کور / راوي / وړوکی شاکر او دلویانو خبري ! عالیه راوي اکبر

وړوکی شاکر او دلویانو خبري ! عالیه راوي اکبر

تېره ورځ مي‌په خبریال ډاټ کام کې دیوه تنکي‌ لیکوال شاکر یوه لیکنه تر نظر شوه ،  لیکنه په جالبه خو په تونده ژبه لیکل شوې وه . په لوستلو کې درد نغښتی وو، خو ځیني‌برخي یې دلیکوال نه بیخي‌دکوڅې او څړک ژبی ته وتلې وې . 

لیکوال ډېر په هنر او دقت سره پر ولسمشر غني‌انتقادونه کړي‌ او کندهار ته یې داشرف غني‌سفر یو رسنیز او تبلیغاتي ‌سفر بللی او ورسره یې په احساساتي ‌ژبه دهغو خلکو درد را اخیستی چې داشرف غني ‌دسفر پر مهال په کندهار کې دردېدلي‌ وو.‌

زه دا تنکی ځوان لیکوال نه پېزنم ، خو دتنکي شکار په اړه مي ‌دلیکنې په پلو کې په فیس بوک کې تبصرې ولوستې ، خدای شته هغو تبصرو ددغې لیکنې په لیکلو اړیستلم . 

معلومات مي‌وکړل چې دا تنکی شاکر څوک دی چې دډېرو لویانو خوبونه یې حرام کړي‌دي‌؟ 

له بده مرغه تر دې وړاندي ‌مي‌ددغه لیکوال هیڅ ډول لیکنه نه وه لوستې او نه مي‌دا نوم فکر ته راتله . 

یوه دوست مي‌راته وویل چې شاکر په یوه اداره کې کار ورسره کړی ، په کندهار کې دافغان ترک لیسې له تکړه او وتلو زدکوونکو څخه دی . په پښتو ،دري ،انګلیسي‌او ترکي ‌ژبه لیک او لوست کولای شي‌. په ځوانو ژورنالیسټانو کې دډېر ژور فکر څېښتن او په پښتو او پښتونولي پوهه لیکوال دی .

خدای شته زړه مي‌ورته خوشحاله شو چې داسي‌ځوانان هم شته چې دشاتو دمچیو غوندي‌ بزبزک لري خو دنیښ وهلو پر ځای شات تولیدوي . 

زما مقصد دا نه دی چې دشاکر صیب پر شخصیت وغږېږم ، البته دهغه دلیکنې په تړاو یو څو جملې لیکل غواړم  ، څو هغه دفیس بوک دوستان وپوېږي چې تاندي‌ونې په تیګو ونه ولي‌. 

زه پوهېږم چې دشاکر لیکنه تونده او په دودیزه کندهارۍ لهجه لیکل شوې وه ، خو دا یو حقیقت دی چې شاکر صیب دولسمشر غني‌ډېرو نیمګړتیا وو ته اشاره کړې او هغه یې په ګوته کړې دي‌. 

رښتیا هم اشرف غني‌احمدزی پر هغو ژمنو نه دی ختلی چې دټاکنیز کمپاین پر مهال یې کړې وې . له ده نه زموږ هیلي‌زیاتي‌وې خو ښاغلي‌غني‌ټول افغانان ناهیلي‌کړل . 

لویه تېروتنه یې دا وکړه چې یو ایتلافي‌حکومت یې جوړ کړ، او ددې ایتلافي‌حکومت پایله دا شوه چې په میاشتو میاشتو کابینه وځنډېده ، تر کابو یو کال پوري‌ولایتونه بې والیانو پاتې شول او ځیني یې اوس هم والیان نه لري ، نا امنیو زور واخیست او ترهه ګرو زموږ ولس په نښه کړ. 

له دې سره سره ښاغلي‌غني  په بهرني‌سیاست کې ځیني‌نا سمي‌پرېکړي وکړې چې پایله یې په افغانستان کې دولسونو دمنفي‌غبرګونونو راپارېدل وو. 

ښاغلي‌غني‌پاکستان ته ډېر لوړ مقام ورکړ او تېروتنه یې دا وه چې ددې مقام تر ورکړه وړاندي یې خپل ولس په اعتماد کې نه وو اخیستی . 

زه کله هم دا خبره نه کوم چې خدای مکړه اشرف غني‌به دافغانستان او ددغه هیواد له ولس سره ددښمني پر بنسټ دا کار کړی وي ،نه داسي‌نه ده ، خو اشرف غني‌هم انسان دی او دا عمل ته یې تېروتنه ویلای شو . 

اشرف غني‌وروسته له هغه دولس داعتماد داخیستلو هڅه وکړه چې کله اوبه تر ورخ اوښتې وې . 

تنکي‌لیکوال شاکر هم ورته خبري کړې دي‌، خو له بده مرغه نن هم داشرف غني‌احمدزي په پلویانو کې انتقاد دزغم ماده ډېره کمزورې ده . 

دوی ټولنیزي‌رسنۍ فیس بوک ته مخه کړې ده او سپکې سپوري‌وايي ، ددې ډول خبرو پایله به داشي چې په افغانستان کې به فیس بوک تر دې هم نور بې باوره شي . 

داشرف غني‌احمدزي‌پلویانو ته په کار دي‌چې دیوې لیکنې په بدل کې که کوم لیکوال یې داشرف غني‌دایتلافي‌حکومت په خلاف وکړي‌قوي‌دلایل وړاندي کړي‌نه دا چې یوه لیکوال ته سپکې سپوري‌ووايي . 

زه دلته په امریکا کې ژوند کوم ، دلته هم هم دغه ډیموکراسي‌او دبیان آزادي ده ،خو دلته څوک چاته سپکې سپوري نه وايي . دا جرم بلل کېږي . 

دا یو حقیقت دی چې داشرف غني‌احمدزي‌ حکومت یو نا کام حکومت شو ،او دولس هغه هیلي یې پوره نه کړای شوې چې خلکو ورسره تړلې وې . 

کاشکی‌داسي نه وای شوي ، خو له بده مرغه اوس وشول . که لیکوال ټبر هم دغسي ‌پټه خوله پاتې شي‌، او رسنۍ هم دغسي د خیر پر غونډۍ کښېني ، هیڅ شک نشته چې اشرف غني او دهغه شته ټیم به په نادانسته توګه هیواد له یوه بهران سره مخامخ کړي . 

رښتیا هم اشرف غني تر دا مهاله یعني په تېر یوه کال کې کوم دپام وړ بدلون نه دی راوستلی .‌که یې څه کړي ‌وي ‌دهغه پلویان دي‌ ولیکي او له ولس سره دي شریک کړي . 

اشرف غني‌ترحامدکرزي ‌واړوله ، هغه هم مقررۍ دشناخت ، رفاقت او دوستۍ پر بنسټ کوي‌. هغه هم په رشوت درغلیو او او دخلکو په وژنو تورن کسان پر لویو لویو څوکیو کښېنوي . اشرف غني‌احمدزي‌هم پر خپل ځان دنالوستو کسانو یوه کړۍ راڅرخولې ده . اشرف غني‌هم دمارشال فهیم زوی ته دملي‌امنیت دلوی ریاست مرستیالي‌او د استاد رباني‌زوی ته دبهرنیو چارو وزارت ورکړ. 

اشرف غني‌دبلخ دوالي‌استاد عطامحمد نور لپاره ۳۳ نور والیان بې واکه کړل خو بیا هم ونه توانېده چې دا بې تخته پادشاه لیري‌کړي . 

اشرف غني‌هم ځیني‌والیان وټاکل ،خو په دې والیانو کې ګڼ داسي‌کسان شته چې اصلآ په مدریت نه پوهېږي‌. ښاغلی غني‌والیان دتجارت او اړیکو پر بنسټ ټاکي . 

ښاغلی غني‌هڅه کوي‌چې دپوځ داعلی سر قوماندان دنده په دې ډول پر مخ بوزي‌چې له والي‌، امنیه قوماندان ، دملي‌امنیت له ریس او دپوځ له قوماندانانو سره پخپله خبري‌وکړي . که داسي‌وي نو بیا دددفاع ، دکورنیو چارو دوزیرانو او دملي‌امنیت دریس شتون څه معنا لري ؟ 

اشرف غني‌احمدزی په خپله کړۍ کې ځیني‌داسي احمقانو ته ځای ورکړی چې په کار نه دی هغه یې ځان ته نېژدې کړي . 

اشرف غني‌ په افغانستان کې ددروغو سیاست ته مخه کړې ده چې ددې پایلي ښې نه دي . 

هغه کسان چې تنکي‌لیکوال شاکر ته بد وايي او دهغه پر لیکنه جدي انتقاد لري‌داشرف غني احمدزي‌ښه اړخونه دي‌بیان کړي‌. ښايي موږ ته به نه وي معلوم . 

خو سپکې سپوري‌، ترخې خبري ، ښکنځل او بې پتي ژورنالیزم او دبیان ازادي‌نه ده . داشرف غني احمدزي مینانو ته په کار دي‌چې  دجوش پر ځای له فکر نه کار واخلي .

 شاکر جان ته زما وړاندیز دادی چې په زړه پوري ټکو ته یې اشاره کړې ،یوازي‌او یوازي‌ دي‌ خپله ژبه سمه کړي . زه یقین لرم چې دشاکر سره دالفاظو کمی نشته ، په ښو الفاظو دي خپل انتقاد چوکاټ ته واچوي .

لیکواله : عالیه راوي‌ اکبر   

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …