کور / مذهب / د جنت کونجي/څلورمه برخه

د جنت کونجي/څلورمه برخه

د جنت کونجيانې سپېڅلي اسماني کتاب قرآن کريم او نبوي احاديثو کې داسې راپېژندل شوي دي، د قرآن کريم د رحمن سورت ٦٠ ايت کې الله تعالى ويلي دي:

(هَلْ جَزَآءُ ٱلإِحْسَانِ إِلاَّ ٱلإِحْسَانُ﴿٦٠﴾ سورت الرحمن)11008406_1618576705023391_6916933594855131435_n

ژباړه: نه ده بدله د توحيد (اخلاص) مګر جنت دى.

حافظ  ابن کثير د دې ايت تفسير کې د انس بن مالک رضي الله تعالى عنه په روايت حديث نقل کړى، که څه هم په سند کې يې امام بخاري رحمه الله د نظر خبره کړې ده.

انس بن مالک رضي الله تعالى عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم دا ايت ولوست، بيا يې صحابه کرامو ته وويل: ايا تاسو پوهېږئ چې ستاسې رب څه ويلي دي؟

صحابه کرامو وويل: الله تعالى او د هغه رسول صلى الله عليه وسلم ښه پوهېږي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل:الله تعالى وايي يقيناً بدله د هغه چا چې ما پرې د توحيد د عقيدې لرلو انعام او پېرزوينه کړې ده، نه ده مګر جنت دى([1]).

علامه عبدالسلام د دې ايت تفسير کې ليکلي چې د ابن عباس رضي الله تعالى عنهما روايت کې راغلي دي چې نشته بدله د هغه چا چې لااله الاالله وايي او عمل کوي په سنت د نبي صلى الله عليه وسلم مګر جنت دى، دا خطيب شربيني ذکر کړى دى.

او فراء په معالم التنزيل کې په سند سره مرفوع حديث راوړى دى، رسول الله صلى الله عليه وسلم دا ايت ولوست، بيا يې پوښتنه وکړه تاسې پوهېږئ چې ستاسې رب څه ويلي دي؟

دوى وويل:الله او د هغه رسول ښه پوه دي.

نو هغه وويل:الله تعالى ويلي دي، چې نشته بدله د هغه چا چې ما انعام کړى دى پر هغه باندې په توحيد سره مګر جنت دى([2]).

معاذ بن جبل رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى، رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي د جنت کونجي د لااله الاالله د کلمې شهادة دى.

امام احمدرحمه الله هم خپل مسند کې حديث ذکر کړى، چې الفاظ يې دا ډول دي: مفتاح الجنة شهادة ان لااله الا الله.

ژباړه: د جنت کونجي د لااله الا الله ګواهي کول دي.

امام بخارى رحمه الله صحيح البخاري کې نقل کړي دي، چې وهب بن منبه ته وويل شول:ايا لااله الا الله د جنت کونجي نه ده؟

وهب رحمه الله وويل: هو؛ د جنت کونجي ده، خو داسې کونجي نه وي چې د هغې لپاره دې غاښونه نه وي، که چېرې داسې کونجي راوړې چې هغه غاښونه ولري، د جنت دروازه به درته پرانيستل شي او که د کونجي غاښونه نه وي، نو بيا به پرې د جنت دروازه نه خلاصېږي.

 انس رضي الله تعالى عنه وايي، يو کليوال سړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه، چې د جنت کونجي څه شى ده؟

رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل:لا اله الا الله.

 

علامه ابن القيم رحمه الله د معاذ بن جبل رضي الله عنهما په روايت صحيح مرفوع حديث ذکر کړى دى، رسول الله صلى الله عليه وسلم معاذ رضى الله تعالى عنه ته وويل: ايا د جنت له دروازو څخه يوه دروازه تاته ونه ښايم؟

معاذ وايي ما وويل: هو، راته يې وښاياست.

رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل: (لاحول ولاقوة الا باالله).

د حديث له الفاظو څخه وروسته ابن القيم رحمه الله وايي د هر مطلوب او هدف لپاره الله تعالى يوه کونجي ټاکلې وي، چې هغې باندې پرانيستل کېږي، نو د لمانځه لپاره يې اودس کونجې ګرځولې ده.

لکه څرنګه چې ابوداؤد، ابن ماجه، ترمذي، دارمي، مسنداحمد حديث نقل کړى رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي: اودس د لمانځه کونجي ده.

احرام يې د حج کونجي ګرځولې ده، صدقه يې د نېکۍ کونجي ګرځولې ده، توحيد يې د جنت کونجي ګرځولې ده. ښه پوښتنه يې د علم کونجي ګرځولې ده. صبر يې د نصر او برياليتوب کونجي ګرځولې ده، محبت او ذکر يې د الله جل جلاله د دوستۍ کونجي ګرځولې ده، تقوا ((وېره)) يې د فلاح، نجات، کونجي ګرځولې ده.رغبت او رهبت يې د توفيق کونجي ګرځولې ده. دعا د اجابت کنجي او دنياوي زهد يې اخرت ته د رغبت کنجي ګرځولې ده، د تفکر وړ څيزونو کې فکر او غور کول د ايمان کونجي ده.

د زړه له تله اسلام، مينه، کينه، د يو کار کول او پرېښودل يې د الله تعالى رضا لپاره او اخلاص الله تعالى ته د نږدې کېدلو کونجي ده، قرآن کريم کې تدبر، د سهار پرمهال الله تعالى ته عاجزي او د ګناهونو پرېښودل د زړونو د ژوندي کېدلو کونجي ده. د خالق عبادت او د مخلوق د روا ګټو لپاره خدمت د الله تعالى د رحمت او احسان کونجي ده، د استغفار او تقوا غبرګه هڅه د رزق کونجي ده.

د الله تعالى او رسول صلى الله عليه وسلم طاعت د عزت کونجي ده، لنډ امېد ساتل د اخرت لپاره د استعداد او تيارۍ کونجي ده، په ټوليز ډول د الله تعالى لور ته رغبت او اخرت لور ته رغبت د هر خير کونجي ده او د دنيا مينه او اوږد امېد ساتل د هر شر کونجي ده.

الله تعالى د هر خير او شر لپاره کونجيانې ګرځولي دي او داسې دروازه چې د هغې په وسيله هغه خير يا شر ته انسان ورننوځي.

وړاندې د خير د چارو خزانو ته د ننوتلو لپاره د يو شمېر کونجيانو يادونه وشوه، دلته د بېلګې په توګه د شر چارو ته د رسېدا د يو شمېر کونجيانو يادونه کوو. د دې لپاره چې مؤمن ترې ځان وژغوري.

د الله تعالى له ياد څخه غفلت، بي خبري، د ايمانياتو، الهى احکامو څخه مخ اړول، شرک او کبر د دوزخ د اور کونجي ده، د هرې ګناه کونجي شراب دي.

 او فساد او ګمراهي (بې لارېتوب) د زنا کونجي ده.

شکلونو (انځورونو) ته ډېر ژور ليدل او نظر پرې تم کول د طلب او عشق کونجي ده، تنبلي او راحت د محروميت کونجي ده، معاصى او ګناهونه د کفر کونجي ده. دروغ د نفاق کونجي ده.

بخل، حرص د رحم او اړيکو پرېکول، په غاصبانه او ناسم ډول مال لاسته راوړل، د بخل کونجي ده.

په ټوليز ډول د رسول الله صلى الله عليه وسلم له شريعت او راوړي دين څخه مخ ګرځول د هر بدعت او ګمراهۍ کونجي ده([3]).

لیکوال: مولوي محمد غني فاروقي

له (جنت) کتاب څخه

دا لړۍ دوام لري

 

 


[1] ابن کثير ٦ټوک-٧٣مخ.

 

[2]  احسن الکلام اتم ټوک ٢٤١مخ.

 

[3]  حادى الارواح الى بلاد الافراح ٩٢مخ. جنت، مخ: ٧٠.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …