣٣.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د سلو شهیدانو اجر / شپږمه برخه

(عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ …