کور / سلیم / دافغانستان او پآکستان نوې اړیکي‌او ننګونې! سلیم صافی

دافغانستان او پآکستان نوې اړیکي‌او ننګونې! سلیم صافی

دافغانستان او پآکستان تر منځ داړیکو نوې لړۍ دافغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندي پیل شوې وه . ددغو اړیکو په نوې لړۍ کې امریکا ، پاکستان او افغانستان یوې ځانګړې پرېکړي ته رسېدلي وو . 

امریکا او ددوی ملاتړو تر ټاکنو وړاندي له پاکستان سره ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به دهند اثر کموي او پاکستان ته به زیات ځای ورکوي . تر ټاکنو وړاندي‌ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني‌پاکستان ته ژمنه ورکړې وه چې واک ته له رسېدو سره سم به دپاکستان غوښتنې پوره او ګیلې به یې لیري کړي . سلیم صافی

په ځواب کې پاکستاني چارواکو دافغانستان راتلونکو مشرانو ډاکتر عبدالله او ډاکتر اشرف غني ته ژمنه ورکړې وه چې دپاکستان په تړاو به دافغانستان اندېښنې لیري او دغوښتنو په برخه کې به یې بشپړه همکاري وکړي . 

واک ته تررسېدو سمدستي وروسته ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي له پاکستان او امریکا سره دشویو ژمنو دعملي کولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړل . 

افغانستان له هندوستان سره اړیکي کمې او آن تر دې چې په ځینو برخو کې پای ته ورسولې . 

افغان ولسمشر تر بري وروسته خپل لومړنی سفر دهند پر ځای چین ته وکړ او چین یې دامریکا په غوښتنه دطالبانو سره دسولي دخبرو مېزته راوبللو. 

په دغه ټوله لړۍ کې بریتانیا دمنځګړي یا دریم ګړي کردار اداکولو . 

مهمه خبره داده چې ډاکتر اشرف غني‌دپاکستان دوې داسي‌غوښتنې ومنلې چې دپاکستان دټول وس او توان سره سره حامد کرزي‌ په تېرو (۱۳) کلونو کې نوې منلې . 

داشرف غني‌له لوري دپاکستان ددوو مهمو غوښتنو په بدل کې پاکستان له افغانستان سره دټرانزیټ او تجارت په ډګر کې ډېري ژمنې وکړې ، یوازي دا نه بلکه پاکستان  له افغانستان سره داژمنه هم وکړه چې له طالبانو سره به دسولي‌ په برخه کې هراړخیزه مرسته کوي . 

پاکستانۍ رسنۍ او کارپوهانو داشرف غني‌احمدزي‌له لوري دپاکستان دغوښتنو دمنلو وروسته داشرف غني‌په صفتونو بوخت شول ، هر لورته دډاکتر اشرف غني‌ صفتونه کېدل . پاکستاني پوځ او استخباراتو هم ډاکتر اشرف غني‌ته ددوستي‌لاس وروغځاوه او هغه وو چې (جي‌ – ایچ – کیو) دپوځ عمومي مرکز ته یې بوت او هلته یې دډاکتر صیب دزړه له تله میلمه پالنه او استقبال وکاوه . 

په لومړي ځل ددواړو هیوادونو داشخاصو سره سره د ادارو ترمنځ هم اړیکي وغځېدل ، ډاکتر غني که څه هم دپاکستان لپاره ډېر ښه په نظر کې لرل ،خو په کوردننه کې ورته ستونزي‌ پیدا شوې او هغه ډېر څه ونه کړای شول . 

له یوه لوري یې دکابینې په جوړه ولو کې ډېر ځنډ وکړ او له بله لوري یې په نویو څېرو کې جهادي او دزیات نفوس لرونکي کسان پر لوړو څوکیو وانخیستل اومخالفتونه ورته زیات شول . په وزیرانو او والیانو کې چې هغه کوم نوي‌کسان معریفي کړل ډېر یې ګټور ثابت نشول . 

له بله لوري‌هغه دخپل مخالف ډاکتر عبدالله عبدالله سره پر فیصله شوي حکومت په ناقانونه توګه هوکړه وکړه او ددې له کبله داختیاراتو دویش جګړه پیل شوه او دحکومت پر چاره بد اثر وشو . 

اشرف غني‌احمدزي په سفارتي‌او سیاسي ډول په بشپړه توګه دپاکستان غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه ، خو پر پوځ او خپله استخباراتي اداره یې اثر زیات نه وو او دا علت دی چې پاکستاني طالبان او بلوڅ بیلتون غوښتونکو په تړاو لا هم دپاکستان غوښتنې په بشپړه توګه نه دي منل شوې . 

داشرف غني‌احمدزي په وړاندي‌ پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم یوه لویه ننګونه ده ، حامد کرزي په کلکه دپاکستان او اشرف غني پر نویو اړیکو او له هند سره داړیکو پر غوڅولو سختي‌نیوکي وکړې . په رسنیو کې هم اشرف غني‌تر سخت تنقید لاندي ونیول شو . 

ډاکتر غني‌ته په رسنیو کې پېغورونه ورکول شول چې پاکستان کله هم له تاسو سره پر شویو ژمنو وفا نه کوي . 

دلته په پاکستان کې واکمنو دافغانسان سره دنویو اړیکو ویاړ اخیستو او جشنونه یې لمانځل ، خو دافغانستان غوښتنو ته یې په جدي سترګه ونه کتل . لمړي ‌وزیر نواز شریف نه له افغانستان سره دخپلو شویو ژمنو دعملي کولو لپاره کومه ځانګړې طرحه جوړه کړه او نه یې هم ددغه هیواد ژمنو ته پاملرنه وکړه . د نواز شریف لوري ‌ونه شو کړای چې دافغانستان دغوښتنو لپاره یو ټیم جوړ کړي‌او دا چاره جدي ‌وګڼي‌. 

پاکستانۍ رسنۍ له یوه لوري د ډاکتر اشرف غني‌احمدزي‌ صفتونه کوي او دښو اړیکو دبریا او هند دنا کامي‌ جشنونه لمانځي‌،خو ورسره په افغانسان کې دملا فضل الله دشتون ډانډوره هم غږوي‌. دوی دې اړخ ته هیڅ پآملرنه نه کوي ‌چې دافغانسان غوښتنې څه دي او زموږ چارواکي ‌څه کوي . ‌یا داچې زموږ حکومت ته څه په کار دي‌ چې دافغانستان غوښتنو ته عملي ‌جامه ورواغوندي‌. 

هلته په افغانستان کې چې په کور دننه کې اشرف غني‌احمدزی تر څومره سخت فشار لاندي راځي هغه دا یوه خبره کوي‌چې پاکستان ژمنه کړې ده چې له طالبانو سره سوله ورکوي‌. 

هند هم لاس تر زنې ناست نه دی ، هغوی هم په خپل ټول توان سره هڅه کوي‌چې دپآکستان او افغانستان ترمنځ اړیکي خراب کړي‌، خپله اداره یې په کار اچولې او دپاکستان او افغانستان تر منځ داړیکو دخرابېدا اور ته لمن وهي‌. 

بده خبره داده چې دطالبانو په تړاو افغان حکومت له پاکستان څخه سخت مایوسه دی . په افغانستان کې یو مبالغه امیزه تصور دی چې پاکستان پر طالبانو بشپړ کنټرول لري . البته تر ډېره بریده دافغانانو دا ګیله بر ځای ده چې پاکستان دافغان طالبانو په تړاو دپام وړ ګامونه نه دي‌اخیستي‌. 

بل اړخ ته که وکتل شي‌ ورځ تربلي‌ په افغانستان کې دطالبانو بریدونه زیاتېږي او امنیت دخرابېدو لورته ځي‌. دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وايي چې تر نیمايي زیات ولایتونه یې له امنیتي‌ګواښ‌سره مخ دي‌. دکابل په ګډون هره ورځ له یوه نه یوه ولایته دنا امنۍ دپېښي ‌خبر رارسي ، ځانمرګي ‌بریدونه ، وسله والي‌ نښتې ، جنګ جګړې دومري زیاتي شوې دي چې دافغانانو ژوند یې نا ارام کړی دی . له بده مرغه دافغانستان لویدېځ ولایتونه له وخته نا ارام وو خو اوس جکړه او دپېښو لړۍ پلازمېني کابل او آن تر دې چې دافغانستان شمالي ‌ولایتونو ته هم غځېدلې ده ، دغرني‌ او سرحدي ولایت بدخشان او کندز حالات ټولو ته روښانه دي‌. دافغانانو ګیله داده چې که چېرته دسولي‌ بهیر او دپاکستان ژمنې عملي ‌بڼه لري نو بیا دا دنا امنیو لړۍ او دطالبانو دومري زور ولي ؟ 

اوس خو دافغانستان او پآکستان داستخباراتي ادارو له لوري قرارداد(اې – ایم – او)  هم لاس لیک شو ، خو بیا هم ماته داسي ښکاري چې پآکستان به له افغانستان سره شوې ژمني عملي نه کړای شی . 

که څه هم دافغانستان دملي امنیت او پاکستان د آی ایس آی ترمنځ دشوي ‌قرار دادله کبله په افغانستان کې شور جوړ دی او اوس دا دشور لړۍ نوري نړۍ ته هم غځېدلې ده . 

دنیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې اوس دافغان ولسمشر اشرف غني ‌محبوبیت په زغرده مخ په ځوړ روان دی ،او برعکس دپخواني ولسمشر حامد کرزي محبوبیت په خپل ولس کې په بېړه لوړ ځي . اشرف غني‌احمدزي ته د محبوبیت د کمېدا ستونزه دملي امنیت او ای ایس آی ترمنځ دشوي تړون له کبله ورپېښه ده . 

اوس که پاکستان هم دا ډول پاتې شي او دافغان حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي او دسولي‌په برخه کې له دغه هیواد سره پوه پوره مرسته ونه کړي ، داسي ښکاري‌چې ډېر ژر به ډاکتر اشرف غني‌هم دپخواني ولسمشر حامد کرزي پر لار روان شي او دپاکستان سره داړیکو دا نوی مزی به بیا غوڅ شي‌چې ددواړو هیوادونو په تاوان دی ، بلکه داړیکو دغوڅولو په صورت کې ماته ددواړو هیوادونو دتباهي انځورونه ښکاري چې خدای مکړه دیوې نه زغومونکې ستونزي‌ پیل به وي . 

پاکستان ته په کار دي ‌چې دافغانستان دسولي په بهیر کې بېړني‌ګاومونه اوچت کړي‌او ښکاره ده چې دافغانستان سوله دټولي سیمي په خیر او سوله یز افغانستان له پاکستان سره سره دټولي سیمي په خیر دی . 

 

لیکوال : سلیم صافی ، په پاکستان کې دجیو او جنګ ګروپ مخور ژورنالیسټ 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …