کور / مذهب / اویا زره پرښتې ورته د رحمت دعاګانې کوي/لومړۍ برخه

اویا زره پرښتې ورته د رحمت دعاګانې کوي/لومړۍ برخه

(غَن عَلِيٌّ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَعُودُ مُسْلِمًا غُدْوَةً إِلَّا صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ حَتَّى يُمْسِيَ، وَإِنْ عَادَهُ عَشِيَّةً إِلَّا صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ حَتَّى يُصْبِحَ، وَكَانَ لَهُ خَرِيفٌ فِي الجَنَّةِ([1])) سند دې بشپړ کړاى شي.

علي رضى الله تعالى عنه د حديث راوي دى، رسول11008406_1618576705023391_6916933594855131435_n الله صلى الله عليه وسلم ويلي:کوم مسلمان چې د ورځې په پيل کې د يو ناروغ عيادت (پوښتنې) ته ورشي اويا زره پرښتې ورته تر ماښامه پورې د رحمت دعاګانې کوي او که د شپې په وروستۍ برخه کې د ناروغ پوښتنې ته ورشي، تر سبا پورې ورته پرښتې د رحمت دعاګانې کوي او هغه لپاره په جنت کې باغ جوړېږي.

(عَنْ ثَوْبَانَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: إِنَّ المُسْلِمَ إِذَا عَادَ أَخَاهُ المُسْلِمَ لَمْ يَزَلْ فِي خُرْفَةِ الجَنَّةِ. قِيلَ: مَا خُرْفَةُ الجَنَّةِ؟ قَالَ: جَنَاهَا([2])).

همدا راز له ثوبان رضى الله تعالى عنه څخه روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي: کله چې يو مسلمان د بل مسلمان ورور پوښتنې ته ورشي، د بېرته راتللو پورې به د جنت ګلبڼ او نازکيو کې بوخت وي.

پوښتنه ترې وشوه: (خُرْفَةِ الجَنَّةِ) څه مانا؟ 

ويې ويل: (جَنَاهَا)

لیکوال: مولوي محمد غني فاروقي

له (جنت) کتاب څخه

دا لړۍ دوام لري

 

[1] سنن الترمذي ت شاكر (3 / 292).

 

[2] سنن الترمذي ت شاكر (3 / 290).

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …