کور / مذهب / د سلو شهیدانو اجر / شپږمه برخه

د سلو شهیدانو اجر / شپږمه برخه

(عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ تَمَسَّكَ بِسُنَّتِي عِنْدَ فَسَادِ أُمَّتِي فَلَهُ أجر مائَة شَهِيد»([1]))

چا چې زما د امت د فساد پرمهال زما پر يو سنت (طريقه) عمل وکړ، هغه لپاره د سلو شهيدانو11008406_1618576705023391_6916933594855131435_n اجر دى([2]).

امام ترمذي رحمه الله د ابو هريره رضي الله تعالى عنه په روايت حديث نقل کړى دى، رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي: د قيامت په ورځ به صاحب قرآن راوستل شي، قرآن کريم به الله تعالى ته عرض وکړي، اى الله زما دا لوستونکي سينګار کړه الله تعالى به د کرامت تاج ورپه سر کړي، قرآن کريم به بيا ووايي، اى الله ده ته يې زياته کړه! بيا به د عزت او کرامت له جوړو څخه جوړه ورواغوستل شي.

درېيم ځل به قرآن کريم الله تعالى ته وړانديز وکړي: اى الله له ده څخه راضي شه الله تعالى به ترې راضي شي. بيا به وويل شي لوله او پورته کېږه او ده ته به د هر ايت په لوستو يوه نېکي اضافه کېږي([3]).

ابن ماجه کې د عبدالله بن ابي بکر بن محمد بن عمرو بن حزم په روايت حديث کې راغلي رسول الله صلى عليه وسلم ويلي: کوم مؤمن (بنده) چې خپل مسلمان ورور ته په مصيبت او غم کې تعزيت او ډاډګېرنه ورکړي، الله تعالى به د قيامت په ورځ هغه ته د عزت او کرامت له جوړو څخه جوړه ورواغوندي([4]).

امام ترمذي رحمه الله د ابو هريره رضي الله تعالى عنه په روايت حديث نقل کړى دى، رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي: د قيامت په ورځ به صاحب قرآن راوستل شي، قرآن کريم به الله تعالى ته عرض وکړي، اى الله زما دا لوستونکي سينګار کړه الله تعالى به د کرامت تاج ورپه سر کړي، قرآن کريم به بيا ووايي، اى الله ده ته يې زياته کړه! بيا به د عزت او کرامت له جوړو څخه جوړه ورواغوستل شي.

درېيم ځل به قرآن کريم الله تعالى ته وړانديز وکړي: اى الله له ده څخه راضي شه الله تعالى به ترې راضي شي. بيا به وويل شي لوله او پورته کېږه او ده ته به د هر ايت په لوستو يوه نېکي اضافه کېږي([5]). د حدث درجه حسن ده.

ابن ماجه کې د عبدالله بن ابو بکر بن محمد بن عمرو بن حزم په روايت حديث کې راغلي رسول الله صلى عليه وسلم ويلي: کوم مؤمن (بنده) چې خپل مسلمان ورور ته په مصيبت او غم کې تعزيت او ډاډګېرنه ورکړي، الله تعالى به د قيامت په ورځ هغه ته د عزت او کرامت له جوړو څخه جوړه ورواغوندي([6]).

(وَحُورٌ عِينٌ﴿٢٢﴾ سورت الواقعة)

ژباړه: او د هغو لپاره به د ښايسته سترګوخاوندانې حورې وي.

صحيح مسلم کې د ابو سعيد الخدري رضي الله تعالى عنه نه روايت شوي حديث يوه برخه کې راغلي… چې جنت کې کله د منزلت او مرتبې په لحاظ ادنى جنتي خپل کور ته ننوځي، ده پسې به د ښايسته سترګو والا لرونکو حورو څخه دوه حورې ننوځي هغوى دواړه به ووايي، ټولې ستاينې الله لره دي، هغه ذات چې ته يې زموږ لپاره پيداکړى يې او موږ يې تا لپاره پيداکړي ياستو.

دا جنتي به ووايي، داسې حورې به هيچا ته نه وي ورکړل شوي، څرنګه چې ماته راکړل شوي دي.

دا حديث په دې دلالت کوي، چې جنت کې به د حورو او د هغوى د خاوندانو ترمنځ زياته مينه وي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي: شهيد لپاره د الله تعالى په وړاندې شپږ ځانګړنې دي. لومړنۍ مرحله کې هغه ته بښنه کېږي، جنت کې خپل ځاى ويني او د قبر له عذاب نه خلاصى مومي، د (فزع  اکبر) لوى هيبت نه په امن کې وي، په سر باندې ورته د وقار تاج کېښودل کېږي، چې د هغه يوه دانه ياقوت له دنيا او څه چې په دنيا کې دي غوره دى.

له ښايسته سترګو والا حورو څخه ٧٢ حورې شهيد ته په نکاح ورکول کېږي او د ٧٠ کسو خپلوانو په حق کې هغه شفاعت کولاى شي([7]).

(إِنَّآ أَنشَأْنَاهُنَّ إِنشَآءً﴿٣٥﴾فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَاراً﴿٣٦﴾عُرُباً أَتْرَاباً﴿٣٧﴾ سورت الواقعة)

ژباړه:((دهغو مېرمنې به مونږ په ځانګړي ډول بياله سره پېدا كړو. اوهغوى به پېغلې وګرځوو. دخپلو مېړونو عاشقانې او په عمر کې همزولې.))

ايت کې د انشاء (نوي پيدايښت) يادونه شوې ده هدف ترې دا دى، چې دنياوي صفات او اخلاق چې بدګڼل کېږي، هغه به ترې لرې کړاى شي.

ابکار: دا په ښځينه و کې ډېر غوره صفت دى، له دې امله يې مستقل ذکر کړى. که څه هم په دنيا کې زړې شوې وي، د ترمذي په حديث کې راغلي دي، رسول الله صلى الله عليه وسلم د خوش طبعۍ په توګه وويل:چې زړې ښځې به جنت ته نه ننوځي، يوې بوډۍ ښځې چې دا واورېدل، په ژړا شوه.

رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل:ايا دې ښځې! دا ايتونو نه دي اورېدلي:

(إِنَّآ أَنشَأْنَاهُنَّ إِنشَآءً﴿٣٥﴾فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَاراً﴿٣٦﴾ سورت الواقعة)

ژباړه: ((دهغو مېرمنې به مونږ په ځانګړي ډول بياله سره پېدا كړو. اوهغوى به پېغلې وګرځوو.))

اشاره ده چې په نصوصو کې اکثره اوصاف مقصد وي.

کله چې حديث کې راځي جنت ته به نمام قتات (چغلګر) نه ننوځي، مراد دا دى چې په دې صفت سره به نه ننوځي، دا صفت به ترې په مغفرت د الله تعالى سره لرې شي، يا به په جهنم کې څه وخت لپاره داخل شي نو په سزا سره به دا صفت له هغه نه لرې شي([8]).

دوى به ځوانې او ښکلې پېغلې وي زړې بوډۍ به نه وي، چې حسن يې له منځه تللى وي او نه به ډېرې اولاد راوړونکې وي، چې د جماع ځواک ونه لري؛ بلکې دوى به د درې دېرشو کلونو په عمر وي.

لیکوال: مولوي محمد غني فاروقي

له (جنت) کتاب څخه

دا لړۍ دوام لري


[1] مشكاة المصابيح (1 / 62).

[2] مشکاة المصابيح.

[3] سنن الترمذى ١١٩-ج٢.  د حدث درجه حسن ده.

[4] صفة الجنة فى القرآن الکريم ٢٧١.

[5] سنن الترمذى، ټوک: دويم، مخ: ١١٩.

[6] صفة الجنة فى القرآن الکريم، مخ: ٢٧١.

[7] صفة الجنة ٢٩٣.

[8] (احسن الکلام ٢٥٧-ج٨)

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …