کور / مذهب / جنت ته د ننوتلو ضامن او دوزخ نه د نجات براءت ليک

جنت ته د ننوتلو ضامن او دوزخ نه د نجات براءت ليک

جنت ته د ننوتلو ضامن او دوزخ نه د نجات براءت ليک/پنځمه برخه

معاذ رضى الله تعالى عنه ويلي: رسول الله صلى الله عليه وسلم ته مې وويل، داسې يو عمل راته وښايه چې جنت ته مې ننباسي او له دوزخ څخه مې لرې کړي.11008406_1618576705023391_6916933594855131435_n

رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل: معاذه! د يو لوى کار په اړه دې پوښتنه وکړه، خو دا هغه چا لپاره اسان دى، چې الله تعالى يې ورته اسان کړي.

بيا يې وويل: د الله تعالى بنده ګي کوه او له هغه سره شريک مه جوړوه، د لمانځه پابندي کوه او پاملرنه کوه، زکات ورکوه، د رمضان المبارک روژې ساته او حج کوه.

بيا يې وويل: معاذه! د د خير په دروازه خبر درنه کړم؟

ويې ويل: روژه ډال دى، صدقه ګناه داسې وژني، لکه څرنګه چې اوبه اور وژني او د شپې په منځ کې لمونځ ادا کول، بيا يې دا ايت ولوست:(تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمْ عَنِ ٱلْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفاً وَطَمَعاً وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ﴿١٦﴾ فَلاَ تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّآ أُخْفِى لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَآءً بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ﴿١٧﴾ سورة السجدة). بيا يې وويل: معاذه! ايا د دې ستر کار پر سر  (اصل) ستن (بنسټ) لوړتيا (کوب) خبر درنه کړم؟

ما وويل: اى د الله تعالى رسوله! ولې نه؛ خبر راکړئ!

رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل: د دې ستر کار (دين) اصل او سر اسلام دى، سنام (کوب او لوړتيا) يې جهاد دى.

بيا يې وويل: ايا د دې ټولو په مِلاک تقويتي بنسټ خبر در نه کړم؟

کتابچې سره دې وليدل شي.

ومې ويل:هو کى! اى د الله تعالى ګران نبي! خبر مې کړه.

خاتم النبيين محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم خپله مبارکه ژبه ونيوله، ويې ويل: معاذه! ژبه دې له نامناسبو خبرو-اترو وساته.

ما وويل: اى د الله تعالى ګران نبي صلى الله عليه وسلم! ايا موږ به پر خپلو ژبو نيول کېږو؟

رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل: معاذه! مور دې بوره شه، د دوزخ اور ته پر مخونو خرطومونو (قنبېزيو) غورځېدونکي خلک بۀ ټول د ژبولو کړاى شوي وي([1]).

لیکوال: مولوي محمد غني فاروقي

له (جنت) کتاب څخه

دا لړۍ دوام لري

 


[1] مشکاة المصابيح ١٤.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …